Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1که چېرې یو سړی یو غویی یا یو پسه غلا کړي او هغه حلال یا خرڅ کړي، نو هغه باید د هر غویي په بدل کې پنځه غوایان او د هر پسه په بدل کې څلور پسونه ورکړي.
2-
4څه چې هغه غلا کړي دي باید د هغه تاوان ورکړي. که چېرې هغه هیڅ شی ونلري، نو د غلام په توګه دې خرڅ شي چې د غلا شوي شي تاوان ورکړي. که غلا شوی حیوان که هغه غویی، یا خر یا پسه وي د هغه سره ژوندی وموندل شي، هغه باید د هغه دوه چنده بیه ورکړي.که چېرې غل د شپې له خوا کور ته د ننوتلو په وخت کې ونیول شي او هغه ووژل شي نو چا چې هغه وژلی دی هغه د ده د قتل په خاطر مجرم نه دی. خو که دا کار د ورځې له خوا وشي نو هغه به د دې قتل په خاطر مجرم وګڼل شي.
5که چېرې یو سړی خپل حیوانات په یو پټي یا د انګورو په باغ کې څروي او هغه پرېږدي چې وګرځي او د بل سړي په پټي کې وڅریږي، نو هغه باید د خپل پټي یا د انګورو د باغ ترټولو ښه حاصل په تاوان کې ورکړي.
6که چېرې یو څوک په خپل پټي کې اور ولګوي او دا اور د اغزیو په وسیله د بل چا پټي ته خپور شي او د هغه ګېډۍ یا ولاړې غلې دانې وسوزوي، نو هرچا چې اور لګولی وي باید پوره تاوان یې ورکړي.
7که چېرې یو سړی بل چاته پیسې یا قیمتي شیان د امانت په توګه ورکړي او هغه د هغه سړي د کور څخه غلا شي، که چېرې غل ونیول شي باید دوه چنده بیه ادا کړي.
8مګر که چېرې هغه غل پیدا نه شي، د کور خاوند باید د قاضي په حضور کې ځان حاضر کړي او په دې ځای کې به هغه قسم خوري چې هغه د دې سړي شتمني نه ده غلا کړې.
9فرض کړئ د دوه نفرو ترمنځ د غویي، خره، پسه، کالیو یا نورو شیانو په سر شخړه ده او هر یو وایي چې هغه زما دي. نو دواړه خواوې دې د فیصلې کولو دپاره قاضي ته راشي. نو کوم یو چې د قاضي له طرفه مجرم وګڼل شو، هغه بل نفر ته باید دوه چنده تاوان ورکړي.
10که چېرې یو سړی خپل خر، غویی، پسه یا کوم بل حیوان بل چاته د امانت په توګه ورکړي او هغه مړ یا زخمي شي یا په داسې وخت کې غلا شي چې هیڅوک یې ونه ویني،
11د هغوی ترمنځ به دا شخړه د څښتن په نوم په قسم خوړلو سره حل شي چې هغه سړي د دې بل سړي حیوان نه دی غلا کړی. نو خاوند دې دا ومني او هیڅ تاوان ته اړتیا نشته.
12مګر که چېرې دا حیوان غلا شوی وي، هغه سړی باید د هغه خاوند ته تاوان ورکړي.
13که چېرې هغه د کوم وحشي حیوان له خوا وژل شوی وي، هغه سړی دې د هغه حیوان د بدن پاتې برخه د ثبوت په ډول د هغه خاوند ته راوړي، نو دا لازمه نه ده چې هغه د وژل شوي حیوان په خاطر تاوان ورکړي.
14که چېرې یو سړی د بل چا څخه یو حیوان په قرض واخلي او هغه په داسې وخت کې زخمي یا مړ شي چې د هغه خاوند حاضر نه وي، هغه یې باید تاوان ورکړي.
15مګر که چېرې دا پېښه د هغه د خاوند په موجودیت کې وشي، نو د تاوان ورکولو اړتیا نشته. که چېرې دا حیوان په کرایه نیول شوی وي، نو د کرایې پیسې چې خاوند ته یې ورکړل شوې دي د هغه تاوان پوره کوي.
16که چېرې یو سړی یوه داسې پېغله چې چاته کوژدن شوې نه وي وغولوي او د هغې سره زنا وکړي، نو هغه باید مهر ورکړي او د هغې سره دې واده وکړي.
17که چېرې د هغې پلار بېخي راضي نه وي چې خپله لور هغه ته ورکړي، بیاهم باید هغه نفر د پېغلې پلار ته د ناوې د مهر په اندازه پیسې ورکړي.
18کوډګره ژوندۍ مه پرېږدئ.
19هرڅوک چې د یو حیوان سره جنسي اړیکې لري باید ووژل شي.
20هرڅوک چې د څښتن څخه پرته بل خدای ته قرباني وکړي باید له منځه یوړل شي.
21د یو بېګانه سړي سره بده رویه مه کوئ یا ظلم ورباندې مه کوئ، یاد ساتئ چې تاسو هم په مصر کې بېګانه وئ.
22د کونډې یا یتیم سره بده رویه مه کوئ.
23که چېرې تاسو داسې وکړئ او هغوی ماته د مرستې دپاره فریاد وکړي، زه به د هغوی دعا قبوله کړم.
24زه به په قهر شم او تاسو به په جنګ کې ووژنم. ستاسو ښځې به کونډې شي او اولادونه به مو بې پلاره شي.
25که چېرې تاسو زما د قوم څخه کوم غریب ته پیسې په قرض ورکړئ، د یو قرض ورکوونکي په شان عمل ورسره مه کوئ او هغه مه مجبوروئ چې سود درکړي.
26که چېرې تاسو د یو چا چپنه په ګرو واخلئ، باید هغه د لمرپرېواته څخه مخکې بېرته ورکړئ.
27ځکه چې دا د هغه یوازینی لباس دی چې هغه ورباندې تود وي. کېدای شي چې د هغه سره بل داسې شی نه وي چې هغه په کې ویده شي. که چېرې هغه ماته د مرستې دپاره فریاد وکړي، زه به د هغه دعا قبوله کړم ځکه چې زه رحیم یم.
28د خدای پاک په باره کې بدې خبرې مه کوئ او نه د خپل قوم کوم مشر ته ښېرا کوئ.
29د خپلو غلو دانو، د انګورو د شربتونو او زیتونو د تېلو د نذرانو په ورکولو کې ځنډ مه کوئ.تاسو باید خپل مشران زامن ماته وقف کړئ.
30د خپلو غوایانو او پسونو اولني زېږېدل شوي بچي ماته راکړئ. پرېږدئ چې اولني زېږېدل شوي نران بچي د خپلو مورګانو سره اووه ورځې پاتې شي او په اتمه ورځ یې ماته راکړئ.
31تاسو باید زما مقدس قوم اوسئ. نو د داسې حیوان غوښه مه خورئ چې وحشي حیواناتو داړلی وي. هغه سپیو ته واچوئ.