Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1د غز د لرګي څخه د قربانۍ یو ځای جوړ کړه چې یو متر او دېرش سانتي لوړ وي. هغه دې څلور کنجه وي، دوه متره او شل سانتي دې اوږد وي او دوه متره او شل سانتي دې پلن وي.
2د څلورو کنجونو دپاسه برجونه جوړ کړه ترڅو برجونه او قربانګاه ټول د یوې ټوټې لرګي څخه جوړ شي او ټولو ته دې د برنجو پوښ ورکړل شي.
3د هغه ټول سامان د برنجو څخه جوړ کړه یعنې د ایرو د لېرې کولو لوښي او د هغه بېلچې، د وینې د شیندلو کاسې، د غوښې قاشق پنجې او د اور لوښي.
4یوه د برنجو جالۍ جوړه کړه او د هغې په څلورو کنجونو باندې څلور د برنجو کړۍ ګانې ولګوه.
5دا جالۍ د قربانۍ د ځای د څنډې لاندې کېږده ترڅو د قربانګاه تر نیمایي پورې ورسیږي.
6د غز د لرګي څخه د وړلو میلې جوړې کړه او د برنجو پوښ ورته ورکړه
7او د وړلو په وخت کې یې د قربانۍ د ځای د دواړو اړخونو په کړیو کې ولګوه.
8د هغې نقشې په مطابق چې ما درته په غره باندې دروښودله، د قربانۍ ځای د تختو څخه جوړ کړه او تش یې پرېږده.
9د ښه کتان د پردو څخه د مقدسې خېمې دپاره یوه حویلۍ جوړه کړه چې جنوب خوا یې پنځه څلوېښت متره اوږده وي.
10هغه دې د برنجو په شلو پایو کې د شلو برنجي ستنو په وسیله د چنګکونو او سیخونو سره چې د سپینو زرو څخه جوړ شوي دي ټینګه شي.
11د حویلۍ شمال خوا دې هم همداسې جوړه شي.
12د حویلۍ لوېدیځې خواته به دوه ویشت متره اوږدې پردې وي د لسو ستنو او پایو سره.
13ختیځې خواته یعنې په هغه ځای کې چې د ننوتلو دروازه ده، هم باید حویلۍ دوه ویشت متره پلنه وي.
14-
15د دروازې دواړو خواو ته دې د درې ستنو او پایو سره اووه متره پردې وي.
16د حویلۍ د دروازې دپاره دې یوه داسې پرده وي چې نهه متره اوږده وي. هغه دې د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه جوړه وي او د ګلدوزۍ کار دې په کې وشي. هغه دې د څلورو ستنو او څلورو پایو په وسیله ټینګه کړای شي.
17ټولې ستنې چې د حویلۍ ګردچاپېره دي، د سپینو زرو د سیخونو سره دې ونښلول شي او چنګکونه یې باید د سپینو زرو څخه جوړ شي او پایې یې د برنجو څخه.
18حویلۍ دې پنځه څلوېښت متره اوږده او دوه ویشت متره پلنه وي. پردې دې د ښه کتان څخه جوړې شي چې دوه متره او شل سانتي لوړې وي او د برنجو پایې به هم ورسره وي.
19نور ټول سامان چې په خېمې کې ورڅخه کار اخیستل کیږي او هغه ټول مېخونه چې د خېمې او حویلۍ دپاره دي، هغه دې د برنجو څخه جوړ شوي وي.
20په اسراییلیانو باندې امر وکړه چې د رڼا دپاره د زیتونو سوچه تېل راوړي ترڅو څراغونه بل وساتل شي.
21په مقدسه خېمه کې د هغې پردې څخه دباندې چې د لوظ د صندوق په مخ کې ده، هارون او د هغه زامن دې دا څراغونه د ماښام څخه نیولې تر سهاره پورې د څښتن په حضور کې بل وساتي. اسراییلیان او د هغو اولاده دې د تل دپاره په دې حکم باندې عمل کوي.