Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1یترون د مدیان کاهن او د حضرت موسیٰ خسر واورېدل چې خدای پاک د حضرت موسیٰ او د اسراییلو د خلکو دپاره کوم کارونه کړي وو او څنګه یې هغوی له مصر څخه راوویستل.
2څه موده مخکې حضرت موسیٰ خپله ښځه صفوره او خپل دوه زامن لېږلي وو چې د هغه د خسر یترون سره واوسیږي.
3د حضرت موسیٰ د اولني زوی نوم جرشون ؤ، ځکه کله چې د هغه هلک پیدا شو نو حضرت موسیٰ فرمایلي وو:
4هغه وفرمایل: نو په دې خاطر یې د بل زوی نوم الیعازر کېښود.
5یترون د حضرت موسیٰ د ښځې او د هغې د دوو زامنو سره هغې دښتې ته راغی چېرته چې حضرت موسیٰ مقدس غره ته نژدې خېمه ودرولې وه.
6یترون هغه ته دا خبر ورولېږه:
7نو حضرت موسیٰ د هغه مخې ته ورغی او هغه ته یې د احترام دپاره سر ټیټ کړ او هغه یې ښکل کړ. هغوی د یو بل د صحت پوښتنه وکړه او بیا د حضرت موسیٰ خېمې ته ورننوتل.
8حضرت موسیٰ خپل خسر ته د هغو کارونو په هکله چې څښتن د اسراییلو د خلاصون په خاطر په فرعون او د مصر په خلکو باندې کړي وو بیان کړل. همدارنګه د هغو ټولو سختیو په هکله یې ورته وویل چې هغوی په لاره کې ورسره مخامخ شوي وو او څښتن هغوی څنګه وژغورل.
9یترون د هغه احسان په سبب چې څښتن په اسراییلو باندې کړی ؤ چې هغوی یې له مصریانو څخه وژغورل خوشاله شو.
10هغه وویل:
11اوس زه پوهېږم چې څښتن له ټولو نورو خدایانو څخه لوی دی، ځکه چې هغه اسراییل د خپلو مغرورو دښمنانو څخه خلاص کړل.>
12بیا د حضرت موسیٰ خسر یترون سوزېدونکې نذرانه او نورې قربانۍ خدای پاک ته راوړلې او حضرت هارون د اسراییلو د ټولو مشرانو سره راغی چې د عبادت په ځای کې د حضرت موسیٰ د خسر سره ډوډۍ وخوري.
13بله ورځ حضرت موسیٰ په یو ځای کې کښېناست چې د خلکو دعوې فیصله کړي او هغه د سهار څخه تر ماښام پورې مصروف ؤ.
14کله چې یترون هغه ټول کارونه ولیدل چې حضرت موسیٰ کول، هغه پوښتنه وکړه:
15حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل:
16کله چې دوه تنه په خپل منځ کې کومه شخړه ولري، هغوی ماته راځي او زه دا پرېکړه کوم چې څوک په حقه دی. بیا هغوی ته د خدای پاک فرمانونه او قوانین بیانوم.>
17بیا یترون وویل:
18ته به خپل ځان او دا خلک سخت ستړي کړې. دا کار ستا دپاره ډېر سخت دی، ته یوازې دا کار نه شې کولی.
19اوس ماته غوږ ونیسه چې تاته یوه ښه مشوره درکړم او خدای پاک ��ه ستا سره مل وي. ستا دپاره دا ښه ده چې ته د خدای پاک په حضور کې د قوم نماینده ګي وکړې او د هغوی شخړې هغه ته راوړې.
20هغوی ته د خدای پاک فرمانونه او قوانین ورزده کړه او د ژوند کولو طریقه وروښایه او ورته وښایه چې څه باید وکړي.
21مګر له ټول قوم څخه لایق نفر وټاکه، داسې نفر چې د خدای پاک څخه وېریږي او د اعتبار وړ وي او د رشوت څخه کرکه کوي. هغوی په زر نفري، سل نفري، پنځوس نفري او لس نفري ډلو باندې مشران وټاکه.
22هغوی پرېږده چې په دایمي توګه د قاضیانو په توګه د قوم خدمت وکړي. هغوی به سختې دعوې تاته راوړي او د کوچنیو شخړو پرېکړه به په خپله کوي. او په دې به ستا کار آسانه او بار به دې سپک شي.
23که چېرې ته دا کار د خدای پاک د امر سره سم وکړې، هم به خپله ستړی نه شې او هم به د خلکو شخړې ژر حل شي او په خاطر جمعۍ سره به وکولی شي چې خپلو کورونو ته لاړ شي.>
24حضرت موسیٰ د خپل خسر مشوره ومنله
25او د ټولو اسراییلیانو څخه یې قابله نفر وټاکل. هغوی یې په زر نفري، سل نفري، پنځوس نفري او لس نفري ډلو باندې مشران وټاکل.
26هغوی به همېشه د قاضیانو په توګه د خلکو خدمت کاوه. هغوی به سختې دعوې حضرت موسیٰ ته راوړلې، مګر د ساده دعوو پرېکړه به یې په خپله کوله.
27بیا حضرت موسیٰ خپل خسر یترون رخصت کړ او یترون خپل وطن ته ستون شو.