Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3د مصر د خلکو په شان کار مه کوئ چېرته چې یو وخت تاسو په کې اوسېدلئ، یا د کنعان د خلکو په شان کار مه کوئ چې زه اوس تاسو هلته بیایم.
4تاسو باید زما قوانینو ته غاړه کېږدئ او زما د فرمانونو په مطابق عمل وکړئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
5زما په فرمانونو او قوانینو باندې عمل وکړئ، ځکه څوک چې هغو ته غاړه کېږدي د هغو په وسیله به ژوند وکړي. زه څښتن یم.
6هیڅوک دې د خپلو نژدې خپلوانو سره زنا نه کوي. زه څښتن یم.
7د خپلې مور سره په زنا کولو سره د خپل پلار سپکاوی مه کوئ. هغه ستاسو مور ده، د هغې سره زنا مه کوئ.
8د خپل پلار د نورو ښځو سره په زنا کولو سره د خپل پلار سپکاوی مه کوئ.
9د خپلې سکه یا ناسکه خور سره که هغه ستاسو د پلار لور وي یا د مور، که هغه ستاسو سره په یو کور کې زېږېدلې وي یا په بل ځای کې، د هغې سره زنا مه کوئ.
10د خپلې لمسۍ سره زنا مه کوئ، هغه به ستاسو دپاره سپکاوی وي.
11د یوې ناسکه خور سره زنا مه کوئ، هغه هم ستاسو خور ده.
12د خپل پلار د خور سره زنا مه کوئ، هغه ستاسو د پلار نژدې خپلوانه ده.
13د خپلې مور د خور سره زنا مه کوئ، ځکه چې هغه ستاسو د مور نژدې خپلوانه ده.
14د خپل تره د ښځې سره په زنا کولو سره د خپل تره سپکاوی مه کوئ، هغه هم ستاسو نژدې خپلوانه ده.
15د خپلې نږور سره زنا مه کوئ. هغه ستاسو د زوی ښځه ده.
16د خپلې ورېندار سره زنا مه کوئ، دا به ستاسو د ورور دپاره سپکاوی وي.
17که تاسو د یوې ښځې سره څملئ نو د هغې د لور یا د هغې د لمسۍ سره زنا مه کوئ. ځکه چې هغوی د هغې نژدې خپلوان دي. دا ډېر بد کار دی.
18ترڅو پورې چې ستاسو ښځې ژوندۍ وي، د خپلو ښینو سره د دوهمې ښځې په توګه واده مه کوئ او د هغوی سره زنا مه کوئ.
19د یوې ښځې سره د هغې د میاشتینۍ ناروغۍ په دوران کې مه یوځای کېږئ، ځکه چې هغه ناپاکه ده.
20د بل سړي د ښځې سره زنا مه کوئ او په هغې باندې خپل ځان مه ناپاکه کوئ.
21د خپلو ماشومانو څخه هیڅ یو ماشوم مه ورکوئ چې د مولک د بت دپاره قرباني شي. زه ستاسو څښتن خدای یم او په دې کار به زما سپکاوی وشي.
22هیڅ یو سړی دې د بل سړي سره بد کار نه کوي، له دې څخه خدای کرکه کوي.
23د یو حیوان سره جنسي اړیکې مه ساتئ او په دې ډول په دې کار خپل ځان مه ناپاکه کوئ. یوه ښځه باید یو حیوان ته د جنسي اړیکو په خاطر خپل ځان وړاندې نه کړي، دا ډېر بد کار دی.
24په دې عملونو باندې خپل ځانونه مه ناپاکه کوئ، ځکه چې نورو قومونو په دې ډول خپل ځانونه ناپاکه کړل. دا هغه قومونه دي چې په دې خاوره کې اوسیږي او څښتن یې د دې په خاطر وباسي ترڅو تاسو وکولی شئ چې هغې خاورې ته ورننوزئ.
25د هغوی عملونو هغه خاوره ناپاکه کړې ده، نو څښتن هغې خاورې ته سزا ورکوي او هغه مجبوروي چې خپل اوسېدونکي وشړي.
26-
27هغوی دا ټول بد کارونه وکړل او هغه خاوره یې ناپاکه کړه، خو تاسو باید داسې ونه کړئ. تاسو ټول که هغه اسراییلیان وي یا هغه بېګانه خلک چې ستاسو سره اوسیږي د څښتن په قوانینو او حکمونو ��اندې عمل کوئ.
28که چېرې تاسو دا ځمکه ناپاکه کړئ، نو هغه به تاسو ایسته وغورزوي لکه څنګه چې ستاسو څخه مخکې قومونه یې غورزولي وو.
29نو هرڅوک چې د داسې کارونو څخه چې د کرکې وړ دي کوم کار وکړي، د خدای له قوم څخه به وشړل شي.>
30څښتن وفرمایل: ۔