Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
55 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3کاهن دې د کمپ څخه دباندې لاړ شي او هغه دې معاینه کړي. که چېرې هغه نفر د پوستکي د ساري ناروغۍ څخه روغ شوی وي،
4کاهن به داسې حکم وکړي چې دوه ژوندۍ پاکې مرغۍ، د صبر لږ لرګي، سور تار او د وېلني بوټی دې د پاکوالي د مراسمو دپاره راوړل شي.
5بیا به کاهن داسې حکم وکړي چې له دې مرغیو څخه دې یو د خټو د لوښي دپاسه چې د چینې تازه اوبه په کې وي، حلاله شي.
6هغه دې بله ژوندۍ مرغۍ د صبر د لرګي، سور تار او د وېلني د بوټي سره واخلي او د هغې مرغۍ په وینه کې دې غوټه کړي کومه چې د تازه اوبو دپاسه حلاله شوې وه.
7کاهن به اووه ځلې په هغه نفر باندې چې د ساري ناروغۍ څخه پاکیږي هغه وینه وشیندي او هغه به پاک اعلان کړي. بیا دې هغه ژوندۍ مرغۍ په صحرا کې خوشې کړي.
8کوم نفر چې پاکیږي، هغه باید خپل کالي ومینځي، خپل ټول ویښتان دې وخرایي او غسل دې وکړي، بیا به هغه پاک شي. له دې وروسته هغه کولی شي چې کمپ ته ورننوزي، مګر اووه ورځې باید د خپلې خېمې څخه دباندې واوسیږي.
9هغه باید په اوومه ورځ بیا خپل سر، ږیره، وروځې او د بدن پاتې ویښتان وخرایي. خپل کالي دې ومینځي او غسل دې وکړي، نو هغه به پاک شي.
10هغه باید په اتمه ورځ دغه شیان راوړي: دوه وري او یوه یو کلنه مېږه چې په هر یو کې عیب نه وي، د غلې دانې د نذرانې دپاره درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي او یوه پیاله د زیتونو تېل.
11کاهن باید هغه نفر چې پاکیږي د دې نذرانو سره د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې د څښتن حضور ته ورولي.
12بیا به کاهن یو وری د یوې پیالې تېلو سره واخلي او هغه به د تاوان د نذرانې په توګه وړاندې کړي. کاهن به دا پورته ونیسي ترڅو دا وښایي چې هغه څښتن ته وقف شوي دي.
13هغه دې وری په هغه مقدس ځای کې حلال کړي چېرته چې د ګناه د نذرانو او سوزېدونکو نذرانو دپاره حیوانات حلالیږي. هغه باید داسې وکړي ځکه چې د تاوان نذرانه د ګناه د نذرانې په شان د کاهن ده او هغه ډېره مقدسه ده.
14کاهن دې د وري له وینې څخه لږه وینه واخلي او د هغه نفر چې پاکیږي د هغه د ښي غوږ په نرمۍ، د ښي لاس په غټې ګوتې او د ښي پښې په غټې ګوتې دې وسولوي.
15بیا به کاهن لږ تېل راواخلي او د خپل چپ لاس په ورغوي کې به یې توی کړي،
16خپله ښي ګوته به په خپل ورغوي کې غوټه کړي او لږ تېل به په خپلې ګوتې سره د څښتن په حضور کې اووه ځلې وشیندي.
17کاهن دې لږ تېل چې د هغه د لاس په ورغوي کې پاتې دي راواخلي او د هغه نفر چې پاکیږي د هغه د ښي غوږ په نرمۍ، د ښي لاس په غټې ګوتې او د ښي پښې په غټې ګوتې وسولوي.
18کاهن به پاتې تېل چې د هغه په ورغوي کې دي د هغه چا په سر باندې توی کړي څوک چې پاکیږي او د هغه دپاره به د څښتن په حضور کې کفاره ادا کړي.
19بیا دې کاهن د ګناه نذرانه قرباني کړي او د هغه چا دپاره دې کفاره ادا کړي چې د خپلې ناپاکۍ څخه پاکیږي. له هغې څخه وروسته به د سوزېدونکې نذرانې دپاره حیوان حلال کړي
20او د غلې دانې د نذرانې سره به یې په قربانګاه باندې وړاندې کړي. په دې ډول به د هغه نفر دپاره کفاره ادا کړي او هغه به پاک شي.
21که چېرې هغه نفر غریب وي او نور څه نه شي اخیستلی، باید یو وری د تاوان د نذرانې په توګه راوړي. کاهن به هغه څښتن ته د وقف کولو دپاره پورته ونیسي او د هغه نفر دپاره به کفاره ادا کړي. هغه به یو کیلوګرام ښه اوړه چې د زیتون تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې دپاره راوړي او یوه پیاله تېل.
22همدارنګه هغه نفر به دوه کوترې یا دوه قمري ګانې راوړي، یوه د ګناه د نذرانې دپاره او بله د سوزېدونکې نذرانې دپاره.
23هغه باید په اتمه ورځ دا شیان د خپل ځان د پاکېدلو دپاره د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې کاهن ته راوړي.
24کاهن به وری او د زیتونو تېل د تاوان د نذرانې دپاره واخلي او څښتن ته به یې د وقف کولو دپاره پورته ونیسي.
25هغه به وری د تاوان د نذرانې په توګه حلال کړي او د هغه لږه وینه به واخلي او د هغه نفر چې پاکیږي د هغه د ښي غوږ په نرمۍ، د ښي لاس په غټې ګوتې او د ښي پښې په غټې ګوتې به یې وسولوي.
26بیا دې کاهن لږ تېل راواخلي او د خپل چپ لاس په ورغوي کې دې توی کړي.
27هغه دې په خپله ښي ګوته د خپل ورغوي څخه لږ تېل اووه ځلې د څښتن په حضور کې وشیندي.
28د خپل ورغوي څخه دې لږ تېل په هماغو ځایونو باندې وسولوي چې د تاوان د نذرانې وینه یې ورباندې سولولې وه، یعنې د هغه نفر چې پاکیږي د هغه د ښي غوږ په نرمۍ، د ښي لاس په غټې ګوتې او د ښي پښې په غټې ګوتې دې هغه وسولوي.
29کاهن به هغه تېل چې د هغه په ورغوي کې پاتې دي د هغه نفر په سر باندې چې پاکیږي توی کړي او په دې ډول به د هغه دپاره د څښتن په حضور کې کفاره ادا کړي.
30-
31بیا به هغه نفر د هغو کوترو یا قمري ګانو څخه یوه د ګناه د نذرانې په توګه او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه د غلې دانې د نذرانې سره یوځای قرباني کړي. په دې ډول به کاهن د هغه نفر دپاره چې پاکیږي د څښتن په حضور کې کفاره ادا کړي.
32دا مقررات د هغه چا دپاره دي چې د پوستکي په ساري ناروغۍ باندې اخته وي او د خپل ځان د پاکوالي دپاره هغه نذرانې چې رواج وې نه شي اخیستلی.>
33څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
35د هغه کور خاوند باید لاړ شي او کاهن ته داسې ووایي چې ما په خپل کور کې یو شی لیدلی دی چې د چڼاسکې په شان ښکاري.
36کاهن به داسې حکم وکړي چې مخکې له دې چې هغه د چڼاسکې د معاینه کولو دپاره لاړ شي هرڅه دې له هغه کور څخه راوویستل شي. که نه، نو هرڅه چې په هغه کور کې دي هغه به ناپاکه اعلان شي. له هغې وروسته دې کاهن دننه لاړ شي او کور دې معاینه کړي.
37هغه دې په دېوالونو باندې چڼاسکې معاینه کړي. که چېرې په هغه کې شین بخن یا سوربخن داغونه وي چې دېوال خرابوي،
38نو کاهن به د هغه کور څخه لاړ شي او کور به د اوو ورځو دپاره بند کړي.
39په اوومه ورځ به کاهن بېرته راشي او هغه کور به بیا معاینه کړي. که چېرې چڼاسکه په دېوالونو باندې خپره شوې وي
40هغه دې حکم وکړي چې هغه تیږې چې چڼاسکې ورباندې پیدا شوې دي هغه دې لېرې شي او د ښار څخه دې دباندې په یو ناپاک ځای کې وغورزول شي.
41له هغې وروسته باید کاهن ټول دننني دېوالونه په یو چا باندې وتوږي او خاوره دې د ښار څخه دباندې په یو ناپاکه ځای کې وغورزوي.
42بیا دې د هغو تیږو په ځای چې لېرې کړای شوې دي د نورو تیږو څخه کار واخیستل شي او دېوالونو ته دې نوی اخېړ ورکړای شي.
43که چېرې د دېوالونو د تیږو د لېرې کولو، توږلو او اخېړولو نه پس بیا په هغه کور کې چڼاسکه راښکاره شي
44نو کاهن دې لاړ شي او هغه دې بیا معاینه کړي. که چېرې په کور کې چڼاسکه خپره شوې وي، نو دا یوه خرابوونکې چڼاسکه ده او دا کور ناپاک دی.
45هغه کور باید وران شي او د هغه تیږې، تیرونه او ټوله خاوره باید د ښار څخه دباندې یو ناپاکه ځای ته یوړل شي.
46په هغه دوران کې چې کاهن هغه کور بند اعلان کړی وي نو هرڅوک چې هغه ته ننوزي، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي.
47همدارنګه هرڅوک چې په هغه کور کې خوب کوي یا خوراک کوي باید خپل کالي ومینځي.
48مګر که چېرې کاهن راشي او هغه معاینه کړي، نو که د کور د اخېړولو څخه وروسته چڼاسکه خپره شوې نه وي نو هغه به کور پاک اعلان کړي، ځکه چې چڼاسکه ورکه شوې ده.
49هغه دې د کور د پاکولو دپاره دوه مرغۍ، د صبر لرګی، سور تار او د وېلني بوټی راواخلي.
50هغه به له دغو مرغیو څخه یوه د خټو د لوښي دپاسه چې د چینې تازه اوبه په کې وي حلاله کړي.
51بیا دې د صبر لرګی، د وېلني بوټی، سور تار او ژوندۍ مرغۍ راواخلي او هغه دې د مړې مرغۍ په وینه او تازه اوبو کې غوټه کړي او په کور باندې دې اووه ځلې وشیندي.
52په دې ډول به کاهن هغه کور د مرغۍ په وینه، تازه اوبو، ژوندۍ مرغۍ، د صبر په لرګي، د وېلني په بوټي او سور تار باندې پاک کړي.
53بیا دې هغه ژوندۍ مرغۍ د ښار څخه دباندې په صحرا کې خوشې کړي. په دې ډول به هغه د کور دپاره د پاکوالي مراسم سرته ورسوي او هغه به پاک شي.>
54دا مقررات د پوستکي د هرې ساري ناروغۍ دپاره دي لکه خارښت،
55-
56زخمونه، دانې یا پړسوب او همدارنګه په کالیو یا په کور کې چڼاسکه.
57د دې مقرراتو له مخې دا فیصله کېدای شي چې یو شی په کوم وخت کې پاک دی او په کوم وخت کې ناپاک.