Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1د اسراییلو ټول قوم د ایلیم څخه لاړ او د دوهمې میاشتې په پنځلسمه ورځ د مصر څخه د تګ څخه وروسته هغوی د سین دښتې ته چې د ایلیم او سینا ترمنځ وه راغلل.
2په دښته کې د اسراییلو ټول قوم حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته شکایت وکړ
3او ورته ویې ویل:
4څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
5په شپږمه ورځ دې هغوی د دوو ورځو خواړه راوړي او ځان دپاره دې تیار کړي.>
6نو حضرت موسیٰ او حضرت هارون ټولو اسراییلیانو ته وفرمایل:
7تاسو به په سهار کې د څښتن جلال ووینئ، ځکه چې هغه د خپل ځان په ضد ستاسو شکایتونه اورېدلي دي. مونږ څوک یو چې زمونږ څخه ګیله کوئ؟>
8حضرت موسیٰ دا هم وفرمایل:
9حضرت موسیٰ هارون ته وفرمایل:
10کله چې حضرت هارون د اسراییلو ټول قوم ته وینا کوله، هغوی د دښتې خواته وکتل او هلته د څښتن جلال په ورېځ کې ښکاره شو.
11څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
13ماښام د مړزانو یوه لویه ډله راغله او ټول کمپ یې ونیوه او په سهار کې د کمپ په شاوخوا کې پرخه پرته وه.
14کله چې پرخه والوتله، په ځمکه باندې د واورې په شان واړه بڅرکي راښکاره شول.
15کله چې اسراییلیانو هغه ولیدل، نو ویې نه پېژندل او د یو او بل څخه یې پوښتنه کوله: حضرت موسیٰ هغوی ته وفرمایل:
16څښتن امر کړی دی چې هرڅوک دې د خپلې ورځنۍ اړتیا په اندازه هغه راټوله کړي. دوه دوه لیتره دې د خپلې کورنۍ هر یو تن ته راټوله کړي.>
17اسراییلیانو همداسې وکړل. ځینو ډېره او ځینو لږه راټوله کړه.
18کله چې هغوی هغه اندازه کړه، چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغه سره زیاته نه وه او چا چې لږه راټوله کړې وه د هغه سره کمه نه وه. هر یو د خپلې اړتیا په اندازه راټوله کړې وه.
19حضرت موسیٰ هغوی ته وفرمایل:
20مګر له هغوی څخه ځینو حضرت موسیٰ ته غوږ ونه نیوه او لږه یې وساتله. په راتلونکي سهار هغې چینجي وکړل او بد بوی یې کاوه او حضرت موسیٰ هغوی ته په قهر شو.
21هر سهار هرچا د خپلې اړتیا په مطابق خواړه راټولول او کله به چې لمر ګرمېده نو څه چې په ځمکه باندې پاتې کېدل هغه به ویلي کېدل.
22په شپږمه ورځ هغوی دوه چنده راټوله کړه، یعنې څلور لیتره د هر یو تن دپاره. نو د قوم ټول مشران راغلل او حضرت موسیٰ یې خبر کړ.
23حضرت موسیٰ هغوی ته وفرمایل:
24څنګه چې حضرت موسیٰ امر کړی ؤ، څه چې پاتې شول هغوی تر راتلونکې ورځې پورې وساتل او هغه بوی او چینجي ونه کړل.
25حضرت موسیٰ وفرمایل:
26تاسو باید شپږ ورځې خواړه راټول کړئ، مګر په اوومه ورځ چې د سبت ورځ ده هیڅ شی به نه وي.>
27بیاهم ځینې خلک په اوومه ورځ د خواړو د راټولولو دپاره لاړل، مګر هغوی هیڅ څه ونه موندل.
28بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
29یاد ساتئ چې زه څښتن یم او ما تاسو ته د ارام کولو دپاره یوه ورځ درکړې ده. همدا دلیل دی چې زه به په شپږمه ورځ همېشه د دوه ورځو خواړه درکوم. په اوومه ورځ دې هرڅوک په خپل کور کې پاتې شي او د هغه ځای څخه دې نه راوزي.>
30نو قوم په اوومه ورځ ارام وکړ.
31دا خواړه د اسراییلو قوم د من په نوم یادول. هغه د دڼیا د دانو په شان وو، هغه سپین وو او د شاتو په شان خوند یې درلود.
32حضرت موسیٰ وفرمایل:
33حضرت موسیٰ هارون ته وفرمایل:
34څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، حضرت هارون هغه د لوظ د صندوق مخې ته کېښود چې وساتل شي.
35اسراییلیانو څلوېښت کاله من وخوړ تر هغې پورې چې هغوی د کنعان خاورې ته ورسېدل او هلته ځای په ځای شول.
36(هغه لوښی چې د من د اندازه کولو دپاره استعمالېده هغه د عومر په نوم یادېده او د شلو لیترو سره برابر ؤ.)