Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3که چېرې ستاسو د اولادې څخه کوم یو د ناپاکۍ په حال کې هغو مقدسو نذرانو ته ورنژدې شي چې د اسراییلو قوم ماته وقف کړې دي، هغه بیا هیڅکله د قربانۍ په ځای کې خدمت نه شي کولی. دا خبره به تل ترتله عملي کیږي. زه څښتن یم.
4که چېرې د هارون د اولادې څخه کوم یو د پوستکي په ساري ناروغۍ اخته وي یا د بدن څخه یې زوه راوزي، هغه تر هغه وخته پورې دا پاکې نذرانې نه شي خوړلی ترڅو پورې چې پاک نه شي. هر کاهن چې داسې کوم شي ته لاس وروړي چې د مړي سره د لګېدلو په وسیله ناپاک شوی وي یا که چېرې د کاهن څخه مني ووزي،
5یا که چېرې هغه په ناپاک حیوان یا ناپاک نفر باندې لاس وهلی وي هغه ناپاک کیږي.
6هر کاهن چې دغو شیانو ته لاس وروړي هغه به ناپاک شي، هغه تر ماښامه پورې ناپاک پاتې کیږي. بیاهم هغه پاکې نذرانې نه شي خوړلی ترڅو پورې چې غسل ونه کړي.
7کله چې لمر پرېوزي، هغه به پاک شي او د هغې څخه وروسته هغه کولی شي چې پاکې نذرانې وخوري ځکه چې دا د هغه خواړه دي.
8هغه دې د داسې حیوان غوښه ونه خوري چې په خپل مرګ مړ شوی وي یا د وحشي حیواناتو په وسیله وژل شوی وي، په دې باندې به هغه ناپاک شي. زه څښتن یم.
9ټول کاهنان دې زما د مقرراتو څخه چې هغوی ته مې ورکړي دي پیروي وکړي. که نه، نو هغوی به ګناهکاران او مړه شي، ځکه چې هغوی مقدسو مقرراتو ته په سپکه سترګه کتلي دي. زه څښتن یم چې هغوی مقدس کوم.
10څوک چې د کاهن د کورنۍ غړی نه وي، هغه پاکې نذرانې نه شي خوړلی. د کاهن مېلمه یا مزدور هم هغه نه شي خوړلی.
11خو که چېرې یو کاهن په خپلو پیسو باندې یو غلام اخیستی وي یا که چېرې یو غلام د هغه په کورنۍ کې زېږېدلی وي، هغه غلام کولی شي چې د هغه خواړه وخوري.
12که چېرې د یو کاهن لور د یو داسې سړي سره واده وکړي چې هغه کاهن نه وي، هغه نه شي کولی چې پاکې نذرانې وخوري.
13مګر که چېرې د یو کاهن لور کونډه یا طلاقه شوې وي او اولادونه ونلري او بېرته راشي او د خپل پلار په کور کې اوسیږي، هغه کولی شي چې هغه خواړه وخوري چې د هغې پلار یې د کاهن په توګه ترلاسه کوي. په هر حال د کاهن د کورنۍ د غړو څخه پرته هیڅوک نه شي کولی چې هغه وخوري.
14که چېرې داسې خلک چې د کاهن د کورنۍ غړي نه وي په غیر ارادي توګه پاکې نذرانې وخوري، هغوی باید کاهن ته د اضافه شلو فیصدو سره پوره تاوان ورکړي.
15-
16کاهنان باید نورو خلکو ته اجازه ورنه کړي چې د دې پاکو نذرانو په خوړلو سره چې د اسراییلو قوم یې زما دپاره وقف کوي د هغو سپکاوی وکړي، ځکه چې په دې کار سره به هغوی ګناهکار وګڼل شي او سزا به ومومي. زه څښتن یم او هغه نذرانې مقدسې کوم.>
17څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
19تاسو باید د پادې یا رمې څخه یو نر حیوان وړاندې کړئ چې کوم عیب په کې نه وي د دې دپاره چې هغه ستاسو په خاطر قبول شي.
20که چېرې تاسو یو داسې حیوان وړاندې کړئ چې کوم عیب په کې وي، زه څښتن به هغه ستاسو په خاطر قبول نه کړم.
21کله چې یو نفر څښتن ته د رمې او یا پادې څخه د سلامتۍ نذرانه راوړي چې یو نذر ورکړي یا د رضاکارانه نذرانې په توګه وي، د دې دپاره چې د قبلېدلو وړ وي نو په هغې کې باید هیڅ عیب نه وي.
22څښتن ته داسې حیوان مه وړاندې کوئ چې ړوند، ګوډ یا معیوب وي، زخم ولري او یا د پوستکي په دوامداره ناروغۍ اخته وي. هغه په قربانګاه باندې د یوې داسې نذرانې په توګه مه ږدئ چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي.
23که څه هم تاسو کولی شئ چې د رضاکارانه نذرانې په توګه یو حیوان چې بې ډوله یا کوچنی وي وړاندې کړئ، مګر هغه به د نذر په توګه قبول نه شي.
24څښتن ته هیڅ داسې حیوان مه وړاندې کوئ چې خصیه یې ټکول شوې، پرېکړل شوې، زخمي شوې یا ویستل شوې وي. تاسو باید په خپله خاوره کې داسې کار ونه کړئ.
25تاسو باید له بېګانه خلکو څخه داسې حیوانات وانخلئ چې د خواړو د نذرانو په توګه یې وړاندې کړئ. هغه به ستاسو په خاطر قبول نه شي ځکه چې هغه بې ډوله دي یا عیبونه په کې دي.>
26څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
28یوه غوا او د هغې خوسکی یا یوه مېږه او د هغې وری یا یوه وزه او د هغې بچی په یوه ورځ مه حلالوئ.
29کله چې تاسو څښتن ته د شکرانې یوه نذرانه قرباني کوئ نو د مقرراتو څخه پیروي وکړئ ترڅو هغه ستاسو په خاطر قبوله شي.
30هغه باید په هماغه ورځ وخوړل شي، له هغې څخه تر سهاره پورې هیڅ شی مه پرېږدئ. زه څښتن یم.
31زما د حکمونو څخه پیروي وکړئ. زه څښتن یم.
32زما مقدس نوم مه سپکوئ. د اسراییلو ټول قوم باید د دې خبرې اقرار وکړي چې زه مقدس یم. زه څښتن یم چې تاسو مقدس کوم
33او تاسو مې د دې دپاره له مصر څخه راوویستلئ چې ستاسو خدای اوسم. زه څښتن یم.>