Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1پھر خداوند نے موسی سے کہا کہ۔
2څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
4-
7د مقدس ځای د مثقال په مطابق:- بالغ نارینه چې عمر یې د شلو کالو څخه تر شپېتو کالو پورې وي: ۵۰ مثقاله سپین زر.- بالغه ښځه: ۳۰ مثقاله سپین زر.- ځوان نارینه چې عمر یې د پنځو څخه تر شلو کالو پورې وي: ۲۰ مثقاله سپین زر.- ځوانه ښځینه: ۱۰ مثقاله سپین زر.- ماشوم چې عمر یې د یوې میاشتې څخه تر پنځو کالو پورې وي: ۵ مثقاله سپین زر.- ماشومه: ۳ مثقاله سپین زر.- هغه نارینه چې عمر یې د شپېتو کالو څخه زیات وي: ۱۵ مثقاله سپین زر.- هغه ښځه چې عمر یې د شپېتو کالو څخه زیات وي: ۱۰ مثقاله سپین زر.
8که چېرې یو نفر چې نذر ورکوي ډېر غریب وي او نه شي کولی چې دا ټاکل شوې اندازه ادا کړي، هغه دې دا نفر کاهن ته وړاندې کړي او کاهن به نذر ورکوونکي ته د هغه د توان سره سمه بیه وټاکي.
9که چېرې د هغه نذر یو داسې حیوان وي چې څښتن ته د نذرانې په توګه د منلو وړ وي، نو داسې سوغات چې څښتن ته ورکول کیږي هغه مقدس دی.
10که هغه حیوان ښه وي یا خراب، هغه نه شي کولی چې د بل حیوان سره یې بدل کړي. که چېرې داسې وکړي نو دواړه حیوانات د څښتن کیږي.
11که چېرې د هغه نذر یو ناپاک حیوان وي، دا چې هغه څښتن ته د نذرانې په توګه د منلو وړ نه دی نو هغه حیوان باید کاهن ته راوستل شي.
12کاهن دې د هغه د ښه والي یا بدوالي له مخې بیه وټاکي او دا به اخرنۍ بیه وي.
13که چېرې خاوند یې وغواړي چې هغه حیوان بېرته واخلي، باید د هغې د بیې څخه شل فیصده زیات ورکړي.
14که چېرې یو نفر خپل کور څښتن ته وقف کوي، کاهن به ورته د هغه د ښه والي یا بدوالي له مخې بیه وټاکي او هغه به اخرنۍ بیه وي.
15که چېرې هغه نفر چې خپل کور یې وقف کړی دی وغواړي چې هغه بېرته واخلي، باید شل فیصده اضافه بیه ادا کړي او کور به بیا د هغه شي.
16که چېرې یو نفر څښتن ته د خپلې کورنۍ د ځمکې کومه برخه وقف کوي، د هغې بیه دې د هغه تخم د اندازې له مخې وټاکل شي چې په هغه ځمکه کې کرل کیږي، یعنې د دوه سوه کیلوګرامو اوربشو تخم دپاره پنځوس مثقاله سپین زر.
17که چېرې هغه دا ځمکه د بېرته ورکولو د کال څخه وروسته سمدلاسه وقف کړي نو ټوله بیه دې ادا کړي.
18مګر که چېرې هغه نفر خپله ځمکه له دې څخه وروسته وقف کړي، کاهن به د هغې بیه د هغو کلونو د شمېر له مخې حساب کړي چې د بېرته ورکولو تر راتلونکي کال پورې پاتې وي او کمه بیه به وټاکي.
19که چېرې هغه نفر چې ځمکه یې وقف کړې ده وغواړي چې هغه بېرته واخلي، باید د اضافه شلو فیصدو سره بیه ادا کړي او ځمکه به بېرته د هغه شي.
20که چېرې هغه ځمکه په بل چا باندې خرڅوي، نو هغه دې اول بېرته په بیه واخلي، له دې پرته د بېرته اخیستلو حق د تل دپاره له لاسه ورکوي.
21د بېرته ورکولو په راتلونکي کال کې به دا ځمکه مقدسه شي او د څښتن دایمي ملکیت کیږي. هغه به د کاهنانو شي.
22که چېرې یو نفر څښتن ته داسې یو پټی وقف کړي چې اخیستی یې وي او د هغه د کورنۍ د ځمکې برخه نه وي،
23کاهن به د هغه بیه د هغو کلونو د شمېر له مخې حساب کړي چې د بېرته ورکولو تر راتلونکي کال پور�� پاتې وي او هغه نفر باید په هماغه ورځ بیه ادا کړي. پیسې د څښتن کیږي.
24دا پټی به د بېرته ورکولو په کال کې د هغه اصلي خاوند یا د هغه اولادې ته بېرته ورکړای شي.
25ټولې بیې باید د مقدس ځای د اندازې له مخې وټاکل شي.
26اولنی زېږېدلی حیوان له پخوا څخه د څښتن دی، نو هیڅوک نه شي کولی چې هغه څښتن ته وقف کړي. که هغه یو خوسی وي، یو وری یا سېرلی وي، که هغه نر وي یا ښځه، هغه د څښتن دی.
27که چېرې هغه یو ناپاک حیوان وي، کېدای شي چې په اصلي بیه د اضافه شلو فیصدو سره بېرته واخیستل شي. که چېرې هغه بېرته وانه خیستل شي، کېدای شي چې په بل چا باندې په اصلي بیه خرڅ شي.
28هیڅوک نه شي کولی چې داسې څه خرڅ کړي یا یې بېرته واخلي چې پرته له کوم شرط څخه یې څښتن ته وقف کړی وي، که هغه یو انسان وي، یو حیوان، یا د کورنۍ ځمکه وي. هغه په دایمي توګه د څښتن دي.
29حتیٰ که یو انسان بې له کوم شرط څخه وقف کړای شوی وي هغه بېرته په بیه نه شي اخیستل کېدای، هغه باید ووژل شي.
30د ځمکې د ټولو حاصلاتو لسمه برخه که هغه غلې دانې وي یا مېوه، هغه د څښتن ده.
31که چېرې یو نفر وغواړي چې له هغې څخه لږ بېرته واخلي، هغه باید د اضافه شلو فیصدو سره اصلي بیه ادا کړي.
32کله چې څوک خپلې پادې او رمې شمېري د هغو څخه هر لسم حیوان د څښتن دی.
33هغه نفر نه شي کولی چې خپل حیوانات داسې ترتیب کړي چې خراب حیوانات ورڅخه انتخاب کړي او نه شي کولی چې هغه بدل کړي. که چېرې هغه یو حیوان د بل سره بدل کړي، بیا دواړه حیوانات د څښتن کیږي او بېرته په بیه نه شي اخیستل کېدای.>
34دا هغه امرونه دي چې څښتن حضرت موسیٰ ته د سینا په غره باندې د اسراییلیانو دپاره ورکړل.