Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
58 verses
1څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
3کاهن دې د هغه زخم معاینه کړي او که چېرې په هغه کې ویښتان سپین شوي وو او زخم د پوستکي څخه ژور ښکاره کېده، نو دا د پوستکي ساري ناروغي ده. نو کاهن به هغه نفر ناپاک اعلان کړي.
4که چېرې د هغه د پوستکي زخم سپین ؤ خو د پوستکي څخه ژور نه ښکاره کېده او ویښتان په کې سپین شوي نه وو، کاهن دې هغه ناروغه نفر د اوو ورځو دپاره د نورو څخه جدا وساتي.
5کاهن به په اوومه ورځ هغه بیا معاینه کړي او که چېرې د هغه په نظر کې زخم هماغه شان ښکاره کېده او خپور شوی نه ؤ، کاهن به هغه د نورو اوو ورځو دپاره جدا وساتي.
6په اوومه ورځ دې کاهن هغه د دوهم ځل دپاره معاینه کړي. که چېرې زخم مړاوی شوی ؤ او په پوستکي کې نه ؤ خپور شوی، کاهن به هغه پاک اعلان کړي، دا یوازې یوه ګرمکه ده. هغه نفر باید خپل کالي ومینځي او هغه به پاک شي.
7مګر که چېرې کاهن هغه نفر معاینه کړی وي او هغه یې پاک اعلان کړی وي او له هغې څخه وروسته ګرمکه د هغه په بدن باندې خپره شي، هغه باید خپل ځان بیا کاهن ته ورښکاره کړي.
8کاهن دې هغه معاینه کړي، که چېرې هغه ګرمکه په بدن باندې خپره شوې وه، کاهن به هغه ناپاک اعلان کړي، دا یوه ساري ناروغي ده.
9کله چې یو نفر د پوستکي ساري ناروغي ولري، هغه باید کاهن ته راوستل شي.
10کاهن دې هغه معاینه کړي، که چېرې په پوستکي کې یو سپین زخم وي چې ویښتان یې سپین کړي وي او که چېرې په پړسوب کې خامه غوښه وي،
11نو دا د پوستکي یوه دوامداره ناروغي ده او کاهن به هغه ناپاک اعلان کړي. کاهن دې هغه د معاینې دپاره جدا ونه ساتي، ځکه چې هغه په ښکاره ناپاک دی.
12-
13مګر که چېرې د ناروغۍ موده تېره شوې وي او یوازې داغونه پاتې وي، کاهن به هغه نفر پاک اعلان کړي.
14مګر هرکله چې په هغه باندې خامه غوښه راښکاره شي، هغه به ناپاک شي.
15کله چې کاهن دا خامه غوښه وویني، هغه نفر به ناپاک اعلان کړي. خامه غوښه ناپاکه ده، هغه نفر په ساري ناروغۍ اخته دی.
16مګر کله چې دا خامه غوښه روغه شي او بیا سپینه شي، هغه نفر باید کاهن ته ورشي.
17کاهن دې هغه معاینه کړي، که چېرې د زخم څخه یوازې سپین داغونه پاتې وي کاهن به هغه ناروغه نفر پاک اعلان کړي، بیا به هغه پاک شي.
18کله چې د یو چا په پوستکي باندې یوه دانه وي او روغه شي
19او په هغه ځای باندې چې دانه وه، یو سپین پړسوب یا سوربخن سپین داغ راښکاره شي، هغه باید خپل ځان کاهن ته ورښکاره کړي.
20کاهن دې هغه معاینه کړي، که چېرې هغه د پوستکي څخه ژور وي او ویښتان په کې سپین شوي وي، کاهن به هغه ناپاک اعلان کړي. دا د پوستکي یوه ساري ناروغي ده چې د دانې په ځای منځته راغلې ده.
21مګر که چېرې کاهن هغه معاینه کړي او سپین ویښتان په کې نه وي او د پوستکي څخه ژور نه وي او مړاوی شوی وي، بیا دې کاهن هغه نفر د اوو ورځو دپاره جدا وساتي.
22که چېرې هغه زخم په پوستکي کې خپریږي، کاهن به هغه نفر ناپاک اعلان کړي، دا ساري ناروغي ده.
23مګر که چېرې هغه بدل شوی او خپور شوی نه وي، دا یوازې د دانې داغ دی او کاهن به هغه نفر پاک اعلان کړي.
24کله چې د یو چا پوستکی سوزېدلی وي او د سوزېدلي ځای په خامه غوښه کې یو سوربخن سپین یا سپین داغ راښکاره شي،
25نو کاهن دې هغه داغ معاینه کړي. که چېرې په هغه کې ویښتان سپین شوي وو او د پوستکي څخه ژور ښکارېده، دا د پوستکي یوه ساري ناروغي ده چې په هغه سوزېدلي ځای کې پیل شوې ده. کاهن به هغه نفر ناپاک اعلان کړي.
26مګر که چېرې کاهن هغه معاینه کړي او په داغ کې سپین ویښتان نه وي او هغه د پوستکي څخه ژور نه وي او مړاوی شوی وي، بیا دې کاهن هغه نفر د اوو ورځو دپاره جدا وساتي.
27په اوومه ورځ دې کاهن هغه معاینه کړي. که چېرې هغه خپریږي، کاهن به هغه نفر ناپاک اعلان کړي، دا د پوستکي یوه ساري ناروغي ده.
28خو که چېرې بیاهم التهاب بدل شوی نه وي او خپور شوی نه وي مګر مړاوی شوی وي، نو دا د سوزېدلي ځای پړسوب دی او کاهن به هغه نفر پاک اعلان کړي. دا یوازې د سوزېدلي ځای داغ دی.
29که چېرې د یو سړي یا د یوې ښځې په سر یا په زنه باندې زخم وي،
30نو کاهن دې هغه زخم معاینه کړي. که چېرې هغه د پوستکي څخه ژور ښکاري او ژیړ نري ویښتان په کې وي، نو کاهن به هغه نفر ناپاک اعلان کړي. دا یو خارښت دی او د سر یا د زنې ساري ناروغي ده.
31مګر کله چې کاهن د ناسور دا ډول زخم معاینه کړي، که چېرې هغه د پوستکي څخه ژور نه ښکاره کېده، خو بیاهم تور ویښتان په کې نه وو، نو کاهن دې هغه ناروغه نفر اووه ورځې جدا وساتي.
32په اوومه ورځ دې کاهن هغه زخم معاینه کړي. که چېرې خارښت خپور شوی نه ؤ او ژیړ ویښتان په کې نه وو او د پوستکي څخه ژور نه ښکارېده،
33نو د هغه نفر ټول سر باید وخرایل شي بغیر له زخمي ځای څخه. کاهن دې هغه نورې اووه ورځې جدا وساتي.
34په اوومه ورځ دې کاهن هغه خارښت بیا معاینه کړي، که چېرې هغه په پوستکي کې خپور شوی نه ؤ او د پوستکي څخه ژور نه ښکاره کېده، کاهن به هغه پاک اعلان کړي. هغه نفر باید خپل کالي ومینځي او پاک به شي.
35مګر که چېرې د هغه د پاکوالي د اعلان څخه وروسته خارښت خپور شي،
36کاهن دې هغه معاینه کړي او که چېرې خارښت په پوستکي کې خپور شوی وي، کاهن دا اړتیا نه لري چې ژیړ ویښتان ولټوي، هغه نفر ناپاک دی.
37خو که چېرې د هغه په نظر کې هغه بدل شوی نه وي او تور ویښتان په کې راشنه شوي وي، دا خارښت روغ شوی دی. هغه نفر پاک دی او کاهن به هغه همداسې پاک اعلان کړي.
38کله چې د یو سړي یا د یوې ښځې په پوستکي باندې سپین داغونه وي،
39نو کاهن دې هغه نفر معاینه کړي. که چېرې دا داغونه مړاوي او سپین وي، هغه یوه بې زیانه ګرمکه ده چې په بدن باندې راختلې ده، هغه نفر پاک دی.
40که چېرې یو سړي خپل ویښتان له لاسه ورکړي وي او ګنجی شوی وي، هغه پاک دی.
41که چېرې هغه د خپلې کوپړۍ یا تندي ویښتان له لاسه ورکړي وي او لوڅ تندی ولري، هغه پاک دی.
42مګر که چېرې د هغه په ګنجي سر یا لوڅ تندي باندې سوربخن سپین زخم وي، دا د پوستکي یوه ساري ناروغي ده.
43کاهن دې هغه معاینه کړي او که چېرې زخم سوربخن سپین وي،
44نو هغه سړی ناروغ او ناپاک دی. کاهن به هغه ناپاک اعلان کړي ځکه چې د هغه په سر باندې زخم دی.
45هغه نفر چې په داسې ساري ناروغۍ اخته وي باید شلېدلي کالي واغوندي، خپل ویښتان دې ببر پرېږدي، خپله خوله دې پټه کړي او داسې چیغې دې ووهي: زه ناپاک یم! زه ناپاک یم!
46ترڅو پورې چې هغه نفر په دې ناروغۍ باندې اخته وي هغه ناپاک پاتې کیږي. هغه باید یوازې او د کمپ څخه دباندې واوسیږي.
47که چېرې کوم کالي چڼاسکې وهلي وي که هغه د وړیو څخه جوړ شوي وي یا د کتان کالي وي،
48د کتان یا وړیو ټوکر، یا څرمن او یا داسې شی وي چې له څرمنې څخه جوړ شوی وي،
49که چېرې هغه چڼاسکه شنه بخنه یا سره بخنه وي، نو دا یوه خپرېدونکې چڼاسکه ده او کاهن ته باید وروښودل شي.
50کاهن دې هغه چڼاسکه معاینه کړي او هغه شی دې اووه ورځې جدا کېږدي.
51په اوومه ورځ دې هغه بیا معاینه کړي. که چېرې چڼاسکه خپره شوې وه نو هغه شی ناپاک دی.
52کاهن باید هغه کالي وسوزوي، ځکه چې چڼاسکه خرابوونکې ده او هغه دې وسوزول شي.
53مګر کله چې کاهن هغه معاینه کړي او دا معلومه کړي چې چڼاسکه په هغه شي باندې نه ده خپره شوې،
54هغه به دا حکم وکړي چې دا خراب شوی شی ومینځل شي. بیا دې هغه د نورو اوو ورځو دپاره جدا کېږدي.
55له دې وروسته چې خراب شوی شی ومینځل شي، کاهن دې هغه بیا معاینه کړي. که چېرې چڼاسکې خپل رنګ نه وي بدل کړی، که څه هم هغه خپره شوې نه ده، بیاهم هغه ناپاک دی. که دا خرابوالی په مخ کې وي یا شاته، تاسو باید دا شی وسوزوئ.
56مګر کله چې کاهن هغه معاینه کړي، که چېرې د هغه شي د مینځلو څخه وروسته چڼاسکه مړاوې شوې وي، هغه دې خرابه شوې برخه وشلوي.
57مګر که چېرې چڼاسکه په پورتنیو شیانو باندې بیا راښکاره شي، نو دا خپرېدونکې ده او په هرڅه باندې چې چڼاسکه وي خاوند یې باید هغه شی وسوزوي.
58که چېرې هغه نفر هغه شی ومینځي او چڼاسکه ورکه شي هغه دې بیا ومینځل شي نو هغه شی به پاک شي.
59دا مقررات د هغو کالیو په هکله دي چې چڼاسکې وهلي وي که هغه د وړیو یا کتان څخه جوړ شوي وي، د وړیو یا کتان ټوکر وي یا هغه شیان وي چې د څرمنې څخه جوړ شوي وي. نو په دې ډول به کاهن کولی شي دا فیصله وکړي چې آیا دا شیان پاک دي یا ناپاک.>