Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1د حضرت هارون د دوو زامنو د مړینې څخه وروسته چې څښتن ته ورنژدې شول او مړه شول، څښتن د حضرت موسیٰ سره خبرې وکړې.
2هغه وفرمایل:
3کله چې هارون د ګناه د نذرانې دپاره یو ځوان غویی او د سوزېدونکې نذرانې دپاره یو پسه راوړي، بیا هغه کولی شي چې ډېر مقدس ځای ته ورننوزي.>
4بیا څښتن دا لارښودنې وکړې:
5د اسراییلو قوم دې هارون ته دوه وزان د ګناه د نذرانې دپاره او یو پسه د سوزېدونکې نذرانې دپاره ورکړي.
6هارون دې یو غویی د خپلې ګناه د نذرانې دپاره وړاندې کړي چې د خپل ځان او خپلې کورنۍ دپاره کفاره ادا کړي.
7بیا دې هغه دوه وزان واخلي او د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې دې د څښتن په حضور کې وړاندې کړي.
8هغه دې د دوو وزانو دپاره پچه واچوي او د دوه تیږو څخه دې کار واخلي، په یوه باندې دې د څښتن دپاره نښه وکړي او په بلې باندې دې د عزازیل دپاره.
9هارون به هغه وز قرباني کړي چې د څښتن دپاره د پچې په وسیله انتخاب شوی وي او هغه به د ګناه د نذرانې په توګه قرباني کړي.
10کوم وز چې د عزازیل دپاره انتخاب شوی ؤ هغه به څښتن ته ژوندی وړاندې شي او په دښته کې به عزازیل ته ورولېږل شي، د دې په خاطر چې د قوم د ګناهونو دپاره کفاره ادا کړي.
11کله چې هارون یو غویی د خپلې ګناه د نذرانې دپاره حلال کړي چې د خپل ځان او خپلې کورنۍ دپاره کفاره ادا کړي،
12نو هغه به د قربانۍ د ځای څخه د اور یو لوښی چې د لګول شویو سکارو څخه ډک وي او دوه موټي ښه میده شوې خوشبویي راواخلي او هغه دې ډېر مقدس ځای ته راوړي.
13هغه به هلته د څښتن په حضور کې خوشبویي په اور باندې واچوي او د خوشبویۍ لوګی به د لوظ د صندوق سرپوښ پټ کړي ترڅو هارون هغه ونه ویني او مړ نه شي.
14د غویي لږه وینه به واخلي او په خپلې ګوتې باندې به یې د سرپوښ مخکینۍ برخې ته وشیندي او بیا به د هغې څخه لږه د لوظ د صندوق مخې ته اووه ځلې وشیندي.
15بیا به هارون د ګناه د نذرانې وز د قوم په خاطر حلال کړي او د هغه وینه به ډېر مقدس ځای ته یوسي او هماغسې کار به ورسره وکړي چې د غویي په وینه باندې یې کړی ؤ. هغه به د لوظ د صندوق په سرپوښ او د صندوق مخې ته وشیندي.
16په دې ډول به هغه د پاکولو مراسم سرته ورسوي چې ډېر مقدس ځای د اسراییلو د قوم د ناپاکۍ او د هغوی د ټولو ګناهونو څخه پاک کړي. هغه دې دا کار د مقدسې خېمې دپاره هم وکړي، ځکه چې هغه د کمپ په منځ کې ولاړه ده او کمپ په مذهبي لحاظ ناپاک دی.
17له هغه وخت څخه چې هارون ډېر مقدس ځای ته د کفارې د ادا کولو دپاره ننوزي، د هغه د راوتلو پورې باید هیڅوک په خېمه کې نه وي. کله چې هغه د خپل ځان، خپلې کورنۍ او ټول قوم دپاره کفاره ادا کوي
18نو باید بیا د نذرانو د سوزولو دپاره د قربانۍ ځای ته لاړ شي او هغه پاک کړي. هغه باید د غویي او د وز لږه وینه واخلي او د قربانګاه په برجونو باندې دې وسولوي.
19هغه باید په خپله ګوته لږه وینه واخلي او په ��ربانګاه باندې دې اووه ځلې وشیندي. په دې ډول دې هغه د اسراییلو د قوم د ناپاکۍ څخه پاکه او مقدسه کړي.
20کله چې هارون ډېر مقدس ځای، د مقدسې خېمې پاتې برخې او د قربانۍ د ځای د پاکولو مراسم سرته ورسوي، هغه به هغه ژوندی وز څښتن ته وړاندې کوي چې د عزازیل دپاره انتخاب شوی دی.
21هغه دې دواړه لاسونه د ژوندي وز په سر باندې کېږدي او په هغه باندې دې د اسراییلو د قوم د ټولو بدکاریو، ګناهونو او سرکشیو اقرار وکړي او هغه دې د وز په سر باندې واچوي. هغه به دا وز لېرې دښتې ته ولېږي او یو داسې سړي ته دې وسپاري چې د دې کار دپاره ټاکل شوی وي.
22کله چې هغه سړی هغه وز په دښته کې خوشې کړي نو هغه وز به د هغوی ټول ګناهونه د خپل ځان سره یو شاړ ځای ته یوسي.
23بیا دې هارون مقدسې خېمې ته ورننوزي او د کتان هغه لباس چې ډېر مقدس ځای ته د ورننوتلو څخه مخکې یې اغوستی ؤ وباسي او هلته دې پرېږدي.
24هغه به په یو مقدس ځای کې غسل وکړي او خپل عادي لباس به واغوندي. بیا به هغه دباندې راووزي او یوه سوزېدونکې نذرانه به د ځان او یوه د قوم دپاره قرباني کړي، د دې په خاطر چې د خپل ځان او د هغوی دپاره کفاره ادا کړي.
25همدارنګه هغه به په قربانګاه باندې د حیوان وازګه چې د ګناه د نذرانې دپاره ده وسوزوي.
26هغه سړی چې وز یې په دښته کې عزازیل ته ورپرېښود، باید کمپ ته د بېرته راتګ څخه مخکې خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي.
27هغه غویی او وز چې د ګناه د نذرانو دپاره ورڅخه کار واخیستل شو او د هغو وینه د کفارې د ادا کولو دپاره ډېر مقدس ځای ته راوړل شوه، باید د کمپ څخه دباندې یوړل شي. د هغو پوستکي، غوښه او خوشایي دې وسوزول شي.
28کوم سړی چې هغه سوزوي باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، له هغې وروسته هغه کمپ ته ننوتلی شي.
29په لاندینیو مقرراتو باندې دې د تل دپاره عمل وشي. د اوومې میاشتې په لسمه ورځ تاسو ټول اسراییلیان او هغه بېګانه خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي باید روژه ونیسئ او هیڅ کار باید ونه کړئ،
30ځکه چې په دې ورځ به ستاسو د پاکولو دپاره کفاره ادا شي. بیا به تاسو د څښتن په حضور کې د خپلو ټولو ګناهونو څخه پاک شئ.
31دا به د سبت په شان د ارام ورځ وي، په دې ورځ باید تاسو روژه ونیسئ. په دغو مقرراتو باندې دې د تل دپاره عمل وشي.
32هغه کاهن چې مسح شوی وي او د خپل پلار په ځای د مشر کاهن په توګه ټاکل شوی وي، هغه دې کفاره ادا کړي. هغه دې د کتان مقدس کالي واغوندي
33او دا مراسم دې سرته ورسوي د دې په خاطر چې ډېر مقدس ځای، د مقدسې خېمې پاتې برخې او د قربانۍ ځای پاک کړي او د کاهنانو او ټول قوم دپاره کفاره ادا کړي.
34د اسراییلیانو د ټولو ګناهونو دپاره دې په کال کې یو ځل کفاره ادا شي. په دې مقرراتو باندې دې د تل دپاره عمل وشي.>نو څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته امر کړی ؤ، هماغسې وشول.