Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
50 verses
1څښتن په مصر کې حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
3د اسراییلو ټول قوم ته دا لارښودنې ورکړه: د دې میاشتې په لسمه ورځ باید هر سړی د خپلې کورنۍ دپاره یو یو وری یا سېرلی واخلي.
4که چېرې یوه کورنۍ دومره کوچنۍ وي چې ټول حیوان نه شي خوړلی، نو د خپل نژدې ګاونډي سره دې هغه ووېشي او د خلکو شمېر دې په نظر کې ونیسي. د هر نفر دپاره دې دومره وټاکل شي څومره چې خوړلی شي.
5تاسو کولی شئ چې پسه او یا وز انتخاب کړئ. مګر هغه باید یو کلن وي او نر وي او کوم عیب هم ونلري.
6تاسو باید د دې میاشتې تر څوارلسمې ورځې پورې هغه وساتئ، بیا به ټول قوم هغه په ماښام کې حلال کړي.
7خلک دې لږه وینه واخلي او د دروازې په چوکاټ او د کورونو د دروازو په سرونو باندې دې چې د دې حیواناتو غوښه په کې خوړل کیږي وشیندي.
8په هماغه شپه دې هغوی غوښه په اور باندې کڅپرکی کړي او د ترخو بوټو او فطیرې ډوډۍ سره دې وخوري.
9تاسو هغه غوښه خامه او یا خوټول شوې مه خورئ. هغه د سر، پښو او د نس د دنننیو برخو سره په اور باندې کڅپرکی کړئ.
10د هغې غوښې څخه تر سهار پورې لږه هم مه پرېږدئ. که چېرې لږه ورڅخه پاتې شي نو هغه وسوزوئ.
11تاسو به هغه ژر ژر خورئ، ځکه چې د سفر دپاره به ملا تړئ. خپلې څپلۍ به په پښو کړئ او امساګانې به مو په لاسونو کې ونیسئ. دا د فسحې اختر دی چې زما یعنې څښتن د احترام په خاطر لمانځل کیږي.
12په هغه شپه به زه په مصر باندې تېرېږم او هر اولنی زېږېدلی انسان او حیوان به ووژنم او د مصر ټولو خدایانو ته به سزا ورکړم. زه څښتن یم.
13هغه وینه چې ستاسو د کورونو د دروازو په سرونو او دواړو چوکاټونو باندې وي، هغه به ستاسو د کورونو نښې وي او کله چې زه هغه ووینم نو ستاسو د کورونو څخه به تېرېږم او یوازې مصریان به وژنم او تاسو ته به هیڅ زیان نه رسوم.
14تاسو باید دا ورځ د یو مذهبي اختر په توګه ولمانځئ ترڅو دا تاسو ته در په یاد کړي چې ما یعنې څښتن ستاسو دپاره کوم کارونه کړي دي. دا به د ټولو راتلونکو وختونو دپاره لمانځئ.>
15څښتن وفرمایل:
16په اوله او اوومه ورځ تاسو د عبادت دپاره سره راغونډ شئ. په هغو ورځو کې د ډوډۍ تیارولو څخه پرته بل کار مه کوئ.
17دا اختر ولمانځئ، ځکه چې دا هماغه ورځ ده چې ما ستاسو قبیلې له مصر څخه راوویستلې. تاسو باید دا ورځ د یو اختر په توګه د همېش دپاره ولمانځئ.
18د اولې میاشتې د څوارلسم ماښام څخه نیولې د یوویشتمې ورځې تر ماښامه پورې باید تاسو فطیره ډوډۍ وخورئ.
19اووه ورځې باید ستاسو په کورونو کې خمیره پیدا نه شي. ځکه که چېرې څوک که هغه بېګانه وي او یا اسراییلی وي خمیره ډوډۍ وخوري، هغه به د اسراییلو د قوم څخه وشړل شي.
20هیڅ داسې شی مه خورئ چې له خمیرې څخه تیار شوی وي. هرچېرته چې تاسو اوسېږئ باید فطیره ډوډۍ وخورئ.>
21بیا حضرت موسیٰ د اسراییلو ټول مشران راوغوښتل او ورته ویې فرمایل:
22د وېلنیو د بوټو یوه غنچه واخلئ او په هغې وینه کې یې غوټه کړئ چې په لوښي کې ده او د چوکاټ په دواړو څنګونو او د دروازې په پورتنۍ برخه یې ووهئ. هیڅوک به د خپل کور څخه تر سهار پورې نه وزي.
23کله چې څښتن د مصریانو د وژلو دپاره د مصر څخه تېریږي، هغه به د دروازو په چوکاټونو او د دروازو په پورتنیو برخو وینه وویني او د مرګ فرښته به پرېنږدي چې ستاسو کورونو ته ستاسو د وژلو دپاره ورننوزي.
24تاسو او ستاسو اولادونه باید د تل دپاره په دې اصولو باندې عمل وکړي.
25کله چې تاسو هغې ځمکې ته چې څښتن یې د ورکولو وعده ستاسو سره کړې ده ورداخل شئ، باید دا مراسم هلته سرته ورسوئ.
26کله چې ستاسو ماشومان له تاسو څخه پوښتنه وکړي چې د دې مراسمو معنیٰ څه ده؟
27تاسو به په ځواب کې ووایئ: دا د فسحې د اختر قرباني ده چې د څښتن د احترام دپاره یې کوو، ځکه چې هغه شپه چې څښتن په مصر کې د اسراییلیانو د کورونو دپاسه تېر شو. هغه مصریان ووژل، مګر مونږ یې ژوندي پرېښودلو.> بیا قوم په سجده شو او عبادت یې وکړ.
28بیا هغوی لاړل او څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ او حضرت هارون باندې امر کړی ؤ، هماغسې یې وکړل.
29په نیمه شپه کې څښتن په مصر کې ټول مشران زامن ووژل. د فرعون د زوی څخه چې د تخت وارث ؤ نیولې د بندي تر مشر زوی پورې چې په زندان کې ؤ او د ټولو حیواناتو اولني بچیان یې هم ووژل.
30فرعون، د هغه ټول درباریان او مصریان د شپې راویښ شول او په مصر کې سخته ژړا او واویلا وه، ځکه چې هلته داسې کور نه ؤ چې مړی په کې نه ؤ شوی.
31په هماغه شپه فرعون حضرت موسیٰ او حضرت هارون راوغوښتل او ورته ویې ویل:
32خپلې رمې او پادې هم د ځان سره بوځئ او لاړ شئ. او ماته هم برکت راکړئ.>
33مصریانو د اسراییلو قوم وهڅاوه چې د هغه هېواد څخه ژر لاړ شي. هغوی وویل:
34نو خلکو بې خمیرې اوړه په لګنونو کې واچول، په ټوکرونو کې یې تاو کړل او په خپلو اوږو یې کېښودل.
35اسراییلیانو د حضرت موسیٰ په لارښودنې عمل وکړ او د مصریانو څخه یې د سرو او سپینو زرو شیان او کالي وغوښتل.
36څښتن اسراییلیان د مصریانو په نظر کې عزتمن کړل او هرڅه یې چې له مصریانو څخه غوښتل هغوی ته یې ورکول. په دې ډول اسراییلیانو د مصریانو شتمني له ځانه سره یووړه.
37اسراییلیانو له رعمسیس څخه سوکوت ته په پښو سفر وکړ. له ښځو او ماشومانو څخه پرته د سړیو شمېر نژدې شپږو لکو تنو ته رسېده.
38ډېر نور خلک هم د هغوی سره لاړل او هغوی سره خپلې رمې او پادې هم وې.
39هغوی له هغو اوړو څخه فطیره ډوډۍ پخه کړه چې له مصر څخه یې راوړي وو او هغوی وخت نه درلود چې د ځان دپاره خمیره ډوډۍ یا نور خواړه تیار کړي، ځکه چې یوناڅاپه له مصر څخه شړل شوي وو.
40اسراییلیان څلورسوه دېرش کاله په مصر کې اوسېدلي وو.
41په هماغه ورځ چې څلورسوه دېرش کاله پوره شول، د څښتن د قوم ټولې قبیلې له مصر څخه ووتلې.
42دا هغه شپه وه چې څښتن په هغوی باندې پام کاوه چې هغوی له مصر څخه راوباسي. همدا شپه د څښتن دپاره وقف شوه، په دې خاطر باید د اسراییلو راتلونکي نسلونه د تل دپاره دا شپه د څښتن دپاره د یادګار په توګه ولمانځي.
43څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
44مګر کوم غلام چې تاسو په بیه اخیستی وي او سنت شوی وي هغه کولی شي چې دا خواړه وخوري.
45هیڅ موقتي اوسېدونکی یا مزدور دې هغه ونه خوري.
46ټول خواړه باید په یو کور کې دننه وخوړل شي او غوښه د کور څخه دباندې مه راوباسئ. یو هډوکی هم مات نه کړئ.
47د اسراییلو ټول قوم باید دا اختر ولمانځي.
48کوم سړی چې سنت شوی نه وي هغه دې دا ونه خوري. که چېرې کوم بېګانه سړی په تاسو کې اوسیږي او غواړي چې د څښتن د احترام دپاره د فسحې اختر ولمانځي، تاسو باید اول د هغه د کورنۍ ټول نران سنت کړئ. بیا به د هغه سره لکه د یو اصلي اسراییلي په شان چلند کیږي او کولی شي چې په دې اختر کې برخه واخلي.
49په اصلي اسراییلي او هغو بېګانه خلکو باندې چې ستاسو په منځ کې اوسیږي باید یوشان مقررات عملي شي.>
50ټولو اسراییلیانو د څښتن په امر باندې چې په حضرت موسیٰ او حضرت هارون باندې یې کړی ؤ عمل وکړ.
51په هماغه ورځ څښتن د اسراییلو قبیلې د مصر څخه راوویستلې.