Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
3که دا زوه د هغه د تناسلي آلې څخه رابهیږي یا دا بهېدل د التهاب په سبب بند شوي وي، هغه به ناپاک کړي.
4که داسې سړی چې زوه ورڅخه راوزي، که هغه په هرې بسترې باندې څملي او یا په هر شي باندې کښېني هغه شی به ناپاک شي.
5هرڅوک چې د هغه د بسترې سره ولګیږي،
6یا په هغه شي باندې کښېني چې هغه سړی ورباندې ناست ؤ، نو هغه نفر باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.
7هرڅوک چې د هغه سړي سره ولګیږي باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.
8که چېرې هغه نفر چې زوه ورڅخه راوزي په داسې یو نفر باندې چې هغه پاک وي لیاړې واچوي، هغه سړی باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.
9که دا سړی په کوم زین باندې کښېني، هغه به ناپاک شي
10او هرڅوک چې د هغه شي سره ولګیږي چې دا سړی ورباندې ناست ؤ، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي. هرڅوک چې داسې شیان راپورته کړي هغه باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي.
11که چېرې یو سړی چې زوه ورڅخه راووزي او خپل لاسونه یې نه وي مینځلي، په کوم بل نفر باندې ولګیږي، هغه څوک چې دی ورسره لګېدلی دی باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.
12که هغه سړی چې زوه ورڅخه راوزي د خټو هر لوښي ته لاس وروړي، هغه باید مات شي او که د لرګي کوم لوښي ته لاس وروړي، هغه باید ومینځل شي.
13له هغې وروسته چې د زوې د راوتلو څخه د دغه سړي علاج وشي، هغه باید اووه ورځې صبر وکړي او بیا دې د چینې په تازه اوبو کې خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي نو هغه به پاک شي.
14هغه باید په اتمه ورځ دوه کوترې یا دوه قمري ګانې واخلي او د څښتن حضور ته دې د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته راشي او هغه دې کاهن ته ورکړي.
15کاهن دې هغه قرباني کړي، یوه د ګناه د نذرانې دپاره او بله د سوزېدونکې نذرانې دپاره. په دې ډول به کاهن د څښتن په حضور کې د هغه سړي دپاره د هغه د زوې د راوتلو له کبله کفاره ادا کړي.
16کله چې له یو سړي څخه مني راووزي، هغه باید خپل ټول ځان ومینځي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.
17هر هغه شی چې د ټوکر یا څرمنې څخه جوړ شوی وي او مني ورباندې لوېدلي وي باید ومینځل شي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.
18سړی او ښځه دواړه باید د یوځای کېدلو څخه وروسته غسل وکړي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي.
19کله چې یوه ښځه میاشتینۍ ناروغي ولري، هغه اووه ورځې ناپاکه پاتې کیږي. هرڅوک چې دې ښځې ته لاس وروړي، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي.
20که هغه د خپلې میاشتینۍ ناروغۍ په وخت کې په هر شي باندې کښېني یا ورباندې څملي هغه شی به ناپاک شي.
21-
23هرڅوک چې د هغې د بسترې یا هر هغه شي سره چې هغه ورباندې ناسته وي ولګیږي، باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.
24که چېرې یو سړی د هغې ښځې سره په هغه وخت کې ��وځای شي کله چې د هغې میاشتینۍ ناروغي پیل کیږي، هغه سړی به اووه ورځې ناپاک وي. په هرې بسترې باندې چې هغه څملي هغه بستره به ناپاکه شي.
25که چېرې د یوې ښځې څخه د میاشتینۍ ناروغۍ څخه پرته د ډېرو ورځو دپاره وینه بهیږي یا برسېره پر عادي میاشتینۍ ناروغۍ دا وینه بهیږي، ترڅو پورې چې دا وینه بهیږي هغه ښځه د میاشتینۍ ناروغۍ په شان ناپاکه پاتې کیږي.
26په دې موده کې که چېرې هغه په هره بستره باندې څملي او یا په هر شي باندې چې کښېني هغه به ناپاک شي.
27هرڅوک چې دغو شیانو ته لاس وروړي هغه به ناپاک شي. هغه باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي.
28وروسته له دې چې د هغې وینه ودریږي، باید اووه ورځې صبر وکړي نو بیا به هغه پاکه شي.
29په اتمه ورځ باید هغه ښځه دوه کوترې یا دوه قمري ګانې واخلي او هغه دې د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې کاهن ته راوړي.
30کاهن دې یوه د ګناه د نذرانې دپاره او بله د سوزېدونکې نذرانې دپاره قرباني کړي. په دې ډول به هغه د څښتن په حضور کې د هغې ښځې دپاره د هغې د وینې د بهېدلو د ناپاکۍ په خاطر کفاره ادا کړي.
31کله چې ستاسو څخه کوم یو ناپاک وي، باید د اسراییلو د قوم څخه لېرې واوسیږي. که نه، نو زما مقدسه خېمه به چې د کمپ په منځ کې ده ناپاکه شي او ټول قوم به مړ شي.>
32-
33دا مقررات د هغه سړي په باره کې دي چې د هغه څخه زوه یا مني راوزي او د هغې ښځې په باره کې چې د میاشتینۍ ناروغۍ په دوران کې وي او یا د هغه سړي په باره کې چې د یوې ناپاکې ښځې سره یوځای شي.