Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
39 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3تاسو د خپل کار دپاره شپږ ورځې لرئ، مګر اوومه ورځ چې د سبت ورځ ده، د ارام کولو دپاره ده. په هغه ورځ کار مه کوئ، مګر د عبادت دپاره راغونډ شئ. دا مهمه نه ده چې چېرته اوسېږئ، سبت د څښتن ورځ ده.
4دغه اخترونه باید په ټاکل شویو وختونو کې اعلان کړئ.
5څښتن ته د احترام کولو دپاره د فسحې د اختر لمانځل هر کال د اولې میاشتې په څوارلسمه ورځ د لمرپرېواته په وخت کې پیل کیږي.
6په پنځلسمه ورځ د فطیرې ډوډۍ اختر پیل کیږي او اووه ورځې دوام کوي. تاسو باید په دې موده کې فطیره ډوډۍ وخورئ.
7د دغو ورځو څخه په اوله ورځ د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او خپل ورځنی کار هیڅ مه کوئ.
8اووه ورځې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي او په اوومه ورځ به بیا د عبادت دپاره سره راغونډ شئ، مګر هیڅ خپل ورځنی کار مه کوئ.>
9څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
11هغه دې دا ګېډۍ د څښتن په حضور کې پورته کړي، ترڅو هغه ستاسو په خاطر قبوله شي. کاهن دې هغه د سبت له ورځې څخه وروسته په بله ورځ پورته کړي.
12په هماغه ورځ یوه سوزېدونکې نذرانه هم څښتن ته قرباني کړئ یعنې یو یو کلن وری چې هیڅ عیب په کې نه وي.
13له هغې سره به تاسو د دوو کیلوګرامو ښو اوړو د غلې دانې یوه نذرانه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي وړاندې کړئ. دا یوه داسې نذرانه ده چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي او بوی یې په هغه باندې ښه لګیږي. همدارنګه له هغې سره به تاسو د څښلو د نذرانې په توګه یو لیتر د انګورو د شربت نذرانه هم وړاندې کړئ.
14ترڅو پورې چې تاسو خدای ته دا نذرانه راوړې نه وي نو نوې غلې دانې هیڅ مه خورئ. که هغه خامې وي، نینې شوې وي، یا ډوډۍ ورڅخه پخه شوې وي هغه دې ونه خوړل شي. په دې قانون باندې دې د تل دپاره ستاسو د ټولو نسلونو له خوا عمل وشي.
15د سبت د ورځې په سبا چې تاسو په کې څښتن ته د وړاندې کولو دپاره خپلې ګېډۍ راوړئ، پوره اووه هفتې وشمېرئ.
16په پنځوسمه ورځ، یعنې هغه ورځ چې د اووم سبت څخه وروسته وي، د نوي حاصل څخه څښتن ته د غلې دانې بله نذرانه وړاندې کړئ.
17هره کورنۍ دې دوه ډوډۍ راوړي چې ماته د وقف کولو دپاره پورته ونیول شي. هره یوه دې د دوو کیلوګرامو ښو اوړو څخه پخه شوې وي او خمیره هم په کې وي. دا به څښتن ته د اولنیو رېبل شویو غلو دانو د نذرانې په توګه وړاندې شي.
18قوم دې د ډوډۍ سره اووه یو کلن وري، یو غویی او دوه پسونه وړاندې کړي، له دغو څخه دې په یو کې هم کوم عیب نه وي. دا به د غلې دانې او د څښلو د نذرانې سره څښتن ته یوه سوزېدونکې نذرانه وي، یوه داسې نذرانه چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي.
19بیا د ګناه د نذرانې دپاره یو وز او د سلامتۍ د نذرانې دپاره دوه یو کلن وري قرباني کړئ.
20کاهن دې هغه ډوډۍ د دوه وریو سره څښتن ته د وقف کېدلو په خاطر پورته ونیسي. دا څښتن ته یوه مقدسه نذرانه ده چې باید کاهنانو ته ورکړل شي.
21تاسو باید په هماغه ورځ د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او هیڅ ورځنی کار ونه کړئ. هرچېرته چې ستاسو اولاده اوسیږي دا مقررات دې تل ترتله مراعت کړي.
22کله چې تاسو د خپلو ځمکو حاصلات لو کوئ، نو هغه د پټیو تر غاړو پورې مه لو کوئ او هغه وږي چې د لو څخه پاتې شوي وي هغه مه راټولوئ. هغه غریبانو او بېګانه خلکو ته پرېږدئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.>
23څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
25په هماغه ورځ خپل عادي کار مه کوئ، مګر څښتن ته یوه داسې نذرانه وړاندې کړئ چې په اور باندې تیاریږي.>
26څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
28په هغه ورځ هیڅ کار مه کوئ، ځکه چې دا د کفارې ورځ ده چې ستاسو دپاره ستاسو د څښتن خدای په حضور کې کفاره ادا کیږي.
29هرڅوک چې په هغه ورځ روژه ونه نیسي باید د خدای له قوم څخه وشړل شي.
30که چېرې څوک په هغه ورځ کوم کار وکړي، زه به په خپله هغه ووژنم.
31دا قانون ستاسو په ټوله اولاده باندې هرچېرته چې اوسیږي عملي کیږي.
32د میاشتې په نهمه ورځ د لمرپرېواته څخه نیولې د میاشتې د لسمې ورځې د لمرپرېواته پورې دا ورځ د ارام کولو د یوې خاصې ورځې په توګه ولمانځئ او په دې دوران کې باید تاسو روژه ونیسئ.>
33څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
35په دغو ورځو کې اوله ورځ د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او خپل ورځنی کار مه کوئ.
36اووه ورځې څښتن ته داسې نذرانې وړاندې کړئ چې په اور باندې تیاریږي او په اتمه ورځ بیا د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او د پخوا په شان نذرانه وړاندې کړئ. دا د عبادت ورځ ده او تاسو به خپل عادي کار نه کوئ.
37دا هغه اخترونه دي چې د څښتن له خوا ټاکل شوي دي. هغه داسې ولمانځئ چې سره راغونډ شئ او هغه ډول ډول نذرانې چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي یعنې سوزېدونکې نذرانې، د غلو دانو نذرانې، قربانۍ ګانې او د څښلو نذرانې، دا هره یوه دې په خپله مناسبه ورځ هغه ته وړاندې شي.
38دا اخترونه د سبت د ورځو څخه جدا دي او دا نذرانې د عادي سوغاتونو څخه جدا دي، یعنې ستاسو د هغو نذرانو څخه چې د نذرونو دپاره دي او د هغو رضاکارانه نذرانو څخه چې څښتن ته یې ورکوئ.
39نو کله چې تاسو خپل پټي ورېبل اووه ورځې دا اختر چې د اوومې میاشتې په پنځلسمه ورځ پیل کیږي ولمانځئ. اوله ورځ به د ارام کولو ورځ وي او اتمه ورځ به هم د ارام کولو ورځ وي.
40په اوله ورځ تاسو د خپلو ونو څخه ډېره ښه مېوه، د خرما د ونې څانګې، پاڼې لرونکې څانګې او د سیند د غاړو څخه ولې واخلئ او اووه ورځې د خپل څښتن خدای په حضور کې خوشالي وکړئ.
41دا هر کال اووه ورځې څښتن ته د احترام دپاره د یو اختر په توګه ولمانځئ. ستاسو راتلونکې اولاده دې تل ترتله د دې قانون څخه پیروي وکړي. هغه په اوومه میاشت ولمانځئ.
42د اسراییلو ټول خلک باید اووه ورځې په جونګړو کې واوسیږي،
43ترڅو ستاسو اولاده په دې پوه شي کله چې ما د اسراییلو قوم له مصر څخه راوویست، هغوی مې دې ته مجبور کړل چې په ساده جونګړو کې واوسیږي. زه ستاسو څښتن خدای یم.>
44نو په دې ډول حضرت موسیٰ د اسراییلو خلکو ته لارښودنه وکړه چې د څښتن اخترونه ولمانځي.