Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
45 verses
1دا د حضرت موسیٰ او حضرت هارون د کورنۍ د هغه وخت قصه ده کله چې څښتن د حضرت موسیٰ سره د سینا په غره کې خبرې وکړې.
2حضرت هارون څلور زامن درلودل: ناداب چې مشر ؤ، ابیهو، العازار او ایتامار.
3هغوی مسح کړای شول او د کاهنانو په توګه وټاکل شول.
4مګر ناداب او ابیهو د څښتن په حضور کې په داسې وخت کې مړه شول کله چې هغوی د سینا په دښته کې څښتن ته ناپاکه اور وړاندې کاوه. هغوی اولادونه نه درلودل، نو العازار او ایتامار د حضرت هارون د ژوندانه په دوران کې د کاهنانو په توګه خدمت وکړ.
5څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
7دوی به په مقدسه خېمه کې کار کوي او د هارون او ټول قوم دپاره به وظیفې سرته رسوي.
8هغوی به د مقدسې خېمې د ټول سامان مسئولیت په غاړه واخلي او د نورو اسراییلیانو دپاره به وظیفې اجرا کوي.
9د لاویانو مسئولیت دا دی چې د هارون او د هغه د زامنو خدمت وکړي.
10هارون او د هغه زامن د کاهنانو په توګه د خدمت دپاره وټاکه. که بل هرڅوک مقدس ځای ته ورنژدې شي باید ووژل شي.>
11بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
12-
14څښتن حضرت موسیٰ ته د سینا په دښته کې وفرمایل:
16نو څنګه چې څښتن ورباندې امر کړی ؤ، حضرت موسیٰ هغوی وشمېرل.
17-
20د لاوي درې زامن وو: جرشون، قهات او مراري. هغوی د هغو طایفو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي. د جرشون دوه زامن وو: لبني او شمعي. د قهات څلور زامن وو: عمرام، یصهار، حبرون او عزیئیل. د مراري دوه زامن وو: محلي او موشي. هغوی د هغو کورنیو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي.
21لبنیان او شمعیان د جرشونیانو طایفې وې.
22د هغو نارینه جرشونیانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او وشمېرل شول، ۷۵۰۰ تنه وو.
23دغو طایفو د مقدسې خېمې شاته یعنې لوېدیځ خواته خېمې ودرولې.
24د جرشونیانو د کورنیو مشر د لایل زوی الیاساف ؤ.
25په مقدسه خېمه کې جرشونیان د دغو شیانو د ساتنې مسوولان وو: د خېمې، د هغې د پوښونو، د خېمې د دروازې د پردې،
26-
27د حویلۍ د پردو، د هغې حویلۍ د دروازې د پردې چې د مقدسې خېمې او قربانۍ د ځای ګردچاپېره ده او د هغو د رسۍ ګانو. هغوی د دې ټول سامان او په هغه پورې د اړونده کارونو مسئولیت په غاړه درلود.۲۷عمرامیان، یصهاریان، حبرونیان او عزیئیلیان د قهاتیانو طایفې وې.
28د هغو نارینه قهاتیانو ��ول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ ۸۶۰۰ تنه وو. قهاتیانو د مقدس ځای د ساتنې مسئولیت په غاړه درلود.
29دغو طایفو د مقدسې خېمې جنوب خواته خېمې ودرولې.
30د قهاتیانو د طایفو د کورنیو مشر د عزیئیل زوی الیصافان ؤ.
31د دغو شیانو مسئولیت د هغوی په غاړه ؤ: د لوظ صندوق، مېز، څراغدان، د قربانۍ د ځایونو، هغه لوښي چې کاهنانو په مقدس ځای کې ورڅخه کار اخیست او د ډېر مقدس ځای د دروازې پرده. هغوی د دې ټول سامان او په هغه پورې د اړونده کارونو مسئولیت په غاړه درلود.
32د لاویانو د مشرانو رئیس د حضرت هارون کاهن زوی العازار ؤ. هغه په هغو خلکو باندې مقرر شوی ؤ چې د مقدس ځای د ساتنې مسوولان وو.
33محلیان او موشیان د مراریانو طایفې وې.
34د هغو نارینه مراریانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او وشمېرل شول ۶۲۰۰ تنه وو.
35د مراریانو د طایفو د کورنیو مشر د ابیحایل زوی صوریئیل ؤ. هغوی د مقدسې خېمې شمال خواته خېمې ودرولې.
36مراریان د دې دپاره ټاکل شوي وو چې د مقدسې خېمې په چوکاټونو، د هغې په اړمونو، ستنو، پایو او د هغې د ټول سامان ساتنه وکړي. هغوی د دې ټول سامان او په هغه پورې د اړونده کارونو مسئولیت په غاړه درلود.
37همدارنګه هغوی د ستنو، پایو، مېخونو او د هغو رسۍ ګانو مسئولیت په غاړه درلود چې د شاوخوا حویلۍ دپاره وې.
38حضرت موسیٰ او حضرت هارون او د حضرت هارون زامنو د مقدسې خېمې لمرخاته خواته یعنې د مقدسې خېمې په مخ کې خېمې ودرولې. هغوی د هغو کارونو د سرته رسولو مسئولیت په غاړه درلود چې د اسراییلو د قوم دپاره په مقدس ځای کې ترسره کېدل. بل هرڅوک به چې مقدس ځای ته ورنژدې کېده، هغه به وژل کېده.
39د هغو ټولو نارینه لاویانو شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او حضرت موسیٰ او حضرت هارون د څښتن په امر طایفه په طایفه وشمېرل، ټول ۲۲۰۰۰ تنه وو.
40څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
41د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای زما دپاره لاویان واخله او د هغوی د ټولو اولنیو زېږېدلو حیواناتو په ځای زما دپاره د لاویانو حیوانات واخله. زه څښتن یم.>
42نو څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، هغه د اسراییلو ټول مشران زامن وشمېرل.
43د نارینه مشرانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او د هر یو نوم په لست کې لیکل شوی ؤ ۲۲۲۷۳ تنه وو.
44بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
46په دې خاطر چې د اسراییلو مشران زامن د لاویانو په پرتله ۲۷۳ تنه زیات دي، نو ته باید اضافي زامن بېرته په بیه واخلې.
47د هر نفر دپاره د مقدس ځای د مثقال په مطابق پنځه پنځه مثقاله سپین زر راټول کړه
48او هغه هارون او د هغه زامنو ته ورکړه.>
49حضرت موسیٰ د ۲۷۳ اضافي مشرانو زامنو څخه سپین زر راټول کړل
50چې د هغو وزن د مقدس ځای د مثقال په مطابق ۱۳۶۵ مثقاله ؤ.
51هغه یې د څښتن د حکم سره سم حضرت هارون او د هغه زامنو ته ورکړل.