Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1د مصر څخه د اسراییلو د قوم د راوتلو څخه وروسته د دوهم کال د دوهمې میاشتې په اوله ورځ کله چې څښتن د حضرت موسیٰ سره د سینا په دښته کې په مقدسه خېمه کې خبرې وکړې هغه وفرمایل:
3چې عمر یې شل کاله یا زیات وي او جنګ کولی شي.
4د هرې قبیلې د طایفې د یو مشر څخه مرسته وغواړئ.
5دا د هغو مشرانو نومونه دي چې تاسو سره باید مرسته وکړي:د روبین له قبیلې څخه الیصور د شدیئور زوی
6د شمعون له قبیلې څخه شلومیئیل د صوریشدای زوی
7د یهودا له قبیلې څخه نحشون د عمیناداب زوی
8د یساکار له قبیلې څخه نتنائیل د صوغر زوی
9د زبولون له قبیلې څخه الیاب د حیلون زوی
10د حضرت یوسف له زامنو څخه:د افرایم له قبیلې څخه الیشمع د عمیهود زوید منسي له قبیلې څخه جملیئیل د فدهصور زوی
11د بنیامین له قبیلې څخه ابیدان د جدعوني زوی
12د دان له قبیلې څخه اخیعزر د عمیشدای زوی
13د اشیر له قبیلې څخه فجعیئیل د عکران زوی
14د جاد له قبیلې څخه الیاساف د دعوئیل زوی
15د نفتالي له قبیلې څخه اخیرع د عینان زوی.>
16دا خلک قبیلوي مشران وو چې د اسراییلو د قوم څخه د دې کار دپاره وټاکل شول.
17د دې دولسو نفرو په مرسته حضرت موسیٰ او حضرت هارون
18د دوهمې میاشتې په اوله ورځ ټول قوم راوغوښت. خلکو خپل نومونه طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ ولیکل او هغه نفر چې عمر یې شل کاله یا زیات ؤ د هر یو نوم په لست کې ولیکل شو.
19څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، هغوی یې د سینا په دښته کې وشمېرل:
20-
46ټول نفر چې عمر یې شل کاله یا زیات ؤ او جنګ یې کولی شو نومونه یې په لست کې ولیکل شول. د هر یو نوم د خپلو طایفو او کورنیو د سوانحو په مطابق ولیکل شو او د حضرت یعقوب د مشر زوی روبین د قبیلې څخه شروع وشوه. د روبین د اولادې شمېر: ۴۶۵۰۰ تنه د شمعون د اولادې څخه: ۵۹۳۰۰ تنه د جاد د اولادې څخه: ۴۵۶۵۰ تنه د یهودا د اولادې څخه: ۷۴۶۰۰ تنه د یساکار د اولادې څخه: ۵۴۴۰۰ تنه د زبولون د اولادې څخه: ۵۷۴۰۰ تنه د حضرت یوسف د زامنو څخه: د افرایم د اولادې څخه: ۴۰۵۰۰ تنه د منسي د اولادې څخه: ۳۲۲۰۰ تنه د بنیامین د اولادې څخه: ۳۵۴۰۰ تنه د دان د اولادې څخه: ۶۲۷۰۰ تنه د اشیر د اولادې څخه: ۴۱۵۰۰ تنه د نفتالي د اولادې څخه: ۵۳۴۰۰ تنه د هغو نفرو شمېر چې د حضرت موسیٰ، حضرت هارون او د دولسو قبیلو د مشرانو له خوا لیکل شوی ؤ، ټول ۶۰۳۵۵۰ تنه وو.
47مګر هغه خلک چې د لاوي د قبیلې څخه وو په دې کې شامل نه وو،
48ځکه چې څښتن حضرت موسیٰ ته فرمایلي وو:
50د هغې په ځای لاویان د مقدسې خېمې او د هغې د ټول سامان مسوولان وټاکه. هغوی به دا خېمه او د هغې سامان انتقالوي، ساتنه به یې کوي ��و د هغې په شاوخوا کې به خپلې خېمې ودروي.
51هرکله چې تاسو خپلې خېمې بل ځای ته وړئ، نو لاویان دې مقدسه خېمه راټوله کړي او په نوي ځای کې دې بیا ودروي. که بل هرڅوک ورته نژدې ورشي وبه وژل شي.
52پاتې اسراییلیان به د خپلو ډلو په اساس خېمې ودروي، هر سړی به د خپل بیرغ لاندې د خپلې ډلې سره وي.
53خو لاویان به خپلې خېمې د مقدسې خېمې په شاوخوا کې ودروي ترڅو د اسراییلو په قوم باندې زما قهر نازل نه شي. لاویان دې د مقدسې خېمې د ساتلو مسئولیت په غاړه واخلي.> ۵۴څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، اسراییلیانو کټ مټ هماغسې وکړل.