Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
43 verses
1خپل ورور هارون او د هغه زامن ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار راوغواړه. هغوی د اسراییلو د خلکو څخه جلا کړه ترڅو د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي.
2خپل ورور هارون دپاره خاص لباس جوړ کړه، ترڅو هغه ته عزت او ښکلا وروبخښي.
3ټولو هغو ماهرو خلکو ته چې ما ورته په داسې کارونو کې توان ورکړی دی ووایه چې د هارون دپاره لباس جوړ کړي، ترڅو هغه د کاهن په توګه زما خدمت ته وقف شي.
4هغه لباس چې هغوی یې باید جوړ کړي: سینه پوښ، مقدس پېشبند، چپنه، اوبدل شوی کمیس، لونګۍ او یوه پټۍ. هغوی دې دا خاص لباس ستا ورور هارون او د هغه د زامنو دپاره جوړ کړي، ترڅو هغوی وکولی شي چې د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي.
5هغه ماهر نفر دې د آبي، بانجاني او سرو وړیو، د سرو زرو د تار او د ښه کتان څخه کار واخلي.
6د سرو زرو تار او د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه مقدس پېشبند جوړ کړه، په دې کې دې ګلدوزي وشي.
7مقدس پېشبند دې د اوږې دوه تسمې ولري چې د هغه په دواړو خواو باندې ونښلول شي چې پېشبند ورسره وتړل شي.
8ښه اوبدل شوی کمربند چې د همدغه شان موادو څخه جوړ شي، هغه دې د مقدس پېشبند سره ونښلول شي چې د یوې ټوټې په شان ښکاره شي.
9دوه سلیماني تیږې واخله او د یعقوب د زامنو د نومونو نقش ورباندې وباسه،
10یعنې د هغوی د عمر په ترتیب، شپږ نومونه په یوه تیږه باندې او پاتې شپږ په بله تیږه باندې.
11د یعقوب د زامنو د نومونو نقش په دوو تیږو باندې داسې وباسه لکه څنګه چې د غمي جوړوونکی د یو مهر نقش وباسي. بیا تیږې په هغو ځایونو کې ولګوه چې د سرو زرو د قابونو په شان جوړ شوي دي.
12هغه تیږې د مقدس پېشبند د اوږې په تسمو باندې ولګوه چې د اسراییلو د دولسو قبیلو استازیتوب وکړي. په دې ډول به هارون د هغوی نومونه په خپلو اوږو باندې انتقالوي، ترڅو زه څښتن تل خپل قوم په یاد وساتم.
13د سرو زرو د قابونو په شان دوه ځایونه جوړ کړه
14او دوه د سوچه سرو زرو تاو شوي ځنځیرونه د یوې رسۍ په شان جوړ کړه او په هغو ځایونو کې یې ولګوه.
15د مشر کاهن دپاره سینه پوښ جوړ کړه چې د خدای پاک د رضا د معلومولو دپاره ورڅخه کار واخلي. هغه دې د هماغو موادو څخه جوړ شي چې مقدس پېشبند ورڅخه جوړ شوی دی او هماغسې ګلدوزي دې په کې وشي.
16هغه دې څلور کنجه وي، دوه ویشت سانتي دې اوږد وي او دوه ویشت سانتي دې پلن وي او دوه قاته دې وي.
17بیا په هغه باندې څلور قطاره قیمتي تیږې ولګوه. په اول قطار کې یو یاقوت، یو ژیړ یاقوت او یو لعل ولګوه.
18په دوهم قطار کې یو زمروت، یو شین یاقوت او یو الماس ولګوه.
19په دریم قطار کې یوه فیروزه، یو عقیق او یو ارغواني یاقوت ولګوه
20او په څلورم قطار کې یو شینکی یاقوت، یوه سلیماني تیږه او یو یشم ولګوه. هغه دې په داسې ځایونو کې ولګول شي چې د سرو زرو د قابونو په شان جوړ شوي دي.
21دولس تیږې دې وي، د یعقوب د زامنو د هر نوم دپاره یوه یوه تیږه. پ�� هرې یوې کې دې د یو مهر په شان نقش وایستل شي او د دولسو قبیلو څخه دې د یوې قبیلې نوم په کې وي.
22د سینه پوښ دپاره د سوچه سرو زرو څخه داسې ځنځیرونه جوړ کړه چې د یوې رسۍ په شان تاو شوي وي.
23دوه د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه او د سینه پوښ په پورتنیو کنجونو یې ونښلوه
24او په دغو دوو کړیو باندې دوه د سرو زرو ځنځیرونه وتړه.
25د ځنځیرونو دوه نور سرونه د هغو ځایونو پورې وتړه چې د سرو زرو څخه جوړ شویو قابونو په شان دي او په دې ډول یې د مقدس پېشبند د اوږې د تسمو په مخکینۍ برخې باندې ونښلوه.
26بیا د سرو زرو دوه کړۍ ګانې جوړې کړه او د سینه پوښ په لاندینیو کنجونو پورې یې ونښلوه. هغه دې په دنننۍ څنډې باندې د مقدس پېشبند په څنګ کې وي.
27دوه نورې کړۍ ګانې جوړې کړه او د اوږې د تسمو په لاندینۍ برخه کې یې ونښلوه چې د مقدس پېشبند په مخکینۍ برخې باندې بخۍ ته نژدې او د مقدس پېشبند د کمربند دپاسه دي.
28د سینه پوښ کړۍ ګانې دې د مقدس پېشبند د کړۍ ګانو سره چې کمربند سره وصل دي په آبي مزي باندې وتړل شي، ترڅو سینه پوښ د مقدس پېشبند څخه لېرې نه شي.
29هرکله چې هارون مقدس ځای ته ورننوزي، هغه به هغه سینه پوښ اغوندي چې د اسراییلو د قبیلو نومونه ورباندې لیکل شوي دي. هغه به دا نومونه د خپل زړه دپاسه وړي، ترڅو زه څښتن تل خپل قوم رایادوم.
30اوریم او تمیم په سینه پوښ کې د هغه د زړه دپاسه کېږده. نو کله چې هارون زما پاک حضور ته راځي، هغه به یې وړي. په داسې وختونو کې باید هغه همېشه دا سینه پوښ واغوندي، ترڅو د اسراییلو د قوم دپاره زما رضا معلومه کړي.
31هغه چپنه چې د مقدس پېشبند لاندې اغوستل کیږي هغه ټوله دې د آبي ټوکر څخه جوړه شي.
32د هغې په منځ کې دې د سر دپاره یو سوری پرېښودل شي او د سوري ګردچاپېره دې یوه غاړه وګنډل شي ترڅو چپنه ونه شلیږي.
33د چپنې د لمنې په څنډه باندې د آبي، بانجاني او سرو وړیو څخه داسې انار جوړ کړه چې په منځ کې یې د سرو زرو زنګونه وي.
34د سرو زرو زنګونه او انار دې د چپنې د لمنې ګردچاپېره د یو بل ترمنځ راشي.
35هارون دې د کاهن په توګه د خدمت کولو په وخت کې دغه چپنه واغوندي. کله چې هغه زما حضور ته په مقدس ځای کې راننوزي یا کله چې هغه ځي، د زنګونو اواز به اورېدل کیږي او هغه به نه وژل کیږي.
36د سوچه سرو زرو څخه یو ګل جوړ کړه او په هغه باندې د دې لغتونو یعنې څښتن ته وقف شوی یو نقش وباسه لکه څنګه چې په یو مهر باندې ایستل کیږي.
37هغه ګل په یو آبي مزي باندې د لونګۍ په مخکینۍ برخې پورې وتړه.
38هارون دې هغه په خپل تندي باندې وتړي ترڅو زه څښتن هغه ټولې مقدسې نذرانې چې اسراییلیان یې ماته وقف کوي قبولې کړم، حتیٰ که چېرې خلک د هغو په وړاندې کولو کې کومه سهوه هم وکړي.
39د هارون دپاره د ښه کتان څخه کمیس او یوه لونګۍ جوړ کړه. پټۍ هم جوړه کړه او هغه دې ګلدوزي شي.
40د هارون د زامنو دپاره کمیسونه، پټۍ ګانې او خولۍ ګانې جوړې کړه چې هغوی ته عزت او ښکلا ورکړي.
41خپل ورور هارون او د هغه زامنو ته دغه لباس ورواغونده. هغوی د زیتون په تېلو باندې مسح کړه او مقرر یې کړه. هغوی وقف کړه ترڅو د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي.
42د هغوی دپاره د کتان داسې نیکرونه جوړ کړه چې د ملا څخه نیولې تر ورنونو پورې ورسیږي چې بدنونه یې ښکاره نه شي.
43کله چې هارون او د هغه زامن مقدسې خېمې ته ورننوزي یا د قربانۍ ځای ته ورنژدې کیږي چې په مقدس ځای کې د کاهنانو په توګه خدمت وکړي، باید هغه تل واغوندي ترڅو هغوی خپل ځانونه ګناهکار نه کړي او مړه نه شي. دا دې د هارون او د هغه د اولادې دپاره یو دایمي حکم وي.