Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
37 verses
1د لسو داسې پردو څخه یوه مقدسه خېمه جوړه کړه چې د ښه کتان او د آبي، بانجاني او سرو وړیو څخه وي او په پردو کې یې د کروبیانو نقش ګلدوزي شوی وي.
2د ټولو پردو اندازه دې یوشان وي، دولس متره دې اوږدې او دوه متره دې پلنې وي.
3د دې پردو څخه پنځه په یوه جوړه کې سره یوځای کړه او بیا نورې پنځه پردې په دوهمه جوړه کې.
4په هره جوړه کې د بیرونۍ پردې په څنډه باندې د آبي رنګه ټوټې کړۍ ګانې جوړې کړه.
5پنځوس کړۍ ګانې په یوې پردې باندې او پنځوس د بلې جوړې په اخرنۍ پردې باندې جوړې کړه چې دا کړۍ ګانې یو بل ته مخامخ وي.
6بیا د سرو زرو پنځوس چنګکونه جوړ کړه او د پردو په یوځای تړلو کې ورڅخه کار واخله ترڅو ټوله یوه خېمه ورڅخه جوړه شي.
7د خېمې د پټولو دپاره د وزو د وړیو څخه پردې جوړې کړه. ټولې دې یوولس دانې وي.
8یوولس واړه پردې دې په یوه اندازه وي، یعنې دیارلس متره دې اوږدې او دوه متره دې پلنې وي.
9پنځه پردې په یوه جوړه کې یو تر بله سره وګنډه او نورې شپږ په بله جوړه کې. شپږمه پرده د خېمې په مخکینۍ برخه کې سره غبرګه کړه.
10پنځوس کړۍ ګانې د یوې جوړې د اخرنۍ پردې په څنډه کې او پنځوس د بلې جوړې د اخرنۍ پردې په څنډه کې جوړې کړه.
11بیا د برنجو پنځوس چنګکونه جوړ کړه او په کړیو کې یې واچوه چې خېمه سره ونښلوي.
12د دې پردو اضافه نیمه برخه دې د خېمې شاته ځوړنده شي.
13د پردې دواړو خواو ته چې نیم متر زیات شوی دی هغه به راځوړند وي چې خېمه ورباندې پټه شي.
14د خېمې دپاره د پسه د داسې پوستکي څخه پوښ جوړ کړه چې سور رنګ ورکړل شوی وي او په هغه باندې د ښې څرمنې څخه یو پوښ جوړ کړه.
15د خېمې دپاره د غز د لرګي څخه ولاړ چوکاټونه جوړ کړه.
16هر چوکاټ دې څلورنیم متره اوږد او پنځه شپېته سانتي پلن وي
17او باید دوه یوشان نښلوونکې تختې ولري، ترڅو چوکاټونه سره یوځای شي. ټول چوکاټونه دې دا تختې ولري.
18د خېمې د جنوب خوا دپاره شل چوکاټونه جوړ کړه
19او څلوېښت د سپینو زرو پایې چې ورلاندې شي، د هر چوکاټ لاندې دې دوه دوه پایې وي د دې دپاره چې دوه تختې یې ونیسي.
20د خېمې د شمال خوا دپاره شل چوکاټونه جوړ کړه
21او څلوېښت د سپینو زرو پایې جوړې کړه چې د هر چوکاټ لاندې دوه دوه وي.
22د خېمې د شا دپاره چې د لوېدیځ خواته ده، شپږ چوکاټونه جوړ کړه
23او دوه چوکاټونه د خېمې شاته کنجونو دپاره جوړ کړه.
24دا چوکاټونه باید په دغو دوو کنجونو کې د بېخ څخه نیولې تر سره پورې سره غبرګ کړای شي او په یوې کړۍ کې ولګول شي. دا دواړه کنجونه دې په همدې شان وي.
25نو اته چوکاټونه او شپاړس د سپینو زرو پایې به وي، د هر چوکاټ لاندې به دوه دوه وي.
26د غز د لرګي څخه پنځلس اړمونه جوړ کړه، پنځه د هغو چوکاټونو دپاره جوړ کړه چې د خېمې په یوې خوا باندې دي.
27پنځه د هغو چوکاټونو دپاره چې په بلې خوا باندې دي او پنځه د هغو چوکاټونو دپاره چې شاته د لوېدیځ خواته په آخر سر کې دي.
28منځنی اړم دې د چوکاټونو تر نیمایي پورې کېښودل شي او د خېمې له یو سر څخه دې تر بل سره پورې وغزیږي.
29چوکاټونو ته د سرو زرو پوښ ورکړه او په هغو باندې د سرو زرو کړۍ ګانې ولګوه چې اړمونه ونیسي او هغو ته هم باید د سرو زرو پوښ ورکړل شي.
30خېمه د هغې نقشې په مطابق جوړه کړه چې ما په غره باندې درته دروښودله.
31د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه یوه پرده جوړه کړه چې د کروبیانو داسې نقش په کې وي چې ګلدوزي شوی وي.
32د غز د لرګي په څلورو ستنو باندې چې د سرو زرو پوښ ورته ورکړل شوی وي او د سپینو زرو په څلورو پایو باندې ولاړې دي، پرده د سرو زرو په چنګکونو باندې راځوړنده کړه.
33پرده د چنګکونو څخه راځوړنده کړه او د پردې شاته د لوظ صندوق چې دوه د تیږو لوحې په کې دي کېږده. دا پرده به مقدس ځای د ډېر مقدس ځای څخه جلا کړي.
34د لوظ په صندوق باندې چې په ډېر مقدس ځای کې پروت دی سرپوښ کېږده.
35هغه مېز د پردې څخه دباندې د خېمې شمال خواته کېږده او څراغدان ورته مخامخ جنوب خواته کېږده.
36د خېمې د دروازې دپاره د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه یوه پرده جوړه کړه چې ګلدوزي په کې شوې وي.
37د دغې پردې دپاره د سرو زرو چنګکونه جوړ کړه او د غز د لرګي څخه پنځه داسې ستنې جوړې کړه چې د سرو زرو پوښ ورته ورکړل شوی وي. د هغو دپاره پنځه برنجي پایې جوړې کړه.