Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3زه به د هغه نفر په ضد شم او د خپل قوم څخه به یې وشړم، ځکه چې مولک ته د خپلو ماشومانو په ورکولو سره یې زما مقدس ځای ناپاک کړی او زما مقدس نوم یې رسوا کړی دی.
4کله چې هغه نفر داسې کار وکړي او قوم ورباندې خپلې سترګې پټې کړي او هغه نفر ونه وژني،
5نو زه به په خپله د هغه نفر، د هغه د ټولې کورنۍ او هغو ټولو په ضد شم چې د هغه سره یوځای زما سره بې وفایي کوي او د مولک عبادت کوي. زه به هغوی د خپل قوم څخه وشړم.
6که چېرې تاسو هغو خلکو ته ورشئ چې دا دعوه کوي چې دوی کولی شي د مړو سره خبرې وکړي، نو زه به ستاسو په ضد شم او تاسې به د خپل قوم څخه وشړم.
7خپل ځانونه وقف کړئ او مقدس اوسئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یم.
8زما د فرمانونو څخه پیروي وکړئ. زه څښتن یم چې تاسو مقدس کوم.
9که چېرې یو څوک خپل پلار یا خپلې مور ته ښکنځلې وکړي نو هغه باید ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي.
10که چېرې یو سړی د بل سړي د ښځې سره زنا وکړي، هغه سړی او هغه ښځه دواړه باید ووژل شي.
11که چېرې یو سړی د خپل پلار له ښځو څخه د یوې ښځې سره زنا وکړي هغه خپل پلار سپکوي نو هغه سړی او ښځه دواړه باید ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي.
12که چېرې یو سړی د خپلې نږور سره زنا وکړي، هغوی دواړه باید ووژل شي. کوم کار چې هغوی کړی دی هغه ډېر بد کار دی او خون به یې په خپله غاړه وي.
13که چېرې یو سړی د یو بل سړي سره بد کار وکړي، هغوی د کرکې وړ کار کړی دی او دواړه باید ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي.
14که چېرې یو سړی د یوې نجلۍ او د هغې د مور دواړو سره واده وکړي نو درې واړه باید د خپل ډېر بد کار له کبله وسوزول شي چې مړه شي، ترڅو ستاسو په منځ کې بدکاري نه وي.
15که چېرې یو سړی د یو حیوان سره جنسي اړیکې ولري، هغه باید د حیوان سره یوځای ووژل شي.
16که چېرې یوه ښځه د یو حیوان سره د جنسي اړیکو د لرلو هڅه وکړي، هغه باید د حیوان سره یوځای ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي.
17که چېرې یو سړی د خپلې سکه یا ناسکه خور سره واده وکړي، دا یوه رسوایي ده. هغوی باید په عام محضر کې د قوم څخه وشړل شي. هغه د خپلې خور سپکاوی کړی دی او مسئولیت به یې په خپله غاړه وي.
18که چېرې یو سړی د یوې ښځې سره د میاشتینۍ ناروغۍ په دوران کې یوځای شي، هغوی دواړه دې د قوم څخه وشړل شي، ځکه چې هغوی د پاکوالي په اړه مقررات مات کړي دي.
19د خپلې مور د خور یا د خپل پلار د خور سره زنا مه کوئ، ځکه چې دا کار به د یو نژدې خپلوان سپکاوی وي، د دغه ناوړه کار مسئولیت به ستاسو دواړو په غاړه وي.
20که چېرې یو سړی د خپل تره د ښځې سره زنا کوي هغه خپل تره سپکوي. مسئولیت به د هغوی په غاړه وي، هغوی به بې اولاده پاتې شي.
21که چېرې یو سړی د خپلې ورېندار سره واده وکړي، هغوی به بې اولاده وي. هغه یو ناپاکه کار کړی او د خپل ورور سپکاوی یې کړی دی.>
22څښتن وفرمایل:
23د هغو خلکو د رواجونو څخه پیروي مه کوئ چې هلته اوسیږي او زه یې د دې په خاطر شړم ترڅو تاسو وکولی شئ هغې خاورې ته ورننوزئ. زه د هغوی څخه د هغوی د ټولو بدو عملونو له کبله کرکه کوم.
24مګر ستاسو سره مې د دې غني او حاصلخېزې ځمکې وعده کړې ده ترڅو هغه ستاسو ملکیت شي او هغه به تاسو ته درکوم. زه ستاسو څښتن خدای یم او تاسو مې د نورو قومونو څخه جدا کړي یئ.
25له دې کبله تاسو باید د پاکو او ناپاکو حیواناتو او مرغانو ترمنځ ښکاره فرق وکړئ. هغه حیوانات یا مرغان چې هغه مې ناپاک اعلان کړي دي مه خورئ. د هغو په خوړلو به ناپاک شئ.
26تاسو به مقدس شئ او یوازې زما به شئ، ځکه چې زه څښتن مقدس یم. ما تاسو له نورو قومونو څخه جدا کړي یئ ترڅو یوازې زما شئ.
27هر سړی یا هره ښځه چې دا دعوه کوي چې د مړو سره مشورې کوي، باید ووژل شي. تاسو باید هغه سنګسار کړئ، خون به یې په خپله غاړه وي.>