Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3فرعون به دا فکر وکړي چې اسراییلیان به په وطن کې سرګردانه ګرځي او د وارخطایۍ په حالت کې په دښته کې بند پاتې دي.
4زه به د فرعون زړه سخت کړم او هغه به دوی تعقیب کړي. مګر د فرعون او د هغه په لښکرو باندې به زما کامیابي زما د جلال سبب شي. بیا به مصریان پوه شي چې زه څښتن یم.> لکه څنګه چې هغوی ته ویل شوي وو اسراییلیانو هماغسې وکړل.
5کله چې فرعون خبر شو چې د اسراییلو قوم تښتېدلی دی، هغه او د هغه درباریانو د هغوی په هکله خپله پرېکړه بدله کړه او ویې ویل:
6فرعون خپلې جنګي ګاډۍ ګانې او لښکرې تیارې کړې.
7هغه د ځان سره شپږسوه ښې ښې جنګي ګاډۍ ګانې د مصر د نورو ټولو جنګي ګاډیو سره چې د هر یو سره خپل خپل قوماندان ؤ یوړلې.
8څښتن د فرعون زړه سخت کړ، نو هغه د اسراییلیانو پسې چې په جرأت سره د مصر څخه ووتل، روان شو.
9د مصریانو، د فرعون ټول اسونه، جنګي ګاډۍ ګانې، اس سواران او لښکرې د اسراییلیانو پسې روان شول او له هغوی څخه مخکې شول، چېرته چې هغوی د دریاب سره چې فم الحیروت او بعل صفون ته نژدې ؤ خېمې ودرولې وې.
10څنګه چې فرعون نژدې شو، اسراییلیانو سترګې پورته کړې او ویې لیدل چې مصریان هغوی پسې راروان دي. هغوی ډېر ووېرېدل او څښتن ته یې فریاد وکړ.
11هغوی حضرت موسیٰ ته وویل:
12آیا تاته مونږ په مصر کې ونه ویل چې مونږ پرېږده چې د مصریانو غلامان اوسو؟ مونږ ته په دښتې کې د مړه کېدلو څخه د مصریانو غلامي ښه ده.>
13حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل:
14تاسو غلي اوسئ، څښتن به ستاسو دپاره جګړه وکړي.>
15څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
16خپله امسا پورته کړه او د دریاب خواته یې ونیسه. اوبه به بېلې شي او اسراییلیان به وکولی شي چې په دریاب کې په وچه ځمکه باندې تېر شي.
17زه به د مصریانو زړونه سخت کړم چې هغوی تاسو پسې درشي او زه به په فرعون، د هغه په لښکرو او جنګي ګاډیو په چلوونکو باندې د بریالیتوب په سبب جلال ومومم.
18کله چې زه د فرعون، د هغه جنګي ګاډیو او اس چلوونکو ته ماتې ورکړم او خپل جلال ښکاره کړم، مصریان به پوه شي چې زه څښتن یم.>
19د خدای پاک فرښته چې د اسراییلو د لښکرو په مخ کې روانه وه شاته لاړه. ورېځې هم د هغوی شاته حرکت وکړ
20او هغه د مصریانو ا�� د اسراییلیانو په منځ کې شوه. د شپې په دوران کې ورېځو په مصریانو باندې تیاره راوستله، مګر د اسراییلو په قوم یې رڼا راوستله. نو لښکرې په ټوله شپه کې یو بل ته نژدې نه شوې ورتلی.
21حضرت موسیٰ د دریاب دپاسه خپل لاس ونیوه او څښتن په قوي ختیځ باد باندې د دریاب اوبه شاته یوړلې. دا باد ټوله شپه ولګېده او دریاب یې په وچه ځمکه بدل کړ. اوبه بېلې شوې
22او اسراییلیان په دریاب کې په وچه ځمکه تېر شول او دواړو خواو ته د اوبو دېوالونه وو.
23مصریان د خپلو ټولو اسونو، جنګي ګاډیو او د اس سوارانو سره هغوی تعقیب کړل او په دریاب کې ورپسې روان شول.
24د سباوون څخه مخکې، څښتن د اور او ورېځو له منځ څخه د مصریانو لښکرو ته وکتل او هغوی یې وارخطا کړل.
25څښتن د هغوی د ګاډیو عرابې له کاره وغورزولې نو هغه په سختۍ سره چلېدلې. او مصریانو وویل:
26بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
27نو حضرت موسیٰ خپل لاس د دریاب خواته اوږد کړ او د سباوون په وخت کې اوبه خپل اولني حالت ته راوګرځېدلې. مصریانو هڅه وکړه چې وتښتي، مګر څښتن دریاب ته وروغورزول.
28اوبه راوګرځېدلې او جنګي ګاډۍ ګانې، اس سواران او ټولې مصري لښکرې یې چې په دریاب کې د اسراییلیانو پسې وې غرق کړل او یو هم پاتې نه شو.
29مګر اسراییلیان په دریاب کې په وچه ځمکه باندې چې اوبه د هغې دواړو خواو ته لکه د دېوالونو په شان ولاړې وې تېر شول.
30په هغه ورځ څښتن اسراییلیان د مصریانو څخه وژغورل او اسراییلیانو هغوی ولیدل چې د دریاب په غاړه مړه پراته وو.
31کله چې اسراییلیانو د څښتن لوی قدرت چې هغه مصریانو ته وښوده ولید، قوم د څښتن څخه ووېرېده او په هغه او د هغه په خدمتګار حضرت موسیٰ باندې یې ایمان راوړ.