Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
10 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2د اسراییلو خلکو ته ووایه چې نارینه او ښځې دې د خپلو ګاونډیانو څخه د سرو زرو او سپینو زرو ګاڼې وغواړي.>
3څښتن اسراییلیان د مصریانو په نظر کې عزتمن کړل او په خپله حضرت موسیٰ په مصر کې د فرعون د درباریانو او د قوم په نظر کې ډېر لوی سړی وګڼل شو.
4بیا حضرت موسیٰ وفرمایل:
5او هر مشر زوی به په مصر کې مړ شي، د فرعون د زوی څخه نیولې چې د تخت وارث دی د هغې وینځې د مشر زوی پورې څوک چې په مېچن کې غلې دانې میده کوي او د حیواناتو اولني زېږېدلي بچي به هم مړه شي.
6په ټول مصر کې به داسې ژړا او واویلا وي چې هلته هیڅ کله نه وه او نه به وي.
7مګر په اسراییلیانو کې به داسې ارامي وي چې حتیٰ د سپي غپا به هم نه وي. بیا به تاسو وپوهېږئ چې څښتن د مصریانو او اسراییلیانو ترمنځ فرق کوي.>
8حضرت موسیٰ خپله وینا پای ته ورسوله او ویې فرمایل: بیا حضرت موسیٰ ډېر په قهر سره د فرعون څخه لاړ.
9څښتن حضرت موسیٰ ته فرمایلي وو:
10حضرت موسیٰ او حضرت هارون فرعون ته دا ټولې معجزې وروښودلې، مګر څښتن د فرعون زړه سخت کړ او هغه اسراییلیان پرېنښودل چې د هغه له هېواد څخه لاړ شي.