Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2پرته له یو نژدې خپلوان څخه لکه د هغه مور یا پلار، د هغه زوی یا لور، د هغه سکه ورور،
3یا یوه پېغله خور چې واده شوې نه وي او مېړه نه لري چې هغه وساتي.
4هغه به خپل ځان د هغه چا په مرګ باندې نه ناپاکه کوي کوم چې د واده په وسیله د هغه خپلوان شوی وي.
5هیڅ کاهن به په دې خاطر چې هغه داسې ښکاره شي چې د چا په مرګ باندې غمجن دی، نه به د خپل سر کومه برخه خرایي، نه به خپله ږیره لنډوي او نه به خپل بدن غوڅوي.
6هغه باید مقدس وي او زما نوم سپک نه کړي، ځکه چې هغه ماته په اور باندې د خواړو نذرانې تیاروي او باید مقدس وي.
7یو کاهن باید د یوې داسې ښځې سره واده ونه کړي چې هغه فاحشه وه یا پېغله نه وي او یا د خپل مېړه له خوا ورته طلاق ورکړای شوی وي، ځکه چې هغه خپل خدای ته مقدس دی.
8خلک باید کاهن مقدس وګڼي، ځکه چې هغه ماته د خواړو نذرانې وړاندې کوي. زه څښتن یم، زه مقدس یم او خپل خلک مقدس کوم.
9که چېرې د یو کاهن لور فاحشه شي، نو هغه خپل پلار رسوا کوي او باید وسوزول شي چې مړه شي.
10مشر کاهن چې په سر باندې یې د مسح کولو تېل اچول شوي دي او د دې دپاره وقف شوی دی چې د کاهنتوب لباس واغوندي، نو باید خپل ویښتان ګډوډ پرېنږدي او خپل کالي ونه شلوي چې داسې ښکاره شي چې هغه د چا په مرګ باندې غمجن دی.
11-
12هغه ماته وقف شوی دی. خپل ځان باید ناپاک نه کړي او نه دې زما د مقدسې خېمې څخه په وتلو او هغه کور ته په ننوتلو سره چې مړی په کې وي دا خېمه ناپاکه کړي که څه هم هغه د ده د خپل پلار مړی وي یا د مور.
13هغه باید د داسې ښځې سره واده وکړي چې پېغله وي.
14هغه باید د یوې کونډې یا طلاق شوې یا د داسې ښځې سره واده ونه کړي چې هغه فاحشه وه، مګر یوازې د خپلې قبیلې څخه د یوې پېغلې سره دې واده وکړي.
15که نه، نو د هغه اولادونه چې باید مقدس وي، هغوی به ناپاک وي. زه څښتن یم او ما هغه د مشر کاهن په توګه انتخاب کړی دی.>
16څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
18هیڅ یو سړی چې جسماني عیبونه په کې وي نه شي کولی چې هغه نذرانه وړاندې کړي لکه څوک چې ړوند وي، ګوډ وي، بدشکله یا بې ډوله وي،
19د چا لاس یا پښه چې معیوبه وي،
20څوک په ملا باندې کړوپ وي یا ټیټ قدی وي، څوک چې د سترګې یا د پوستکي په ناروغۍ اخته وي او څوک چې خصي وي.
21د هارون کاهن د اولادې څخه هیڅ یو سړی چې کوم جسماني عیبونه په کې وي نه شي کولی چې ماته د خواړو یوه داسې نذرانه وړاندې کړي چې په اور باندې تیاریږي.
22داسې سړی کولی شي چې هغه خواړه وخوري چې ماته وړاندې شوي وي یعنې د خواړو مقدسه نذرانه او د خواړو ډېره مقدسه نذرانه.
23مګر په دې خاطر چې په هغه کې جسماني عیب دی، هغه دې مقدسې پردې او د قربانۍ ځای ته نژدې رانه شي او زما مقدس ځای او هرڅه چې په کې دي هغه دې نه ناپاکه کوي، ځکه چې زه څښتن یم او کاهنان مقدس ��وم.>
24نو حضرت موسیٰ دا هرڅه حضرت هارون او د هغه زامنو او ټولو اسراییلیانو ته وویل.