Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1بیا حضرت موسیٰ او اسراییلیانو څښتن ته دا سندره وویله:
2څښتن زما قوي ساتونکی دیدا هغه څوک دی چې زه یې ژغورلی یمهغه زما خدای دی او زه به یې ستاینه کومزما د پلار خدای دی او وبه وایم چې لوړ دی
3څښتن جنګیالی دیڅښتن د هغه نوم دی
4د فرعون جنګي ګاډۍ او لښکرېهغه ورګوزارې کړې دریاب تهد فرعون ښه ښه منصبدارانډوب شول په سره بحیره کې
5ژور دریاب هغوی لاندې کړلهغوی تل ته د یوې تیږې په شان ورسېدل
6ستا په ښي لاس کې څښتنههیبتناک زور موجود دیستا ښي لاس ای څښتنهدښمنان ټوټې ټوټې کوي
7خپل د حضور په لوی والي کېته خپل مخالفین له پښو غورزوېستا قهر لمبه کیږي اوهغوی د بوسو په شان سوزوي
8تا دریاب پو کړاو اوبه ډېرۍ شوېسیلابونه د یو دېوال په شان کلک ودرېدلد دریاب ډېره ژوره برخه جامده شوه
9دښمن به لافې وهلېزه به هغوی تعقیب کړم او ورپسې وبه رسېږمزه به د هغوی غنیمت ووېشمزه به ځان ورباندې موړ کړمزه به خپله توره راوباسماو زه به هغوی له منځه یوسم
10مګر تا یو پوکی وکړاو دریاب هغوی لاندې کړلپه زورورو اوبو کېهغوی د سرپو په شان ډوب شول
11د خدایانو په منځ کېڅوک ستا په شان دی ای څښتنه؟څوک ستا په شان دی؟ته مقدس او لوی یېستا جلال هیبتناک دیته عجیب عجیب کارونه کوې
12تا خپل ښي لاس اوږد کړاو ځمکې زمونږ دښمنان ژوندي تېر کړل
13تل ولاړ په خپل وعده یېکړې به خپل قوم ته لارښودنهکوم چې تا ژغورلیپه خپل قوت سره به ته هغویخپلې پاکې ځمکې ته بوځې
14قومونه به خبر شي او په لړزان به شيد فلسطین په قوم به راشي سخته وېره
15د ادوم مشران به ووېریږي ډېرد موآب مشران به په لړزه شيد کنعان خلک به خپل همت د لاسه ورکړي
16سخته وېره او لړزه به په هغوی باندې پرېوزيستا د مټ په زور باندې بههغوی تر هغه وخته پورېد تیږې په شان غلي ويترڅو ستا قوم تېر شي ای څښتنهترڅو ستا قوم چې تا د غلامۍ نهازاد کړی تېر شي
17ته به هغوی دننه راولېاو په خپل غره باندې به یې ځای په ځای کړېهغه ځای څښتنهچې تا د خپل کور دپاره انتخاب کړی دیمقدس ځای چې تا په خپله ودان کړی دی
18تل ترتله به څښتنپادشاهي کاندي>
19کله چې د فرعون اسونه، جنګي ګاډۍ او سپاره دریاب ته ورداخل شول، څښتن په هغوی باندې اوبه بېرته راوستلې. مګر اسراییلیان په دریاب کې په وچه ځمکه باندې تېر شول.
20بیا مریم د حضرت هارون خور چې پیغمبره وه په خپل لاس کې یوه چمبه واخیستله او ټولې ښځې د چمبو سره ورپسې شوې او نڅا یې کوله.
21مریم د هغوی دپاره دا سندره وویله:
22بیا حضرت موسیٰ اسراییلیان د سرې بحیرې څخه د شور دښتې ته بوتلل. درې ورځې هغوی په دښته کې روان وو، مګر اوبه یې ونه موندلې.
23بیا هغوی یو ځای ته چې ماره نومېدله راغلل. مګر د هغه ځای اوبه ډېرې ترخې وې او هغوی نه شو کولی چې هغه وڅښي. له دې امله په هغه باندې د ماره نوم کېښودل شو.
24نو خلک د حضرت موسیٰ په مقابل کې راپورته شول او ویې ویل:
25بیا حضرت موسیٰ څښتن ته زارۍ وکړې او څښتن ورته د لرګي یوه ټوټه وروښودله. حضرت موسیٰ هغه په اوبو کې وغورزوله او اوبه خوږې شوې.څښتن هلته هغوی ته قوانین ورکړل چې د هغو له مخې ژوند وکړي او هغوی وازمایي چې د هغه قوانینو ته غاړه ږدي او که نه.
26هغه وفرمایل:
27بیا هغوی ایلیم ته راغلل. هلته دولس چینې او د خرما اویا ونې وې. نو هغوی هلته د چینو په غاړه خېمې ودرولې.