Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
36 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2که چېرې تاسو یو عبرانی غلام په بیه واخلئ، هغه دې شپږ کاله ستاسو خدمت وکړي. مګر په اووم کال به پرته له دې چې څه بیه ورڅخه واخیستل شي هغه ازاد شي.
3که چېرې په هغه وخت کې چې هغه ستاسو غلام شوی ؤ واده یې نه ؤ کړی، هغه به د تګ په وخت کې خپله ښځه له ځانه سره نه بیایي. خو که چېرې په هغه وخت کې چې هغه ستاسو غلام شو واده یې کړی ؤ، هغه به خپله ښځه هم له ځانه سره بوځي.
4که چېرې بادار یې ورته ښځه وکړي او هغه ښځه ورته زامن یا لورګانې وزېږوي، هغه ښځه او د هغې ماشومان د بادار کیږي او یوازې هغه سړی دې ازاد شي.
5مګر که چېرې هغه غلام داسې اعلان وکړي چې زه د خپل بادار او د خپلې ښځې او ماشومانو سره مینه لرم او نه غواړم چې ازاد شم،
6بیا به یې خپل بادار د عبادت ځای ته بوځي. هغه دې هلته د دروازې یا د دروازې د چوکاټ په مخکې ودروي او په رینه باندې دې د هغه غوږ سوری کړي. بیا به دا سړی ټول عمر د هغه غلام وي.
7که چېرې یو سړی خپله لور د یوې غلامې په توګه خرڅوي، هغه دې د نارینه غلامانو په شان ازاده نه شي.
8که چېرې هغه په یو داسې نفر باندې خرڅه شي چې داسې نیت ولري چې هغه خپله ښځه کړي، مګر هغه یې نه خوښیږي نو بیا دې هغه بېرته د خپل پلار له خوا په بیه واخیستل شي. د هغې بادار هغه په بېګانه خلکو باندې نه شي خرڅولی، ځکه چې د هغې سره یې بې وفایي کړې ده.
9که چېرې یو سړی یوه غلامه واخلي چې خپل زوی ته یې وکړي، نو د هغې سره دې لکه د خپلې لور په شان رویه کوي.
10که چېرې یو سړی دوهم واده وکړي، نو باید اولنۍ ښځه د خواړو، کالیو او د واده د حقونو څخه بې برخې نه کړي.
11که چېرې هغې ته دا درې شیان نه برابروي، باید ازاده یې کړي او هیڅ بیه دې وانخلي.
12هرڅوک چې یو بل سړی ووهي او ویې وژني، هغه باید ووژل شي.
13خو که چېرې هغه دا کار په قصد سره نه وي کړی مګر د خدای له خوا ورته پېښه شي، هغه دې داسې ځای ته وتښتي چې زه یې ټاکم.
14مګر که چېرې یو سړی دسیسه جوړه کړي او په قصد سره بل سړی ووژني حتیٰ که چېرې هغه د خوندي پاتې کېدو دپاره زما د قربانۍ ځای ته هم وتښتي، باید ووژل شي.
15هرڅوک چې خپل پلار یا خپله مور ووهي هغه باید ووژل شي.
16هرڅوک چې یو بل نفر وتښتوي او هغه خرڅ کړي یا تر هغه وخته پورې ورسره وي چې هغه ونیول شي، هغه باید ووژل شي.
17هرڅوک چې خپل پلار یا خپلې مور ته ښکنځلې وکړي، هغه باید ووژل شي.
18-
19که چېرې د دوه نفرو ترمنځ جګړه وي او یو نفر بل نفر په تیږه یا په سوک باندې ووهي خو هغه ونه وژني، نو باید سزا ورته ورنه کړای شي. خو که چېرې هغه نفر چې وهل شوی دی بستر شي، مګر وروسته وکولی شي چې پاڅیږي او د خپلې امسا په کومک سره بیرون وګرځي، نو کوم سړي چې هغه یې وهلی دی باید د هغه د وخت د ضایع کېدلو بیه ورکړي او ترڅو پورې چې هغه روغ شوی نه وي د هغه د علاج مصرف به ورکوي.
20که چېرې یو سړی خپل غلام یا غلامه په کوتک باندې ووهي او هغه غلام ځای په ځای مړ شي، هغه ته باید سزا ورکړل شي.
21مګر که چېرې دا غلام یوه یا دوه ورځې ژوندی پاتې شي نو هغه ته دې سزا نه ورکول کیږي، ځکه چې دا غلام د هغه خپله شتمني ده او د هغه دپاره دا تاوان بس دی.
22که چېرې څو نفره سره جګړه کوي او یوه امیدواره ښځه داسې ژوبله کړي چې خپل ماشوم له لاسه ورکړي او بل ځای یې زخمي نه شي، هر یوه چې هغه ژوبله کړې وي نو کومه جریمه چې د هغې ښځې مېړه یې غواړي او قاضیانو ته د تائید وړ وي هغه دې ورکړي.
23که چېرې په خپله دا ښځه زخمي شي، نو سزا به یې د ژوند په بدل کې ژوند وي،
24د سترګې په بدل کې سترګه، د غاښ په بدل کې غاښ، د لاس په بدل کې لاس، د پښې په بدل کې پښه،
25د سوزولو په بدل کې سوزول، د زخم په بدل کې زخم، د وهلو ټکولو په بدل کې وهل ټکول.
26که چېرې یو څوک خپل غلام یا غلامه په سترګه باندې ووهي او سترګه یې له منځه یوسي، هغه دې غلام د سترګې د تاوان په توګه ازاد کړي.
27که چېرې هغه د خپل غلام یا غلامې غاښ مات کړي، هغه دې د غاښ د تاوان په توګه هغه غلام ازاد کړي.
28که چېرې یو غویی یو څوک په ښکر ووهي چې هغه مړ شي، غویی دې سنګسار شي او د هغه غوښه دې ونه خوړل شي. مګر د هغه خاوند ته به سزا نه ورکول کیږي.
29مګر که چېرې هغه غویي د خلکو د وهلو عادت درلود او خاوند یې ورڅخه خبر ؤ او هغه دا غویی تړلی نه وي ساتلی، نو که چېرې هغه یو سړی یا یوه ښځه داسې ووهي چې مړ شي، نو سنګسار دې شي او د هغه خاوند دې هم ووژل شي.
30خو که چېرې خاوند دا اجازه ولري چې د خپل د ژوند د ژغورلو دپاره تاوان ورکړي، نو هغه باید پوره بیه ورکړي.
31که چېرې هغه غویی د چا زوی یا لور ووهي، همدا قانون عملي کیږي.
32که چېرې هغه غویی یو غلام یا غلامه ووهي، د هغه خاوند باید دېرش مثقاله سپین زر د غلام بادار ته ورکړي او غویی باید سنګسار شي.
33که چېرې یو سړی یوه کنده لوڅه کړي یا یوه کنده وباسي او هغه پټه نه کړي او یو غویی یا یو خر په کې وغورزیږي،
34د کندې خاوند باید د حیوان خاوند ته تاوان ورکړي او مړ حیوان به د کندې د خاوند شي.
35که چېرې د یو سړي غویی د بل چا غویی زخمي کړي او هغه مړ شي، هغوی دې ژوندی حیوان خرڅ کړي او پیسې او مړ حیوان دواړه دې په خپل منځ کې سره مساوي ووېشي.
36خو که چېرې دا معلومه شي چې هغه غویي د وهلو عادت درلود او بیاهم د هغه خاوند هغه تړلی نه ؤ ساتلی، هغه خاوند باید د حیوان په بدل کې حیوان ورکړي او مړ حیوان به د هغه خپل شي.