Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
39 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3دا هغه نذرانې دي چې ته یې باید د هغوی څخه واخلې: سره زر، سپین زر او برنج،
4ښه کتان، آبي، بانجاني او سرې وړۍ، هغه ټوکر چې د وزو د وړیو څخه جوړ شوی وي،
5سره رنګ شوي د پسه پوستکي، ښه څرمن، د غز لرګی،
6د څراغونو دپاره د زیتون تېل، د مسح کولو د تېلو او د خوشبویۍ دپاره مسالې،
7سلیماني تیږې او نورې قیمتي تیږې چې د مشر کاهن په مقدس پېشبند او د هغه په سینه پوښ باندې ولګول شي.
8بیا په خلکو باندې زما دپاره یوه مقدسه خېمه جوړه کړه ترڅو وکولی شم د هغوی په منځ کې واوسېږم.
9دا خېمه او د هغې ټول سامان کټ مټ د هغې نقشې په مطابق جوړ کړه چې زه یې درته ښایم.
10په هغوی باندې د غز د لرګي څخه یو صندوق جوړ کړه چې یو متر او لس سانتي اوږد وي، پنځه شپېته سانتي پلن وي او پنځه شپېته سانتي لوړ وي.
11د هغه منځنۍ او بیرونۍ برخې ته د سوچه سرو زرو پوښ ورکړه او ګردچاپېره څنډې یې د سرو زرو څخه جوړې کړه.
12د هغه دپاره څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه او هغه په څلورو پایو باندې وتړه، یعنې دوه کړۍ ګانې په یو خوا او دوه په بلې خوا.
13د صندوق د وړلو دپاره د غز د لرګي څخه دوه میلې جوړې کړه او د سرو زرو پوښ ورته ورکړه.
14هغه میلې هغو کړیو ته چې د صندوق په څنګونو کې دي ورننباسه ترڅو صندوق ورباندې یوړل شي.
15میلې دې په کړیو کې پاتې شي او هغه باید راونه ایستل شي.
16بیا به د تیږو هغه دوه لوحې چې حکمونه ورباندې لیکل شوي دي درکړم چې هغه په صندوق کې کېږدې.
17د صندوق سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي د سوچه سرو زرو څخه جوړ کړه چې یو متر او لس سانتي اوږد وي او پنځه شپېته سانتي پلن وي.
18د سرپوښ په سرونو کې د ټکول شویو سرو زرو څخه دوه کروبیان جوړ کړه.
19یو کروب په یو سر او دوهم کروب په بل سر کې جوړ کړه. په دوو سرونو کې د سرپوښ سره کروبیان د سرو زرو د یوې ټوټې څخه جوړ کړه.
20د کروبیانو وزرونه دې پورته خپاره شوي وي چې په سرپوښ باندې سیوری وکړي. کروبیان دې یو بل ته مخامخ وي او د سرپوښ خواته دې ګوري.
21په صندوق کې د تیږو دوه لوحې کېږده او هغه سرپوښ د صندوق دپاسه کېږده.
22زه به د سرپوښ دپاسه د دوو کروبیانو ترمنځ چې د لوظ په صندوق باندې دي ستا سره لیدنه کتنه وکړم او د اسراییلو د قوم دپاره به خپل ټول حکمونه درکړم.
23د غز د لرګي څخه یو داسې مېز جوړ کړه چې نوي سانتي اوږد وي، پنځه څلوېښت سانتي پلن وي او پنځه شپېته سانتي لوړ وي.
24هغه ته د سوچه سرو زرو پوښ ورکړه او د هغه ګردچاپېره څنډې د سرو زرو څخه جوړې کړه.
25همدارنګه د هغه ګردچاپېره یو چوکاټ جوړ کړه چې پراخوالی یې پنځه اویا ملي متره و�� او په چوکاټ باندې د سرو زرو څنډې جوړې کړه.
26د مېز دپاره څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه او په هغو څلورو کنجونو کې چېرته چې څلور پایې دي وتړه.
27کړۍ ګانې دې چوکاټ ته نژدې وي، د دې دپاره چې هغه میلې ونیسي چې د مېز په وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
28د غز د لرګي څخه میلې جوړې کړه، د سرو زرو پوښ ورته ورکړه او مېز ورباندې وړئ.
29ټولې کاسې، قابونه او د څښلو د نذرانو دپاره منګي او جامونه دې د سوچه سرو زرو څخه جوړ شي.
30مېز باید د لوظ د صندوق مخې ته کېښودل شي او په هغه باندې دې همېشه هغه مقدسه ډوډۍ چې ماته نذرانه کیږي پرته وي.
31د سوچه سرو زرو څخه یو څراغدان جوړ کړه او د هغه پایه او میله، د هغه د پیالو په شان ګلان، غوټۍ ګانې او ګلپاڼې د ټکول شویو سرو زرو څخه جوړ کړه چې ټول د یوې ټوټې سرو زرو څخه جوړ شوي وي.
32شپږ څانګې دې د څراغدان د څنګونو څخه غزېدلې وي یعنې درې د یو څنګ څخه او درې د بل څخه.
33درې پیالې چې شکل یې د بادام د ګل په شان دی، د غوټیو او ګلپاڼو سره باید په یوې څانګې باندې وي، درې په بلې څانګې باندې او همدا ډول د شپږو واړو څانګو دپاره چې د څراغدان څخه غزیږي.
34په خپله په څراغدان باندې دې څلور د بادام د ګل په شان پیالې وي، د غوټۍ ګانو او ګلپاڼو سره.
35یوه غوټۍ به د څانګو د اولې جوړې لاندې وي چې د څراغدان څخه غزیږي، دوهمه غوټۍ د دوهمې جوړې لاندې او دریمه غوټۍ د دریمې جوړې لاندې یعنې ټولې شپږ څانګې.
36غوټۍ ګانې، څانګې او څراغدان دې د ټکول شویو سوچه سرو زرو د یوې ټوټې څخه وي.
37د څراغدان دپاره اووه څراغونه جوړ کړه او ویې دروه ترڅو مخې ته رڼا ورکړي.
38د هغه پلته پاکوونکي او پتنوسونه دې د سوچه سرو زرو وي.
39د څراغدان او د هغه د ټول سامان په جوړولو کې د څلوردېرشو کیلوګرامه سوچه سرو زرو څخه کار واخله.
40دې خبرې ته پام وکړه چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړ کړې چې ما درته په غره باندې دروښودله.