Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1خدای پاک خبرې وکړې او د هغه خبرې دا وې:
3زما څخه پرته د بل خدای عبادت مه کوئ.
4د خپلو ځانونو دپاره د هیڅ شي په شکل چې هغه په اسمان کې یا په ځمکه باندې یا د ځمکې لاندې په اوبو کې وي بتان مه جوړوئ.
5هیڅ بت ته سجده یا عبادت مه کوئ ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یو غیرتي خدای یم. څوک چې زما څخه کرکه کوي زه به هغوی او د هغوی اولادې ته تر دریم او څلورم نسله پورې سزا ورکړم.
6مګر زه د هغو زرګونو نسلونو سره چې زما سره مینه کوي او زما امرونو ته غاړه ږدي مینه کوم.
7زما نوم د بدو مقصدونو دپاره مه استعمالوئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای به هغه چاته سزا ورکړم څوک چې زما نوم په غلطه استعمال کړي.
8د سبت ورځ ولمانځئ او هغه مقدسه وګڼئ.
9تاسو د کار کولو دپاره شپږ ورځې لرئ،
10مګر اوومه ورځ د ارام کولو ورځ ده چې څښتن خدای ته وقف شوې ده. په دې ورځ به تاسو هیڅ کار نه کوئ، نه تاسو، نه ستاسو زامن یا لورګانې، نه غلامان، نه ستاسو حیوانات، نه هغه بېګانه خلک چې ستاسو په وطن کې اوسیږي.
11ما څښتن په شپږو ورځو کې ځمکه، اسمان، دریابونه او هرڅه چې په هغو کې دي جوړ کړل، مګر په اوومه ورځ مې ارام وکړ. ځکه ما سبت ته برکت ورکړ او هغه مې مقدس کړ.
12د خپل پلار او مور احترام کوئ ترڅو تاسو په هغه خاوره کې چې زه یې درکوم زیات عمر ولرئ.
13قتل مه کوئ.
14زنا مه کوئ.
15غلا مه کوئ.
16د هیچا په ضد د دروغو شهادت مه ورکوئ.
17د بل سړي کور ته د طمعې په سترګه مه ګورئ. د هغه ښځې، غلامانو، غوایانو، خرو یا هرڅه چې هغه یې لري ورته د طمعې په سترګه مه ګورئ.>
18کله چې ټولو خلکو د تندر او سرني غږ واورېد او برېښنا او هغه غر یې ولیده چې لوګی ورڅخه پورته کېده، نو هغوی د وېرې د لاسه ولړزېدل او لېرې ودرېدل.
19هغوی حضرت موسیٰ ته وویل:
20حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل:
21خو خلک په یوې لېرې فاصلې کې ودرېدل او حضرت موسیٰ هغې تورې تیارې ته ورنژدې شو چې خدای پاک په کې ؤ.
22بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
23د ځانونو دپاره د سپینو او سرو زرو خدایان مه جوړوئ چې زما څخه بغیر د هغه عبادت وکړئ.
24زما دپاره د خاورو څخه د قربانۍ ځای جوړ کړئ او په هغه باندې خپلې سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې او د خپلو رمو او پادو حیوانات قرباني کړئ. هرځای چې زه یې ستاسو دپاره ټاکم چې زما عبادت په کې وکړئ، زه به هلته درشم او تاسو ته به برکت درکوم.
25که چېرې تاسو زما دپاره د تیږو څخه د قربانۍ ځای جوړوئ نو د تراش شویو تیږو څخه یې مه جوړوئ، ځکه که چېرې په هغو باندې د کوم سامان څخه کار واخلئ هغه به ناپاک کړئ.
26زما د قربانۍ ځای ته په زینه باندې مه ورخېژئ، ترڅو په هغې باندې ستاسو د شرم ځای ښکاره نه شي.>