Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1د اسراییلو ټول قوم د سین دښته پرېښودله او د څښتن په امر یې د یو ځای څخه بل ځای ته کډه کوله. هغوی په رفیدیم کې خېمې ودرولې، مګر هلته د قوم دپاره د څښلو اوبه نه وې.
2نو هغوی حضرت موسیٰ ته شکایت وکړ او ورته یې وویل: حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل:
3مګر خلک ډېر تږي وو او په حضرت موسیٰ باندې غورېدل. هغوی وویل:
4حضرت موسیٰ څښتن ته زارۍ وکړې او ویې فرمایل:
5څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
6زه به د سینا د غره سره په یو ګټ باندې ستا په مخکې ودرېږم. ته هغه ګټ ووهه او خلکو ته به د څښلو دپاره له هغه څخه اوبه جاري شي.> نو حضرت موسیٰ د اسراییلو د مشرانو په مخکې همداسې وکړل.
7او هغه د دې ځای نوم مسا او مریبه کېښود، ځکه چې اسراییلیانو شکایت وکړ او څښتن یې وازمایه او ویې ویل:
8عمالیقیان رفیدیم ته راغلل او په اسراییلیانو باندې یې حمله وکړه.
9حضرت موسیٰ یوشع ته وفرمایل:
10څنګه چې حضرت موسیٰ حکم کړی ؤ، یوشع د عمالیقیانو سره جګړه وکړه او حضرت موسیٰ، حضرت هارون او حور د غونډۍ سرته لاړل.
11ترڅو پورې چې د حضرت موسیٰ لاسونه پورته وو، اسراییلیان بریالي کېدل. مګر کله چې هغه خپل لاسونه ښکته کول نو عمالیقیان به بریالي کېدل.
12کله چې د حضرت موسیٰ لاسونه ستړي شول، نو حضرت هارون او حور یوه تیږه راوړه او حضرت موسیٰ یې په هغې باندې کښېناوه. په دواړو خواو یې د حضرت موسیٰ لاسونه پورته ونیول، نو د هغه لاسونه د لمر تر پرېوتلو پورې ټینګ پاتې شول.
13په دې ډول یوشع عمالیقیانو ته په بشپړه توګه ماتې ورکړه.
14بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
15حضرت موسیٰ د قربانۍ ځای جوړ کړ او دا نوم یې ورباندې کېښود څښتن زما د بریالیتوب بیرغ دی.
16هغه وفرمایل: