Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2یوازې ته ماته نژدې راشه او نور دې راته نژدې نه راځي. د اسراییلو د قوم د نورو خلکو څخه دې هیڅوک هم غره ته نه راخېژي.>
3کله چې حضرت موسیٰ راغی او خلکو ته یې د څښتن ټولې خبرې او قوانین اعلان کړل، هغوی په یو اواز په ځواب کې وویل:
4حضرت موسیٰ د څښتن ټول امرونه ولیکل. هغه سهار وختي پاڅېد او د غره په لمنه کې یې د قربانۍ ځای جوړ کړ او هلته یې دولس تیږې چې د اسراییلو د دولسو قبیلو نماینده ګي یې کوله ودرولې.
5بیا حضرت موسیٰ اسراییلي ځینې ځوانان ولېږل او هغوی سوزېدونکې نذرانې او ځینې غوایان د سلامتۍ د نذرانې په توګه څښتن ته قرباني کړل.
6حضرت موسیٰ نیمه وینه راواخیستله او په لګنونو کې یې واچوله او نیمه یې په قربانګاه باندې وشیندله.
7بیا هغه د لوظ کتاب راواخیست او خلکو ته یې په لوړ اواز سره ولوست. هغوی وویل:
8بیا حضرت موسیٰ هغه وینه چې په لګنونو کې وه راواخیستله او په خلکو باندې یې وشیندله. هغه وفرمایل:
9حضرت موسیٰ د حضرت هارون، ناداب، ابیهو او د اسراییلو د اویا مشرانو سره غره ته وخوت
10او د اسراییلو خدای یې ولید. د هغه د پښو لاندې د شین یاقوت د فرش په شان یو څه ښکاره کېدل چې د اسمان په شان شنه وو.
11که څه هم د اسراییلو دغو مشرانو خدای پاک ولید، خو هغه ورته زیان ونه رساوه. بیا هغوی وخوړل او ویې څښل.
12څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
13حضرت موسیٰ او د هغه مرستیال یعنې یوشع تیار شول او حضرت موسیٰ مقدس غره ته ورپورته شو.
14حضرت موسیٰ مشرانو ته وفرمایل:
15کله چې حضرت موسیٰ غره ته پورته شو، ورېځو غر پټ کړ
16او د څښتن جلال د سینا په غره باندې خپور شو. غر شپږ ورځې په ورېځو کې پټ ؤ او په اوومه ورځ څښتن له ورېځو څخه حضرت موسیٰ ته غږ وکړ.
17د څښتن جلال اسراییلیانو ته داسې ښکارېده لکه د غره په سر باندې چې اور بل وي.
18کله چې حضرت موسیٰ غره ته ورپورته شو، هغه په ورېځو کې ورننوت او څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې په غره کې پاتې شو.