Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
46 verses
1دا هغه مراسم دي چې د کاهنانو په توګه د هارون او د هغه د زامنو د ټاکنې دپاره دې سرته ورسیږي: یو داسې ځوان غویی او دوه پسونه واخله چې کوم عیب په کې نه وي.
2د غنمو د ډېرو ښو اوړو څخه فطیرې ډوډۍ پخې کړه. ځینې د زیتونو په تېلو کې پخې کړه، ځینې بې له تېلو او ځینې یې د کلچو په شکل چې تېل ورباندې موښل شوي وي پخې کړه.
3دا ټولې ډوډۍ په یوې ټوکرۍ کې واچوه او کله چې ته راځې او هغه غویی او دوه پسونه ماته قرباني کوې نو هغه درسره راوړه.
4بیا هارون او د هغه زامن د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته راوله او غسل ورته ورکړه.
5دا کالي واخله او هارون ته یې ورواغونده: کمیس، هغه چپنه چې د مقدس پېشبند لاندې اغوستل کیږي، مقدس پېشبند او سینه پوښ. مقدس پېشبند په کمربند باندې وتړه.
6هغه ته لونګۍ په سر کړه او په هغې باندې د وقف کولو پاک نښان وتړه په کوم باندې چې نقش ایستل شوی دی.
7بیا د مسح کولو تېل واخله او د هغه په سر باندې یې توی کړه او مسح یې کړه.
8د هغه زامن راوله او کمیسونه ورته واغونده
9او خولۍ ګانې ورته په سر کړه. بیا د هارون او د هغه د زامنو په ملاګانو باندې پټۍ ګانې وتړه. په دې ډول به هارون او د هغه زامن وټاکې. هغوی او د هغوی اولاده به د تل دپاره د کاهنانو په توګه زما خدمت کوي.
10غویی د مقدسې خېمې مخې ته راوله او هارون او د هغه زامن به د هغه په سر باندې خپل لاسونه کېږدي.
11هغه د خېمې د دروازې په خوله کې زما په حضور کې حلال کړه.
12د غویي لږه وینه واخله او په خپله ګوته یې په هغو برجونو باندې چې د قربانۍ د ځای په کنجونو کې دي وسولوه. بیا پاتې وینه د قربانۍ د ځای په بېخ کې توی کړه.
13بیا ټوله هغه وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، د اینې ډېره ښه برخه او د هغه دوه پښتورګي چې وازګه ورباندې پرته وي واخله او هغه ماته د یوې نذرانې په توګه په قربانګاه باندې وسوزوه.
14مګر د غویي غوښه، پوستکی او خوشایي د کمپ څخه دباندې وسوزوه. دا د ګناه یوه نذرانه ده چې د کاهنانو د ګناهونو د پاکولو دپاره ده.
15د هغو پسونو څخه یو پسه واخله او هارون او د هغه زامن به خپل لاسونه د هغه په سر باندې کېږدي.
16هغه حلال کړه او وینه یې واخله او د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې یې وشینده.
17پسه ټوټې ټوټې کړه او د نس دنننۍ برخې او پښې یې ومینځه او د سر او د نورو ټوټو سره یې کېږده.
18بیا ټول پسه په قربانګاه باندې وسوزوه. دا زما یعنې څښتن دپاره یوه سوزېدونکې نذرانه ده چې بوی یې په ما باندې ښه لګیږي.
19هغه بل پسه واخله او هارون او د هغه زامن به خپل لاسونه د هغه په سر باندې کېږدي.
20هغه حلال کړه. لږه وینه یې واخله او د هارون او د هغه د زامنو د ښي غوږونو په نرمیو، د ښي لاسونو په غټو ګوتو او د ښي پښو په غټو ګوتو باندې یې وسولوه. بیا پاتې وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشینده.
21د هغې وینې څخه لږه وینه چې د قربانۍ په ځای باندې پرته ده واخله او لږ د مسح کولو تېل واخله او په هارون او د هغه په زامنو او د هغوی په کالیو باندې یې وشینده. بیا به هغه، د هغه زامن او د هغوی لباس ماته وقف شي.
22د پسه وازګه، لم، هغه وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، د اینې ډېره ښه برخه، دوه پښتورګي د وازګې سره چې ورباندې پرته وي او ښي ورون، دا ټول ورڅخه پرې کړه. (دا پسه د ټاکنې د مراسمو دپاره دی.)
23د هغې ټوکرۍ څخه د هر قسم ډوډۍ نه یوه یوه ډوډۍ راواخله
24او دا ټول د هارون او د هغه د زامنو په لاسونو کې کېږده. بیا هغوی دې هغه پورته ونیسي ترڅو دا وښایي چې هغه ماته وقف شوي دي.
25بیا یې د هغوی د لاسونو څخه راواخله او په قربانګاه باندې یې د سوزېدونکې نذرانې سره وسوزوه چې بوی یې په ما څښتن باندې ښه لګیږي.
26کله چې ته د هارون د ټاکلو دپاره د پسه سینه واخلې، نو اول باید هغه پورته ونیسې ترڅو دا وښایي چې دا غوښه ماته وقف شوې ده. دا به ستا برخه وي.
27-
28په راتلونکي کې کله چې د اسراییلیانو څخه څوک د کاهن د ټاکنې په مراسمو کې او یا د سلامتۍ د نذرانې د وړاندې کولو په وخت کې د پسه سینه او ورون وړاندې کوي، نو غوښه به یې زما وي، خو کاهنان کولی شي هغه وخوري. دا قانون به هیڅکله نه بدلیږي.
29د هارون مقدس لباس به د هغه له مرګ څخه وروسته د هغه اولادې ته پاتې شي، ترڅو هغوی په کې مسح شي او وټاکل شي.
30د هارون زوی چې د هغه څخه وروسته کاهن کیږي او مقدسې خېمې ته ورننوزي چې په مقدس ځای کې خدمت وکړي، نو هغه دې اووه ورځې دا لباس واغوندي.
31هغه پسه چې د ټاکنې د مراسمو دپاره دی واخله او غوښه یې په یو پاک ځای کې پخه کړه.
32د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې دې هارون او د هغه زامن د پسه غوښه او هغه ډوډۍ چې په ټوکرۍ کې پاتې ده وخوري.
33یوازې هغوی کولی شي چې د ټاکنې په مراسمو کې هغه غوښه او ډوډۍ چې د هغوی د کفارې د ادا کولو دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي وخوري. عادي خلک نه شي کولی هغه وخوري ځکه چې دا شیان مقدس دي.
34که چېرې څه غوښه یا ډوډۍ ونه خوړل شي او تر سهاره پورې پاتې شي، هغه وسوزوه. هغه باید ونه خوړل شي ځکه چې هغه مقدس دي.
35لکه څنګه چې ما درته حکم کړی دی د هارون او د هغه د زامنو د ټاکنې مراسم دې په اوو ورځو کې سرته ورسیږي.
36ته باید هره ورځ یو غویی حلال کړې او ماته یې وړاندې کړې ترڅو د هغوی یعنې د هارون او د هغه د زامنو ګناه وبخښم او د قربانۍ ځای پاک شي. برسېره پردې باید د زیتون تېل واخلې او د قربانۍ ځای ورباندې مسح کړې چې مقدس شي.
37اووه ورځې دا کار وکړه. بیا به د قربانۍ ځای دومره مقدس شي چې هرڅوک یا هر شی چې د هغه سره ولګیږي، هغه به هم مقدس شي.
38ته باید هره ورځ په قربانګاه باندې دوه یو کلن وري قرباني کړې.
39یو په سهار کې قرباني کړه او بل په ماښام کې.
40د اولني وري سره یو کیلوګرام ښه اوړه وړاندې کړه چې یو لیتر سوچه د زیتونو تېل ورسره ګډ وي او د څښلو د نذرانې په توګه یو لیتر د انګورو شربت وړاندې کړه.
41دوهم وری په ماښام کې قرباني کړه او د هغه سره هماغه اندازه اوړه، د زیتون تېل او د انګورو شربت وړاندې کړه لکه څنګه چې په سهار کې دې وکړل. دا زما دپاره یوه سوزېدونکې نذرانه ده او د هغې بوی په ما باندې ښه لګیږي.
42دا سوزېدونکې نذرانه دې د تل دپاره هره ورځ د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې زما حضور ته وړاندې شي. زه به هلته د اسراییلو د خلکو سره لیدنه او کتنه وکړم او تا سره به خبرې وکړم.
43د اسراییلیانو سره به هم هلته لیدنه او کتنه وکړم او هغه ځای به زما د جلال په وسیله پاک شي.
44نو زه به خېمه او د قربانۍ ځای پاک کړم او هارون او د هغه زامن به د دې دپاره پاک کړم چې د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي.
45بیا به زه د اسراییلو د خلکو په منځ کې اوسېږم او د هغوی خدای به یم.
46هغوی به په دې پوه شي چې زه د هغوی څښتن خدای یم چا چې هغوی له مصر څخه راوویستل ترڅو د هغوی په منځ کې واوسېږم. زه د هغوی څښتن خدای یم.