Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
54 verses
1اد سینا په غره باندې څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3شپږ کاله خپل پټي وکرئ او شپږ کاله د خپلو انګورو د تاکونو څانګې اصلاح کړئ او حاصلات یې راټول کړئ.
4مګر په اووم کال دې ځمکه بېخي خاره پاتې شي، دا به څښتن ته وقف شوی کال وي. په دې کال کې خپل پټي مه کرئ او د خپلو انګورو د تاکونو څانګې مه اصلاح کوئ.
5هغه غلې دانې مه رېبئ چې بې له کرلو په خپله راشنې کیږي او د خپلو هغو تاکونو څخه انګور مه راټولوئ چې څانګې یې اصلاح شوې نه وي. دا یو کال دی چې ځمکه په کې بېخي خاره پاتې کیږي.
6-
7خو بیاهم تاسو، ستاسو غلامان، ستاسو مزدوران او هغه بېګانه خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي او همدارنګه ستاسو اهلي او وحشي حیوانات کولی شي هغه څه چې په خپله راشنه کیږي وخوري.
8اووه ځلې اووه کاله وشمېرئ، چې ټول نهه څلوېښت کاله کیږي.
9بیا د اوومې میاشتې په لسمه ورځ چې د کفارې ورځ ده په ټول وطن کې سرني ووهئ.
10په دې ډول به تاسو پنځوسم کال خاص کال وګڼئ او د وطن ټولو اوسېدونکو ته به ازادي اعلان کړئ. د دې کال په دوران کې به هغه ټول جایداد چې خرڅ شوی وي خپل اصلي خاوند یا د هغه اولادې ته بېرته ورکړل شي او هرڅوک چې د غلام په توګه خرڅ شوی وي خپلې کورنۍ ته به ورستون شي.
11پنځوسم کال به ستاسو دپاره د بېرته ورکولو کال وي. تاسو خپلې ځمکې ونه کرئ او هغه غلې دانې ونه رېبئ چې په خپله راشنې کیږي او د خپلو هغو تاکونو څخه انګور مه راټولوئ چې څانګې یې اصلاح شوې نه وي.
12د بېرته ورکولو ټول کال به ستاسو دپاره پاک وي، تاسو به یوازې هغه څه خورئ چې په پټي کې په خپل سر راشنه کیږي.
13په دې کال کې به ټول جایداد چې خرڅ شوی وي خپل اصلي خاوند ته بېرته ورکړل شي.
14که چېرې تاسو په خپل یو هېوادوال باندې ځمکه خرڅه کړئ یا یې ورڅخه واخلئ، د یو بل څخه ګټه مه اخلئ.
15د ځمکې بیه دې د هغو کلونو د شمېر له مخې حساب شي چې د بېرته ورکولو د بل کاله پورې په کې دا ځمکه حاصل ورکولی شي.
16که چېرې کلونه ډېر وي نو بیه به یې لوړه وي، مګر که چېرې کلونه کم وي، بیه به یې ټیټه وي ځکه چې څه چې خرڅیږي هغه به د فصلونو د شمېر په مطابق وي.
17د یو بل څخه ګټه مه اخلئ مګر زما څخه ووېرېږئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یم.
18د څښتن د ټولو فرمانونو او قوانینو څخه پیروي وکړئ، ترڅو په دې خاوره کې په امن سره واوسېږئ.
19ځمکه به خپل حاصلات ورکړي او تاسو چې هرڅه غواړئ د خوړلو دپاره به یې ولرئ او په امن کې به واوسېږئ.
20مګر کېدای شي چې تاسو پوښتنه وکړئ: که چېرې مونږ څه شی ونه کرو او حاصل راټول نه کړو، نو په اووم کال به څه شی وخورو؟
21زه به په شپږم کال تاسو ته داسې برکت درکړم چې ځمکه به د دریو کلونو دپاره پوره حاصل ورکړي.
22کله چې تاسو د اتم کال په دوران کې خپلې ځمکې وکرئ، د هغو حاصلاتو څخه به خواړه خورئ چې د شپږم کال په دوران کې راټول شوي وو او په نهم کال کې به هغه خواړه وخورئ کوم چې تاسو په اتم کال کې کرلي دي.
23تاسو باید خپله ځمکه په دایمي توګه خرڅه نه کړئ، ځ��ه چې دا ستاسو نه ده. هغه ځمکه زما ده او تاسو په کې د هغو بېګانو خلکو په شان یئ چې کولی شي د هغې څخه یوازې ګټه واخلي.
24کله چې ځمکه خرڅیږي، د هغې اصلي خاوند حق لري چې هغه بېرته په بیه واخلي.
25که چېرې له تاسو اسراییلیانو څخه یو نفر غریب شي او مجبور شي چې د خپلې ځمکې څخه یو څه ځمکه خرڅه کړي، د هغه ډېر نژدې خپلوان باید هغه بېرته واخلي.
26که چېرې یو نفر یو خپلوان هم ونلري چې هغه بېرته واخلي، کېدای شي چې هغه وروسته شتمن شي او پوره پیسې ولري چې هغه بېرته واخلي.
27په دې صورت کې هغه باید د حاصلاتو بیه د هغو کلونو دپاره معلومه کړي چې د بېرته ورکولو تر راتلونکي کاله پورې پاتې وي او د هغو پیسې دې هغه نفر ته ورکړي په چا باندې چې هغه خرڅه شوې وي. بیا هغه کولی شي چې بېرته خپله ځمکه واخلي.
28مګر که چېرې اصلي خاوند نه شي کولی چې هغه ځمکه بېرته په بیه واخلي، نو هغه به د بېرته ورکولو د راتلونکي کال پورې د نوي خاوند وي. د بېرته ورکولو په کال به هغه بېرته خپل اصلي خاوند ته ورکړل شي.
29که چېرې یو نفر په دېوال لرونکي ښار کې یو کور خرڅ کړي، دا حق لري چې د اول کال په ټول دوران کې د خرڅېدلو د نېټې څخه را په دې خوا هغه بېرته واخلي.
30مګر که چېرې هغه په دې کال کې بېرته وانخلي، د هغه د بېرته اخیستلو حق له لاسه ورکوي او هغه کور د اخیستونکي او د هغه د اولادې دایمي ملکیت کیږي. هغه به د بېرته ورکولو په کال کې بېرته ورنه کړای شي.
31مګر کوم کورونه چې په بې دېواله کلیو کې دي په هغو باندې دې د پټیو په شان کار وشي. اصلي خاوند حق لري چې هغه بېرته واخلي او هغه دې د بېرته ورکولو په کال کې بېرته ورکړای شي.
32لاویان دا حق لري چې خپل جایداد په هغو ښارونو کې چې هغوی ته ورکړل شوي دي په هر وخت کې بېرته په بیه واخلي.
33که چېرې یو لاوي د دغو ښارونو څخه په یو ښار کې یو کور خرڅ کړي او بېرته یې وانخلي، هغه باید د بېرته ورکولو په کال کې بېرته ورکړای شي، ځکه چې د اسراییلو د قوم په منځ کې چې لاویان په خپلو ښارونو کې کوم کورونه لري، هغه د هغوی دایمي ملکیت دی.
34مګر هغه څړځایونه چې د لاویانو د ښارونو په شاوخوا کې دي هغه به هیڅکله خرڅ نه شي. دا د تل دپاره د هغوی ملکیت دی.
35که چېرې یو اسراییلی چې ستاسو سره نژدې اوسیږي غریب شي او خپل ځان ونه شي ساتلی، تاسو باید د هغه سره داسې مرسته وکړئ لکه څنګه یې چې د یو بېګانه یا موقتي اوسېدونکي سره کوئ، ترڅو هغه وکولی شي چې ستاسو په خوا کې واوسیږي.
36د یو اسراییلي څخه هیڅ سود مه اخلئ، مګر د خپل خدای څخه ووېرېږئ، ترڅو ستاسو هېوادوال وکولی شي چې ستاسو په خوا کې واوسیږي.
37په هغو پیسو باندې چې تاسو یې ورته په قرض ورکوئ د هغوی څخه سود مه اخلئ او په هغو خواړو باندې چې تاسو یې ورباندې خرڅوئ، ګټه مه اخلئ.
38زه ستاسو څښتن خدای یم چې تاسو مې له مصر څخه راوویستلئ د دې په خاطر چې د کنعان ځمکه درکړم او ستاسو خدای اوسم.
39که چېرې یو اسراییلی چې ستاسو سره نژدې اوسیږي دومره غریب شي چې خپل ځان په تاسو باندې د غلام په توګه خرڅ کړي، تاسو به په هغه باندې د غلامانو کار نه کوئ.
40د هغه سره دې د مزدور یا هغه موقتي اوسېدونکي په شان رویه وشي کوم چې ستاسو په منځ کې اوسیږي. هغه اسراییلی دې د بېرته ورکولو تر بل کاله پورې ستاسو خدمت وکړي.
41په هغه وخت کې به هغه او د هغه اولادونه ستاسو څخه لاړ شي او خپلې کورنۍ او د خپلو نیکونو ملکیت ته به ورستانه شي.
42اسراییلیان زما غلامان دي چې ما له مصر څخه راوویستل. په دې خاطر باید هغوی د غلامانو په توګه خرڅ نه شي.
43د خپل خدای څخه ووېرېږئ او د هغوی سره سخته رویه مه کوئ.
44که چېرې تاسو غلامانو ته ضرورت لرئ، کولی شئ چې د خپل شاوخوا قومونو څخه یې په بیه واخلئ.
45همدارنګه تاسو کولی شئ چې ځینې بېګانه خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي او د هغوی اولادونه چې ستاسو په خاوره کې پیدا شوي دي هم په بیه واخلئ. هغوی به ستاسو ملکیت شي.
46وروسته تاسو هغوی خپلو اولادونو ته د میراث په توګه پرېښودلی شئ او د ټول عمر دپاره ورڅخه غلامان جوړولی شئ. مګر د خپلو اسراییلیانو سره باید سخته رویه ونه کړئ.
47فرض کړئ یو بېګانه یا یو داسې موقتي اوسېدونکی چې ستاسو په منځ کې اوسیږي شتمن شي، مګر کوم اسراییلی غریب شي او خپل ځان په هغه بېګانه نفر یا د هغه نفر د کورنۍ په غړي باندې د غلام په توګه خرڅ کړي.
48هغه د خرڅېدلو څخه وروسته بیاهم حق لري چې بېرته په بیه واخیستل شي. یو ورور،
49یا یو تره یا یو د تره زوی یا یو بل نژدې خپلوان یې بېرته اخیستلی شي. که چېرې هغه په خپله پوره پیسې لاس ته راوړي، خپله ازادي په خپله اخیستلی شي.
50هغه باید د هغه چا سره چې دی یې اخیستی دی مشوره وکړي او د هغه وخت څخه چې خپل ځان یې خرڅ کړی ؤ د بېرته ورکولو د بل کاله پورې کلونه دې وشمېري او د هغه د ازادېدو بیه دې د پاتې کلونو د هغه نرخ په اساس وي چې یو مزدور ته د هغو کلونو د شمېر په حساب ورکول کیږي.
51-
52که چېرې د بېرته ورکولو تر کاله پورې زیاته موده پاتې وي هغه به د خپلې ازادۍ دپاره زیاتې پیسې ورکوي او که چېرې لږه موده پاتې وي نو لږې پیسې به ورکوي
53د هغه سره دې د داسې مزدورانو په شان رویه وشي چې د کال په حساب اجیران نیول کیږي. تاسو باید وګورئ چې د هغه خاوند د هغه سره سخته رویه ونه کړي.
54حتیٰ که چېرې هغه په دغو طریقو ازاد نه شي، د بېرته ورکولو په راتلونکي کال باید هغه او د هغه اولادونه ازاد شي.
55دا ځکه چې اسراییلیان زما غلامان دي چې ما له مصر څخه راوویستل. زه د هغوی څښتن خدای یم.>