Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل:
4نن تاسو په اوله میاشت چې د ابیب میاشت ده د مصر څخه روان یئ.
5کله چې څښتن تاسو د کنعانیانو، حیتیانو، اموریانو، حویانو او یبوسیانو ښې او حاصلخېزې ځمکې ته چې د هغې وعده یې ستاسو نیکونو سره کړې ده راولي، تاسو باید دا اختر د هر کال په اوله میاشت ولمانځئ.
6اووه ورځې فطیره ډوډۍ وخورئ او په اوومه ورځ د څښتن د احترام دپاره جشن ونیسئ.
7اووه ورځې باید فطیره ډوډۍ وخورئ، ستاسو د هېواد په هیڅ ځای کې دې خمیره نه وي او نه دې خمیره ډوډۍ وي.
8د اختر په پیل کې خپلو زامنو ته داسې ووایئ چې مونږ دا هرڅه د هغه څه له کبله کوو چې څښتن زمونږ دپاره د مصر څخه د راوتلو په وخت کې وکړل.
9دا مراسم به لکه د یوې نښې په شان چې تاسو یې په خپل لاس یا تندي باندې تړئ، یو یادګار وي. دا به تاسو ته د څښتن د شریعت دوامداره تلاوت کول در په یادوي، ځکه چې څښتن په خپل لوی قدرت تاسو له مصر څخه راوویستلئ.
10تاسو باید دا اختر د هر کال په ټاکل شوي وخت کې ولمانځئ.
11څښتن به تاسو د هغې وعدې سره سم چې تاسو او ستاسو د نیکونو سره یې کړې ده د کنعانیانو وطن ته راولي. کله چې هغه وطن تاسو ته درکړي،
12باید ټول اولني زېږېدل شوي نارینه څښتن ته وقف کړئ. هر اولنی زېږېدلی نر حیوان د څښتن دی.
13تاسو باید هر نر خر بېرته په بیه واخلئ او د هغه په ځای یو وری قرباني کړئ. که چېرې تاسو نه غواړئ چې هغه خر بېرته په بیه واخلئ، نو د هغه اورمېږ مات کړئ. تاسو باید خپل ټول مشران زامن بېرته په بیه واخلئ.
14کله چې په راتلونکي کې ستاسو څخه خپل زامن پوښتنه وکړي چې دا مراسم څه معنیٰ لري؟ تاسو به هغوی ته په ځواب کې ووایئ چې څښتن په خپل لوی قدرت سره له مصر څخه چې مونږ په کې غلامان وو راوویستلو.
15هغه وخت چې د فرعون زړه سخت ؤ او مونږ یې نه پرېښودلو چې له مصر څخه لاړ شو، نو څښتن په مصر کې هر اولنی زېږېدلی نر حیوان او انسان وواژه. ځکه مونږ څښتن ته هر اولنی زېږېدلی نر حیوان قرباني کوو او خپل ټول اولني زامن بېرته په بیه اخلو.
16دا مراسم به لکه د یوې نښې په شان چې مونږ یې په لاسونو یا په خپلو تندیو باندې وتړو، یو یادګار وي. دا به مونږ ته دا خبره را په یادوي چې څښتن په خپل قدرت مونږ له مصر څخه راوویستلو.>
17کله چې فرعون قوم پرېښود چې لاړ شي، خدای پاک هغوی پرېنښودل چې د فلسطین په لارې باندې لاړ شي، که څه هم هغه لاره لنډه وه. ځکه چې خدای پاک وفرمایل:
18د هغې په ځای یې هغوی د دښتې په لاره چې کږه وږه لار وه، د سرې بحیرې خواته بوتلل. اسراییلیان د جګړې دپاره په وسلو سمبال وو.
19حضرت موسیٰ د حضرت یوسف هډوکي د ځان سره یوړل، ځکه چې حضرت یوسف اسراییلیانو ته قسم ورکړی ؤ. هغه فرمایلي وو:
20اسراییلیان د سوکوت څخه لاړل او په ایتام کې یې د دښتې په یوه ګوښه کې خېمې ودرولې.
21د ورځې له خوا به څښتن په ورېځو کې د هغوی په مخ کې روان ؤ چې هغوی ته لاره وروښایي او د شپې له خوا به په اور کې روان ؤ ترڅو هغوی ته رڼا وکړي. نو هغوی کولی شول چې شپه او ورځ سفر وکړي.
22ورېځ به په ورځ کې او اور به په شپه کې د هغوی د مخې څخه نه لېرې کېده.