Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1۱-
2د اسراییلو قوم له رفیدیم څخه لاړ او د مصر څخه له راوتلو وروسته د دریمې میاشتې په اوله ورځ د سینا دښتې ته راغلل. هلته یې د سینا د غره په لمنه کې خېمې ودرولې.
3حضرت موسیٰ د خدای پاک سره د ملاقات دپاره غره ته وخوت.څښتن هغه ته د غره څخه غږ وکړ او ورته ویې فرمایل:
4تاسو ولیدل چې ما په مصریانو باندې څه وکړل او څنګه مې تاسو لکه د عقاب په شان چې خپل بچیان په خپلو وزرونو باندې وړي دلته خپل ځان ته راوستلئ.
5اوس که چېرې تاسو په وفادارۍ سره زما اطاعت وکړئ او زما په لوظ باندې ټینګ ودرېږئ، بیا به تاسو په ټولو قومونو کې زما خاص قوم شئ. که څه هم دا ټوله دنیا زما ده،
6خو تاسو به زما دپاره کاهنان او مقدس قوم اوسئ. دا هغه خبره ده چې ته یې باید اسراییلیانو ته ورسوې.>
7نو حضرت موسیٰ د غره څخه راکوز شو او د قوم مشران یې سره راغونډ کړل او څه چې څښتن ورته فرمایلي وو، هغوی ته یې بیان کړل.
8ټول قوم په یو اواز په ځواب کې وویل: نو حضرت موسیٰ د هغوی ځواب بېرته څښتن ته راوړ.
9څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: څه چې قوم ویلي وو حضرت موسیٰ هغه څښتن ته وویل.
10څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
11او په دریمه ورځ تیار اوسي. ځکه چې زه په هغه ورځ د ټولو خلکو په حضور کې د سینا غره ته راښکته کېږم.
12د غره ګردچاپېره حد وټاکه چې خلک ورڅخه تېر نه شي او هغوی ته ووایه: پام کوئ چې غره ته راونه خېژئ او حتیٰ هغه ته نژدې هم ورنه شئ. که څوک په هغه باندې پښه کېږدي نو وبه وژل شي.
13هغه باید سنګسار شي او یا په غشو وویشتل شي او هیڅوک باید هغه ته لاس ورنه وړي. دا به په انسان او حیوان دواړو باندې عملي کیږي. مګر کله چې سرنی ووهل شي، بیا خلک کولی شي چې د غره لمنې ته راشي.>
14بیا حضرت موسیٰ له غره څخه راښکته شو او خلکو ته یې وفرمایل چې د عبادت دپاره تیار شي. نو هغوی خپل کالي ومینځل
15او حضرت موسیٰ خلکو ته وفرمایل:
16د دریمې ورځې په سهار تندر او برېښنا شوه او د غره په سر باندې یوه ټینګه ورېځ ښکاره شوه او د سرني یو ډېر لوړ غږ واورېدل شو. ټول خلک چې په کمپ کې وو د وېرې له لاسه ولړزېدل.
17حضرت موسیٰ هغوی د کمپ څخه دباندې راوستل چې د خدای پاک سره ملاقات وکړي او هغوی د غره په لمنه کې ودرېدل.
18د سینا ټول غر په لوګي کې پټ ؤ، ځکه چې څښتن په هغه باندې په اور کې راښکته شوی ؤ. دا لوګی د داش د لوګي په شان پورته کېده او ټول غر سخت لړزېده.
19د سرني غږ نور هم لوړېده. حضرت موسیٰ خبرې کولې او خدای پاک هغه ته په تندر ��ې ځواب ورکاوه.
20څښتن د سینا د غره په سر راښکته شو او حضرت موسیٰ یې د غره سرته راوغوښت. حضرت موسیٰ وروخوت
21او څښتن هغه ته وفرمایل:
22حتیٰ کاهنان هم چې ماته نژدې راځي باید ځانونه پاک کړي او که نه زه به هغوی ته هم سزا ورکړم.>
23حضرت موسیٰ څښتن ته وفرمایل:
24څښتن په ځواب کې وفرمایل:
25بیا حضرت موسیٰ خلکو ته ورښکته شو او د څښتن خبرې یې ورته وکړې.