Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1د درواغو خبر مه خپروئ. د درواغو په شاهدۍ ورکولو سره د بدکاره سړي سره مرسته مه کوئ.
2په بد کار کې د اکثریت څخه پیروي مه کوئ. کله چې تاسو په یوه دعوه کې شاهدي ورکوئ، د اکثریت څخه په پلوي کولو سره عدالت تر پښو لاندې کوئ مه.
3د یو غریب سړي په محاکمه کې په دې خاطر چې هغه غریب دی د هغه طرفداري مه کوئ.
4که چېرې تاسو یوناڅاپه د خپل دښمن غویی یا خر ووینئ چې لار یې غلطه کړې ده، هغه بېرته ورولئ.
5که چېرې تاسو ولیدل چې ستاسو د دښمن خر د بار لاندې پرېوتی دی، هغه هلته مه پرېږدئ، د هغه سره مرسته وکړئ چې خر یې بېرته پاڅیږي.
6په محکمه کې د غریب سره بې انصافي مه کوئ.
7په درواغو تهمت مه لګوئ او د یو بې ګناه یا صادق سړي د مړینې سبب کېږئ مه. ځکه چې زه به ګناهکار ونه بخښم.
8رشوت مه اخلئ، ځکه چې رشوت بینا خلک ړندوي او د بې ګناه خلکو حق ورباندې تر پښو لاندې کیږي.
9په یو مسافر سړي باندې تېری مه کوئ. ځکه چې تاسو خپله په مصر کې مسافران وئ او د مسافرانو د حال څخه خبر یئ.
10تاسو باید شپږ کاله خپلې ځمکې وکرئ او حاصل یې ورېبئ.
11مګر په اووم کال هغه ځمکه شاړه پرېږدئ او څه شی چې په کې شنه شوي وي هغه ورڅخه مه رېبئ. څه چې په کې پاتې وي هغه به غریبان خلک او وحشي حیوانات وخوري. خپل د انګورو باغونو او د زیتونو د ونو د باغونو سره همداسې کار وکړئ.
12په هفته کې شپږ ورځې خپل کار وکړئ، مګر په اوومه ورځ کار مه کوئ ترڅو ستاسو غلامان او بېګانه خلک چې ستاسو دپاره کار کوي او حتیٰ ستاسو حیوانات هم وکولی شي ارام وکړي.
13هرڅه چې ما څښتن درته ویلي دي په هغو باندې عمل کوئ. د نورو خدایانو په نوم دعا مه کوئ، حتیٰ د هغوی نومونه په ژبه هم مه اخلئ.
14زما د احترام په خاطر په کال کې درې ځله اخترونه کوئ،
15اول د فطیرې ډوډۍ اختر. لکه څنګه چې ما درباندې امر کړی دی اووه ورځې فطیره ډوډۍ وخورئ. دا کار د ابیب په میاشت کې وکړئ، ځکه چې په دې میاشت کې تاسو له مصر څخه راووتلئ. په دې اختر کې دې هیڅوک زما حضور ته خالي لاس نه راځي.
16تاسو د لو کولو اختر د خپلو اولنیو حاصلاتو سره چې په خپلو پټیو کې مو کرلي دي ولمانځئ.د کال په آخر کې د حاصل د راټولولو اختر ولمانځئ، یعنې کله چې تاسو د پټیو څخه حاصل راټولوئ.
17هر کال باید په دغو دریو اخترونو کې ستاسو ټول نارینه زما یعنې ستاسو د څښتن خدای د عبادت دپاره راشي.
18کله چې تاسو ماته یو حیوان قرباني کوئ، د هغه سره خمیره ډوډۍ مه وړاندې کوئ. هغه حیوانات چې په دغو اخترونو کې ماته قرباني کیږي، د هغې وازګه باید تر سهاره پورې پاتې نه شي.
19هر کال د خپل څښتن خدای کور ته د خپل اولني حاصل ډېرې ښې غلې دانې راوړئ.یو سېرلی د خپلې مور په شیدو کې مه پخوئ.
20ګورئ، زه ستاسو مخې ته یوه فرښته درلېږم چې په لاره کې ستاسو ساتنه وکړي او هغه ځای ته مو راولي چې ستاسو دپاره مې تیار کړی دی.
21هرڅه چې هغه فرښته فرمایي په غور سره ورڅخه اطاعت وکړئ. د هغې په مقابل کې سرکشي مه کوئ، هغه به ستاسو سرکشي ونه بخښي، ځکه چې پوره اختیار مې ورته ورکړی دی.
22که چېرې تاسو په غور سره د هغې خبرو ته غوږ ونیسئ او زما ټولې خبرې ومنئ، زه به ستاسو د دښمنانو دښمن شم او زه به د هغه چا په خلاف شم څوک چې ستاسو په خلاف وي.
23زما فرښته به ستاسو په مخکې روانه وي او تاسو به د اموریانو، حیتیانو، فرزیانو، کنعانیانو، حویانو او یبوسیانو خاورې ته بوځي او زه به هغوی ټول له منځه یوسم.
24د هغوی خدایانو ته سجده یا عبادت مه کوئ او د هغوی د رواجونو څخه پیروي مه کوئ. د هغوی بتان له منځه یوسئ او هغه لویې تیږې چې د هغوی د عبادت دپاره استعمالیږي ټوټې ټوټې کړئ.
25که چېرې تاسو زما یعنې د خپل څښتن خدای عبادت وکړئ نو زه به ستاسو په خوراک او اوبو کې برکت واچوم او ستاسو ټولې ناروغۍ به لېرې کړم.
26ستاسو په خاوره کې به هیڅ یوه ښځه خپل اولاد نقصان نه کړي او نه به شنډه شي. زه به تاسو ته اوږده عمرونه درکړم.
27زه به په هغو قومونو باندې سخته وېره راولم او ستاسو دښمنان به دومره وارخطا کړم چې درڅخه وتښتي.
28زه به ستاسو په دښمنانو کې سخته وېره پیدا کړم او حویان، کنعانیان او حیتیان به ستاسو له مخې څخه لېرې کړم.
29مګر زه به هغوی په یو کال کې ونه باسم، ځکه چې ځمکه به ویجاړه پاتې شي او وحشي حیوانات به ډېر زیات شي.
30بلکه هغوی به لږ لږ شړم ترڅو تاسو دومره ډېر شئ چې هغه خاوره ونیسئ.
31زه به ستاسو د خاورې سرحدونه د سرې بحیرې څخه نیولې د مدیترانې تر بحیرې پورې او د دښتې څخه نیولې د فرات تر سینده پورې وغزوم. زه به ستاسو سره مرسته وکړم چې هغو خلکو ته چې اوس په دې خاوره کې اوسیږي ماتې ورکړئ او هغوی به وشړئ.
32د هغوی یا د هغوی د خدایانو سره هیڅ قسم تړون مه کوئ.
33هغوی مه پرېږدئ چې ستاسو په هېواد کې واوسیږي. که چېرې تاسو هغوی پرېږدئ، هغوی به تاسو زما په مقابل کې په ګناه کولو باندې مجبور کړي. که چېرې تاسو د هغوی د خدایانو عبادت وکړئ، نو دا به ستاسو دپاره یو وژونکی دام وي.>