Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
36 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3تاسو هر یو باید د خپل مور او پلار احترام وکړئ او باید د سبت د ورځې څخه پیروي وکړئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
4ما مه پرېږدئ او د بتانو عبادت مه کوئ. د فلزاتو څخه خدایان مه جوړوئ او عبادت یې مه کوئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
5کله چې تاسو د سلامتۍ د نذرانې دپاره څښتن ته یو حیوان قرباني کوئ، هغه په یوې داسې طریقې سره قرباني کړئ چې ستاسو په خاطر قبول شي.
6غوښه باید په هماغه ورځ چې قرباني کوئ وخورئ یا په راتلونکې ورځ. هرڅه چې د دریمې ورځې پورې پاتې شي باید وسوزول شي.
7که چېرې له هغې څخه لږه په دریمه ورځ وخوړل شي، هغه ناپاکه ده او دا نذرانه به قبوله نه شي.
8هرڅوک چې هغه وخوري، هغه به ګناهکار وي ځکه چې هغه څه چې څښتن ته مقدس دي، هغه یې عادي ګڼلي دي. هغه نفر باید د خدای له قوم څخه وشړل شي.
9کله چې تاسو د خپلې ځمکې حاصلات لو کوئ، نو هغه د پټي تر غاړو پورې مه لو کوئ او هغه وږي چې د لو څخه پاتې شوي وي هغه مه راټولوئ.
10خپل د انګورو باغ ته دوهم ځل مه ورځئ او هغه انګور مه راټولوئ چې رالوېدلي وي. هغه غریبانو او بېګانه خلکو ته پرېږدئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
11غلا مه کوئ. یو بل ته درواغ مه وایئ او یو بل مه غولوئ.
12زما په نوم په درواغو قسم مه خورئ او په دې ډول د خپل خدای نوم مه سپکوئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
13څوک مه لوټوئ او د چا څخه ګټه مه اخلئ. د یو مزدور اجوره حتیٰ د یوې شپې دپاره هم مه ځنډوئ.
14کڼو خلکو ته ښکنځلې مه کوئ او د ړندو په مخ کې داسې شی مه ږدئ چې هغوی ورباندې تیندک وخوري، مګر زما څخه ووېرېږئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
15عدالت تر پښو لاندې کوئ مه. د غریب پلوي مه کوئ او د لویانو خاطر مه کوئ، مګر د نورو سره په انصاف قضاوت وکړئ.
16د هیچا په باره کې درواغ مه خپروئ او کله چې یو نفر په محکمه کې په مرګ باندې محکوم وي نو ښکاره خبرې وکړئ، کېدای شي چې ستاسو شاهدي د هغه سره مرسته وکړي. زه څښتن یم.
17د خپل ورور سره په خپل زړه کې کینه مه ساتئ. هغه په ښکاره د خپلې ګناه په خاطر ورټئ ترڅو د هغه په ګناه کې شریک نه شئ.
18د خپلو خلکو څخه د بدل اخیستلو پسې مه ګرځئ. د هغوی څخه کرکه مه کوئ، خو د نورو سره د خپل ځان په شان مینه کوئ. زه څښتن یم.
19زما د فرمانونو څخه پیروي وکړئ. غیر همجنس کورني حیوانات د نسل دپاره سره مه یوځای کوئ. په خپل پټي کې دوه قسمه تخمونه مه کرئ. داسې کالي مه اغوندئ چې له دوو مختلفو جنسونو څخه جوړ شوي وي.
20که چېرې یو نفر د یوې داسې غلامې سره چې هغه د بل نفر سره کوژدن شوې وي زنا وکړي، که څه هم هغه بل نفر د هغې د ازادېدلو په خاطر پیسې نه وي ورکړې، نو باید هغې غلامې او هغه نفر ته چې د هغې سره یې زنا کړې وه سزا ورکړل شي. خو هغوی دې ونه وژل شي ځکه چې هغه ازاده شوې نه ده.
21هغه سړی به د تاوان د نذرانې په توګه یو پسه د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې څښتن ته راوړي.
22په هغه باندې به کاهن د څښتن په حضور کې د هغه د ګناه په خاطر کفاره ادا کړي او د هغه ګناه به وبخښل شي.
23کله چې تاسو د کنعان خاورې ته ورننوزئ او د مېوې یوه ونه وکرئ، هغه مېوه د اولنیو دریو کلونو دپاره حرامه وګڼئ. په دې موده کې تاسو باید هغه مېوه ونه خورئ.
24په څلورم کال به هغه ټوله مېوه ما یعنې څښتن ته د شکرګزارۍ په خاطر وقف شي.
25خو په پنځم کال به هغه مېوه تاسو ته حلاله وي. که چېرې تاسو دا ټول کارونه وکړئ، ستاسو ونې به زیاته مېوه ونیسي. زه ستاسو څښتن خدای یم.
26داسې غوښه مه خورئ چې وینه په کې وي. فال مه ګورئ او کوډې مه کوئ.
27د خپلو شقیقو ویښتان مه خرایئ او ږیره مه لنډوئ.
28د مړي په غم کې خپل بدنونه مه غوڅوئ او خالونه ورباندې مه جوړوئ. زه څښتن یم.
29د خپلو لورګانو څخه فاحشې مه جوړوئ او هغوی مه شرموئ. که داسې وکړئ، نو دا خاوره به په فاحشۍ بدله شي او له بدکارۍ څخه به ډکه شي.
30د سبت د ورځې څخه پیروي وکړئ او د هغه ځای احترام وکړئ چې زما عبادت په کې کیږي. زه څښتن یم.
31هغو خلکو ته مه ورځئ چې هغوی دعوه کوي چې دوی کولی شي چې د مړو سره خبرې وکړي. همدارنګه د فال کتونکو پسې مه ګرځئ، ځکه چې د هغوی په وسیله به تاسو ناپاک شئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
32د سپین ږیرو په مخ کې پاڅېږئ، د مشرانو احترام کوئ او زما څخه وېرېږئ. زه څښتن یم.
33د هغو بېګانه خلکو سره بده رویه مه کوئ چې ستاسو په خاوره کې اوسیږي.
34د هغوی سره د یو اسراییلي په شان رویه وکړئ او د خپلو ځانونو په شان ورسره مینه وکړئ. دا یاد ساتئ چې تاسو هم یو وخت د مصر په خاوره کې بېګانه وئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
35کله چې تاسو یو شی اندازه کوئ یا هغه وزن کوئ نو غلطي په کې مه کوئ او هیڅوک مه غولوئ.
36د صحیح تلو، صحیح وزنونو او صحیح اندازو څخه کار اخلئ. زه ستاسو څښتن خدای یم او ما تاسو د مصر څخه راوویستلئ.
37زما د ټولو فرمانونو او قوانینو څخه پیروي کوئ. زه څښتن یم.>