Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1اڅښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
3د یهودا د کمپ ډلې دې په ختیځ کې د لمرخاته خواته د خپل بیرغ لاندې خېمې ودروي. د یهودا د خلکو مشر د عمیناداب زوی نحشون دی.
4د هغه د ډلې شمېر ۷۴۶۰۰ تنه دی.
5د یساکار قبیله به د هغوی په څنګ کې خېمې ودروي. د یساکار د خلکو مشر د صوغر زوی نتنائیل دی.
6د هغه د ډلې شمېر ۵۴۴۰۰ تنه دی.
7ورپسې به د زبولون قبیله وي. د زبولون د خلکو مشر د حیلون زوی الیاب دی.
8د هغه د ډلې شمېر ۵۷۴۰۰ تنه دی.
9هغه ټول نفر چې د یهودا کمپ ته د هغوی د ډلو په مطابق ورکړل شوي دي، د هغوی شمېر ۱۸۶۴۰۰ تنه دی. اول به دوی روان شي.
10د روبین د کمپ ډلې به په جنوب کې د خپل بیرغ لاندې وي. د روبین د خلکو مشر د شدیئور زوی الیصور دی.
11د هغه د ډلې شمېر ۴۶۵۰۰ تنه دی.
12د شمعون قبیله به د هغوی په څنګ کې خېمې ودروي. د شمعون د خلکو مشر د صوریشدای زوی شلومیئیل دی.
13د هغه د ډلې شمېر ۵۹۳۰۰ تنه دی.
14ورپسې به د جاد قبیله وي. د جاد د خلکو مشر د دعوئیل زوی الیاساف دی.
15د هغه د ډلې شمېر ۴۵۶۵۰ تنه دی.
16هغه ټول نفر چې د روبین کمپ ته د هغوی د ډلو په مطابق ورکړل شوي دي، د هغوی شمېر ۱۵۱۴۵۰ تنه دی. دوهم به دوی روان شي.
17بیا د اولنیو او آخرنیو دوو کمپونو په منځ کې دې لاویان روان شي او مقدسه خېمه دې یوسي. هر کمپ دې په هماغه ترتیب سره روان شي لکه څنګه چې هغوی خېمې ودروي. هر یو به په خپل ځای کې د خپل بیرغ لاندې وي.
18د افرایم د کمپ ډلې به په لوېدیځ کې د خپل بیرغ لاندې وي. د افرایم د خلکو مشر د عمیهود زوی الیشمع دی.
19د هغه د ډلې شمېر ۴۰۵۰۰ تنه دی.
20د منسي قبیله به د هغوی په څنګ کې وي. د منسي د خلکو مشر د فدهصور زوی جملیئیل دی.
21د هغه د ډلې شمېر ۳۲۲۰۰ تنه دی.
22ورپسې به د بنیامین قبیله وي. د بنیامین د خلکو مشر د جدعوني زوی ابیدان دی.
23د هغه د ډلې شمېر ۳۵۴۰۰ تنه دی.
24هغه ټول نفر چې د افرایم کمپ ته د هغوی د ډلو په مطابق ورکړل شوي دي، د هغوی شمېر ۱۰۸۱۰۰ تنه دی. دریم به دوی روان شي.
25د دان د کمپ ډلې به په شمال کې د خپل بیرغ لاندې وي. د دان د خلکو مشر د عمیشدای زوی اخیعزر دی.
26د هغه د ډلې شمېر ۶۲۷۰۰ تنه دی.
27د اشیر قبیله به د هغوی په څنګ کې خېمې ودروي. د اشیر د خلکو مشر د عکران زوی فجعیئیل دی.
28د هغه د ډلې شمېر ۴۱۵۰۰ تنه دی.
29ورپسې به د نفتالي قبیله وي. د نفتالي د خلکو مشر د عینان زوی اخیرع دی.
30د هغه د ډلې شمېر ۵۳۴۰۰ تنه دی.
31هغه ټول نفر چې د دان کمپ ته ورکړل شوي دي، د هغوی شمېر ۱۵۷۶۰۰ تنه دی. هغوی به د خپلو بیرغونو لاندې په آخر کې روا�� شي.
32نو دا د اسراییلو د قوم سرشمېرنه وه چې د هغوی د کورنیو په اساس ترسره شوه. هغه ټول خلک چې په ډلو ډلو په کمپونو کې وو، شمېر یې ۶۰۳۵۵۰ تنه وو.
33لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ لاویان د نورو اسراییلیانو سره یوځای ونه شمېرل شول.۳۴نو د اسراییلو قوم هغه ټول کارونه سرته ورسول چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ. په دې ډول هغوی هر یو د خپل بیرغ لاندې خېمې ودرولې او د خپلې طایفې او خپلې کورنۍ سره روان شو.