Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1د خوشبویۍ د سوزولو دپاره د غز د لرګي څخه یوه قربانګاه جوړه کړه.
2هغه باید څلور کنجه وي. پنځه څلوېښت سانتي باید اوږده وي او پنځه څلوېښت سانتي پلنه او نوي سانتي باید لوړه وي. د هغې برجونه چې په څلورو کنجونو کې دي، هغه دې د قربانګاه سره د یوې ټوټې لرګي څخه جوړ شي.
3د هغې پاسنۍ برخې، څلور واړه خواو او برجونو ته د سرو زرو پوښ ورکړه او ګردچاپېره څنډې یې د سرو زرو څخه جوړې کړه.
4د څنډو لاندې د قربانګاه دپاره دوه د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه، یعنې په دواړو خواو باندې یې یوه یوه جوړه کړه چې هغه میلې ونیسي چې د هغې په وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
5میلې د غز د لرګي څخه جوړې کړه او د سرو زرو پوښ ورته ورکړه.
6قربانګاه د هغې پردې مخې ته کېږده چې د لوظ د صندوق په مخ کې ده یعنې د هغه سرپوښ مخې ته چې د لوظ په صندوق باندې پروت دی. په هغه ځای کې به زه ستا سره لیدنه کتنه کوم.
7هر سهار کله چې هارون د څراغونو د تیارولو دپاره راځي، په هغې باندې دې خوشبویي وسوزوي.
8کله چې هغه په ماښام کې څراغونه لګوي، باید همداسې وکړي. دغه د خوشبویۍ نذرانه دې پرته له کوم ځنډه تل ترتله جاري وي.
9په دې قربانګاه باندې هیڅ حرامه خوشبویي یا کومه سوزېدونکې نذرانه یا د غلې دانې نذرانه مه وړاندې کوئ او په هغې باندې د څښلو نذرانه مه تویوئ.
10په کال کې دې یو ځل هارون د قربانګاه د پاکولو دپاره په څلورو برجونو باندې د هغه حیوان د وینې د سولولو مراسم سرته ورسوي کوم چې د ګناه دپاره قرباني کیږي. دا کار دې تل ترتله هر کال ترسره شي. دغه قربانګاه دې په بشپړه توګه مقدسه شي او ما یعنې څښتن ته دې وقف شي.>
11بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
13هر یو تن چې په سرشمېرنه کې شاملیږي، هغه دې د هغه مثقال په مطابق چې په مقدس ځای کې استعمالیږي او شپږ ګرامه وزن ولري یو مثقال ورکړي. دغه یو مثقال ماته یوه نذرانه ده.
14هر یو تن چې په سرشمېرنه کې شمېرل کیږي، یعنې هر یو سړی چې عمر یې شل کاله یا د شلو کالو څخه زیات وي، هغه دې دا نذرانه څښتن ته ورکړي.
15کله چې تاسو څښتن ته نذرانه وړاندې کوئ چې د خپل ژوند دپاره کفاره ادا کړئ، نو څوک چې شتمن وي هغه دې د یو مثقال څخه زیات نه ورکوي او څوک چې غریب وي هغه دې د یو مثقال څخه کم نه ورکوي.
16د اسراییلو د خلکو څخه د دغې کفارې پیسې راټولې کړه او د مقدسې خېمې په ساتنه او څارنه کې یې مصرف کړه. دا پیسې به د هغوی د ژوند په خاطر کفاره وي او زه به هغوی رایادوم چې ویې ساتم.>
17بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
19هارون او د هغه زامن دې د هغه څخه اوبه واخلي او خپل ��اسونه او پښې دې ومینځي.
20هرکله چې هغوی مقدسې خېمې ته ورننوزي، هغوی به خپل لاسونه او پښې مینځي ترڅو مړه نه شي. همدارنګه کله چې هغوی د قربانۍ ځای ته ورنژدې کیږي چې ماته په اور باندې یوه نذرانه وړاندې کړي
21نو هغوی باید خپل لاسونه او پښې ومینځي ترڅو مړه نه شي. دا یو امر دی چې هارون او د هغه اولاده باید د تل دپاره د هغه څخه پیروي وکړي.>
22بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
24شپږ کیلوګرامه د سناد د پاڼو شیره، (ټول دې د هغه وزن په مطابق وي چې په مقدس ځای کې ورڅخه کار اخیستل کیږي) او څلور لیتره د زیتونو تېل.
25له هغو څخه د مسح کولو مقدس تېل جوړ کړه. دا دې د عطرو په شان ګډوله وي.
26بیا د دغو شیانو په مسح کولو کې ورڅخه کار واخله: مقدسه خېمه او د لوظ صندوق،
27مېز او د هغه ټول سامان، څراغدان او د هغه سامان، د خوشبویۍ د سوزولو قربانګاه،
28د سوزېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه ټول لوښي او تشت سره د پایې.
29په دې ډول دغه شیان وقف کړه او هغه به دومره مقدس شي چې هرڅوک یا هر شی د هغو سره ولګیږي، نو هغه به هم مقدس شي.
30هارون او د هغه زامن مسح کړه او وټاکه، ترڅو هغوی د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي.
31اسراییلیانو ته داسې ووایه: دا د مسح کولو مقدس تېل به تل ترتله زما د خدمت دپاره استعمالیږي.
32هغه د عادي خلکو په بدنونو باندې مه تویوئ او د دې ډول ترکیب څخه هیڅ تېل مه جوړوئ. هغه پاک دي او تاسو یې باید پاک وګڼئ.
33هرڅوک چې دا ډول عطر جوړ کړي او هرڅوک چې هغه پرته له کاهنه په بل چا باندې وسولوي باید زما د قوم څخه وشړل شي.>
34بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
35د خوشبویۍ د جوړولو دپاره د هغو څخه کار واخله او د عطرو په شان یوه ګډوله جوړه کړه. په هغو کې مالګه ورزیاته کړه چې هغه سوچه او پاکه وساتي.
36له هغې څخه لږ میده میده کړه او په مقدسه خېمه کې یې د لوظ د صندوق مخې ته په هغه ځای کې کېږده چې زه درسره لیدنه او کتنه کوم. هغه به تاسو ته ډېره مقدسه وي.
37د خپلو ځانونو دپاره له دې ترکیب څخه هیڅ خوشبویي مه جوړوئ. هغه زما څښتن په خاطر مقدسه وګڼئ.
38هرڅوک چې داسې یو شی جوړ کړي چې د خوشبویۍ څخه یې خوند واخلي باید زما له قوم څخه وشړل شي.>