Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
46 verses
1څښتن وفرمایل:
2د سبت د ورځې څخه پیروي وکړئ او د هغه ځای احترام وکړئ چې زما عبادت په کې کیږي. زه څښتن یم.
3که چېرې تاسو زما د فرمانونو څخه پیروي وکړئ او زما امرونو ته غاړه کېږدئ،
4زه به په صحیح وخت په تاسو باندې باران واوروم، ترڅو ځمکه حاصلات ورکړي او ونې مېوې ونیسي.
5ستاسو فصلونه به دومره پرېمانه شي چې ستاسو د غلو دانو غوبل به تر هغه پورې دوام وکړي ترڅو د انګورو د راټولولو وخت راشي او ستاسو د انګورو د حاصل راټولول به تر هغه وخته پورې دوام وکړي ترڅو د غلو دانو د کرلو وخت راورسیږي. هرڅه چې تاسو یې غواړئ هغه به وخورئ او په خپله خاوره کې به په امن سره واوسېږئ.
6زه به ستاسو خاورې ته ارامي راولم او تاسو به بې د چا له وېرې خوب کولی شئ. زه به د هغې خاورې څخه خطرناک حیوانات لېرې کړم او هلته به نور جنګ نه وي.
7تاسو به په خپلو دښمنانو باندې بریالي شئ او په جګړه کې به یې ووژنئ.
8ستاسو پنځه تنه به وکولی شي چې سلو تنو ته ماتې ورکړي او ستاسو سل تنه به وکولی شي چې لسو زرو تنو ته ماتې ورکړي.
9زه به تاسو ته برکت درکړم او ډېر اولادونه به درکړم او په هغه لوظ باندې به ودرېږم چې تاسو سره مې کړی دی.
10ستاسو حاصلات به دومره پرېمانه شي چې هغه به تر کاله پورې ورسیږي او حتیٰ څه چې د زاړه حاصل څخه پاتې دي هغه به لېرې وغورزوئ ترڅو د نوي حاصل دپاره ځای پیدا شي.
11زه به راشم او ستاسو په منځ کې به اوسېږم او هیڅکله به ستاسو څخه کرکه ونه کړم.
12زه به ستاسو سره مل یم او ستاسو خدای به یم او تاسو به زما قوم یئ.
13زه ستاسو څښتن خدای یم چې تاسو مې له مصر څخه راوویستلئ ترڅو نور د مصریانو غلامان نه اوسئ. ما ستاسو د غلامۍ جغونه مات کړل او تاسو ته مې د دې توان درکړ چې په سرلوړۍ سره واوسېږئ.>
14څښتن وفرمایل:
15که چېرې تاسو زما د قوانینو او حکمونو د منلو څخه انکار وکړئ او هغه لوظ مات کړئ چې ستاسو سره مې کړی دی،
16نو زه به تاسو ته داسې سزا درکړم: په تاسو باندې به آفت نازل کړم، داسې ناروغي چې د علاج وړ نه وي او تبې چې تاسو به ړانده کړي او ستاسو ژوند به خراب کړي. تاسو به خپل فصلونه وکرئ، مګر هیڅ ګټه به درته ونه رسوي ځکه چې څه چې تاسو کرئ ستاسو دښمنان به یې وخوري.
17زه به ستاسو په ضد شم، ترڅو ستاسو دښمنان تاسو ته ماتې درکړي او هغوی چې ستاسو څخه کرکه کوي په تاسو باندې به حکومت کوي. تاسو به دومره وېرېږئ چې بې له دې چې څوک مو تعقیب کړي تاسو به تښتئ.
18که چېرې د دغو ټولو شیانو څخه وروسته بیاهم ماته غوږ ونه نیسئ، زه به تاسو ته ستاسو د ګناهونو په خاطر اووه چنده زیاته سزا درکړم.
19زه به ستاسو سخت غرور مات کړم. هیڅ باران به نه وي او ستاسو ځمکه به وچه شي او د اوسپنې په شان به کلکه شي.
20ستاسو ټول زیار به تاسو ته هیڅ ګټه ونه رسوي، ځکه چې ستاسو ځمکه به فصلونه نه کوي او ونې به مېوه ونه نیسي.
21که چېرې تاسو زما په خلاف اوسئ او ماته غوږ ونه نیسئ، زه به بیا ستاسو سزا اووه چنده زیاته کړم.
22زه به ستاسو منځ ته خطرناک حیوان��ت درولېږم او هغوی به ستاسو اولادونه ووژني، ستاسو حیوانات به له منځه یوسي او ستاسو شمېر به دومره کم کړي چې لارې به مو خوشې پاتې شي.
23که چېرې د دغو ټولو سزاګانو سره سره زما خبرو ته غوږ ونه نیسئ او زما په خلاف پاتې شئ،
24زه به په خپله ستاسو په خلاف شم او تاسو ته به له مخکې څخه اووه چنده سخته سزا درکړم.
25زه به په تاسو باندې جنګ راولم د دې په خاطر چې تاسو ته د خپل لوظ د ماتولو دپاره سزا درکړم او که چېرې تاسو د خوندي پاتې کېدلو دپاره په خپلو ښارونو کې راغونډ شئ، زه به په تاسو باندې ناعلاجه ناروغۍ نازلې کړم او تاسو به مجبور شئ چې خپلو دښمنانو ته تسلیم شئ.
26زه به په تاسو باندې خواړه بند کړم چې لس ښځې به یو تنور ډوډۍ پخوي. ستاسو جیره به دومره کمه کړم چې کله تاسو هغه ټوله وخورئ، بیا به هم ماړه نه شئ.
27که چېرې له دې سره سره بیاهم تاسو ماته غوږ ونه نیسئ او زما په خلاف پاتې شئ،
28بیا به زه په تاسو باندې خپل غضب نازل کړم او ستاسو سزا به له پخوا څخه اووه چنده زیاته کړم.
29ستاسو لوږه به دومره زیاته شي چې خپل اولادونه به وخورئ.
30زه به ستاسو هغه عبادتخانې له منځه یوسم چې په غونډیو باندې دي. ستاسو د خوشبویۍ قربانګاوې به له منځه یوسم او ستاسو مړي به ستاسو په بې ساه بتانو باندې وغورزوم. زه به ستاسو څخه کرکه وکړم.
31ستاسو ښارونه به په کنډوالو بدل کړم، ستاسو عبادتخانې به له منځه یوسم او ستاسو قربانۍ ګانې به قبولې نه کړم.
32زه به ستاسو خاوره بېخي له منځه یوسم چې دښمنان مو هغه ونیسي، نو دې ورانۍ ته به هک حیران پاتې شي.
33زه به په تاسو باندې جنګ راولم او تاسو به په پردیو هېوادونو کې خپاره کړم. ستاسو ځمکه به خوشې پاتې شي او ښارونه به مو په کنډوالو بدل شي.
34-
35بیا به ځمکه د خاره پاتې کېدلو د کلونو څخه چې تاسو پریښې نه وه ګټه واخلي. نو ترڅو پورې چې تاسو د خپلو دښمنانو په خاوره کې په جلاوطنۍ کې اوسېږئ هغه به خوشې او خاره پاتې شي.
36ستاسو هغه خلک چې په جلاوطنۍ کې دي، د هغوی په زړونو کې به داسې وېره واچوم چې د هغې پاڼې له اواز څخه به هم تښتي چې باد یې رپوي. هغوی به داسې منډې وهي لکه څوک چې یې په جګړه کې تعقیبوي. د هغوی په څنګ کې به هیڅ دښمن نه وي مګر هغوی به غورزیږي.
37هیڅ څوک به هغوی نه تعقیبوي خو هغوی به د یو بل دپاسه غورزیږي او دا توان به نه لري چې د خپلو دښمنانو په مقابل کې ودریږي.
38هغوی به په پردي وطن کې مړه شي او د خپلو دښمنانو خاوره به یې ژوندي تېر کړي.
39د هغوی څخه چې څوک د خپلو دښمنانو په خاوره کې ژوندي پاتې شي، د هغوی ژوند به ستاسو او ستاسو د نیکونو د ګناه له کبله برباد شي.
40مګر ستاسو اولاده به د خپلو ګناهونو او خپلو نیکونو د ګناهونو اقرار کوي چې زما سره یې بې وفایي او دښمني وکړه
41او زه یې د خپل ځان په ضد کړم ترڅو هغوی د خپلو دښمنانو خاورې ته وشړم. په آخر کې کله چې ستاسو د اولادې سخت زړونه نرم شي او د خپلې ګناه دپاره سزا ومومي،
42زه به د یعقوب، اسحاق او ابراهیم سره خپل لوظ او خپل قوم ته د ځمکې د ورکولو وعده رایاده کړم.
43اول باید د دې وطن خلک دا ځمکه پرېږدي ترڅو د خاره پاتې کېدلو څخه ګټه واخلي او هغوی باید زما د قوانینو او فرمانونو د ردولو په سبب د خپلو ګناهونو پوره بیه ادا کړي.
44بیاهم، کله چې هغوی د خپلو دښمنانو په خاوره کې وي، زه به یې بېخي له منځه نه وړم. هغوی به نه پرېږدم او خپل لوظ به ورسره مات نه کړم، ځکه چې زه د هغوی څښتن خدای یم.
45مګر زه به د هغوی په خاطر هغه لوظ رایاد کړم چې د هغوی د نیکونو سره مې هغه وخت کړی ؤ چې هغوی مې له مصر څخه راوویستل د دې دپاره چې زه به د هغوی خدای اوسم او په دې ډول مې نورو قومونو ته خپل قدرت وروښود.>
46دا هغه فرمانونه، قوانین او مقررات دي چې څښتن د سینا په غره باندې د اسراییلیانو دپاره حضرت موسیٰ ته ورکړل.