Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3هارون دې هر ماښام هغه بل کړي او هغه دې تر سهاره پورې د څښتن په حضور کې د پردې څخه بیرون د لوظ د صندوق په مخ کې چې په ډېر مقدس ځای کې دی بل وساتي. دا حکم دې د تل دپاره مراعت شي.
4هارون باید په هغو څراغونو باندې پام وکړي چې د سوچه سرو زرو په څراغدان باندې دي او وګوري چې هغه په منظمه توګه د څښتن په حضور کې بل وي.
5څلورویشت کیلوګرامه ښه اوړه واخله او دولس ډوډۍ ورڅخه پخې کړه.
6دا ډوډۍ په دوه قطارونو کې چې په هر قطار کې شپږ ډوډۍ وي، په هغه مېز باندې کېږده چې په سوچه سرو زرو پوښل شوی دی او د څښتن په حضور کې دی.
7په هر قطار باندې لږه سوچه خوشبویي واچوه چې دا خوشبویي به څښتن خدای ته په اور باندې د تیارېدونکې نذرانې د یوې نښې په شان وي چې د ډوډۍ په ځای وړاندې کیږي.
8دا ډوډۍ دې په هر سبت کې د څښتن په حضور کې کېښودل شي. دا د همېش دپاره د اسراییلو وظیفه ده.
9دا ډوډۍ د هارون او د هغه د اولادې ده. هغوی دې هغه په یو مقدس ځای کې وخوري، ځکه چې دا د هغو نذرانو یوه ډېره مقدسه برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي.>
10-
11داسې وشو چې یو سړی ؤ چې پلار یې مصری او مور یې اسراییلۍ وه چې شلومیت نومېدله، هغه د دبري لور وه چې د دان د قبیلې څخه ؤ. دغه سړي په کمپ کې د یو اسراییلي سره شخړه وکړه. د شخړې په وخت کې هغه څښتن ته ښکنځلې وکړې، نو هغوی دا سړی حضرت موسیٰ ته راوست.
12هغه یې تر څارنې لاندې وساته او څښتن ته یې انتظار کاوه چې دوی ته ووایي چې د هغه سره څه وکړي.
13بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
15اسراییلیانو ته ووایه: که چېرې څوک خدای ته ښکنځلې وکړي، نو هغه به د خپلو بدو سزا وویني.
16هرڅوک چې د څښتن په نوم کفر ووایي باید ووژل شي. ټول قوم باید هغه سنګسار کړي. که هغه یو بېګانه نفر وي یا اسراییلی وي، کله چې هغه د خدای په نوم کفر ووایي باید ووژل شي.
17هرڅوک چې قتل وکړي باید ووژل شي
18او هرڅوک چې د بل چا حیوان ووژني باید تاوان یې ورکړي. قانون دا دی چې د ژوند په بدل کې ژوند واخیستل شي.
19که چېرې یو څوک یو بل نفر ټپي کړي، هرڅه چې هغه کړي وي هماغه شان عمل به ورسره کیږي.
20که چېرې تاسو د چا یو هډوکی مات کړئ، ستاسو یو هډوکی به مات شي. که چېرې تاسو د چا یوه سترګه وباسئ، ستاسو یوه سترګه به وویستل شي. که چېرې تاسو د چا یو غاښ مات کړئ، ستاسو یو غاښ به مات شي. څنګه چې تاسو یو بل نفر ټپي کړئ، ستاسو سره به په بدل کې هماغه شان کار کیږي.
21هرڅوک چې یو حیوان ووژني تاوان به یې ورکوي، مګر څوک چې یو انسان ووژني، هغه به ووژل شي.
22دا قانون په تاسو ټولو باندې عملي کیږي، یعنې په اسراییلیانو او په هغو بېګانه خلکو باندې چې ستاسو په منځ کې اوسیږي، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یم.>
23کله چې حضرت موسیٰ د اسراییلو قوم ته دا خبرې وکړې، هغوی دا سړی له کمپ څخه دباندې وویست او سنګسار یې کړ. په دې ډول د اسراییلو قوم هغه څه وکړل چې څښتن یې په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ.