Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
3هغه ټول نفر وشمېرئ چې عمر یې د دېرشو کالو څخه تر پنځوسو کالو پورې وي او په مقدسه خېمه کې د کار کولو توان ولري.
4په مقدسه خېمه کې د قهاتیانو کار دا دی چې په مقدسو شیانو باندې پام وکړي.
5کله چې د دې وخت راشي چې کمپ ته حرکت ورکړای شي نو هارون او د هغه زامن به خېمې ته ورننوزي، هغه پرده به راکښته کړي چې د لوظ د صندوق په مخ کې ده او صندوق به ورباندې پټ کړي.
6په هغه باندې به د ښې څرمنې پوښ واچوي او په سر باندې به یې یو داسې ټوکر خپور کړي چې پوخ آبي رنګ ولري او بیا به وړونکې میلې په کې ورننباسي.
7هغوی به په هغه مېز باندې چې خدای ته ورباندې ډوډۍ وړاندې کیږي یو آبي ټوکر خپور کړي او په هغه باندې به قابونه، د خوشبویۍ کاسې، د نذرانې دپاره کاسې او هغه منګي کېږدي چې د څښلو د نذرانو دپاره دي. په مېز باندې به همېشه ډوډۍ پرته وي.
8هغوی به په دې ټولو باندې یو سور ټوکر خپور کړي، د یوې ښې څرمنې پوښ به ورباندې واچوي او بیا به وړونکې میلې په کې ورننباسي.
9هغوی دې یو آبي ټوکر واخلي او دغه شیان دې ورباندې پټ کړي: څراغدان د څراغونو سره، د هغه پلتې پاکوونکي، پتنوسونه او د زیتونو د تېلو ټول لوښي چې د څراغونو دپاره استعمالیږي.
10هغوی به څراغدان او د هغه ټول سامان د ښې څرمنې په پوښ کې راتاو کړي او په یو وړونکي چوکاټ باندې به یې کېږدي.
11بیا به د سرو زرو په قربانګاه باندې یو آبي ټوکر خپور کړي، د ښې څرمنې یو پوښ به ورباندې واچوي او بیا به وړونکې میلې په کې ورننباسي.
12هغوی به هغه ټول لوښي چې په مقدس ځای کې ورڅخه کار اخیستل کیږي واخلي او په یو آبي ټوکر کې به یې تاو کړي، د ښې څرمنې یو پوښ به ورباندې واچوي او په یو وړونکي چوکاټ باندې به یې کېږدي.
13د قربانۍ د ځای څخه به ایرې لېرې کړي او په هغه باندې به یو بانجاني ټوکر خپور کړي.
14په هغه ټوکر باندې دې هغه ټول سامان کېږدي چې د قربانۍ په ځای کې ورڅخه کار اخیستل کیږي: لکه د اور لوښي، د غوښې قاشق پنجې، بېلچې او د وینې د شیندلو کاسې. بیا به هغوی ورباندې د ښې څرمنې یو پوښ واچوي او وړونکې میلې به په کې ورننباسي.
15کله چې هارون او د هغه زامن د مقدس سامان او ټولو مقدسو موادو د پټولو څخه وزګار شي او کمپ د وړلو دپاره تیار شي، نو قهاتیان دې د دغو شیانو د وړلو دپاره راشي. مګر هغوی باید مقدسو شیانو ته لاس ورنه وړي که نه، نو مړه به شي. قهاتیان دې هغه شیان انتقال کړي چې په مقدسه خېمه کې دي.
16د هارون کاهن زوی العازار دې د دغو شیانو مسئولیت په غاړه واخلي: د څراغونو دپاره د زیتونو تېل، خوشبویي، د عادي غلې دانې نذرانه او د مسح کولو تېل. هغه دې د ټولې مقدسې خېمې او هرڅه چې په کې دي، د مقدس سامان او لوښو په شمول د هغو مسئولیت په غاړه واخلي.>
17څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
18-
20مګر قهاتیان باید دننه لاړ نه شي چې مقدس شیان وګوري، حتیٰ د یوې شېبې دپاره هم. که نه، نو مړه به شي.>
21څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
23هغه ټول نفر چې عمر یې د دېرشو کالو څخه تر پنځوسو کالو پورې وي او په مقدسه خېمه کې د کار کولو توان ولري وشمېره.
24هغوی به د لاندینیو شیانو د وړلو مسئولیت په غاړه لري:
25خېمه، د هغې داخلي او بیرونی پوښ، د هغې په سر باندې د ښې څرمنې پوښ، د دروازې پرده،
26د خېمې او د قربانۍ د ځای د ګردچاپېره حویلۍ دپاره پردې، د حویلۍ د دروازې پرده، رسۍ ګانې او هرڅه چې د دې شیانو په ودرولو کې په کاریږي. جرشونیان د دې ټولو شیانو د ساتنې او ترتیبولو مسئولیت په غاړه لري.
27ته او هارون به وګورئ چې جرشونیان دا ټول کارونه ترسره کوي او هر هغه شی چې هارون او د هغه زامنو هغوی ته ورسپارلی دی وړي که نه.
28دا د مقدسې خېمې په کار کې د جرشونیانو وظیفې دي. هغوی به دا کار د هارون کاهن د زوی یعنې ایتامار تر لارښودنې لاندې ترسره کوي.>
29څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
30هغه ټول نفر چې عمر یې د دېرشو کالو څخه تر پنځوسو کالو پورې وي او په مقدسه خېمه کې د کار کولو توان ولري وشمېره.
31هغوی به د چوکاټونو، اړمونو، ستنو او خېمې د پایو د وړلو مسئولیت ولري
32او همدارنګه د خېمې د ګردچاپېره حویلۍ د ستنو، پایو، مېخونو، رسۍ ګانو او هغو ټولو شیانو چې د هغو په ودرولو کې په کاریږي. هر سړی به د ځانګړو شیانو د وړلو مسئولیت په غاړه ولري.
33دا د مقدسې خېمې په کار کې د مراریانو وظیفې دي. هغوی به دا کار د هارون کاهن د زوی یعنې ایتامار تر لارښودنې لاندې ترسره کوي.>
34-
48حضرت موسیٰ، حضرت هارون او د اسراییلو نورو مشرانو د څښتن امر ته غاړه کېښودله او د قهاتیانو، جرشونیانو او مراریانو سرشمېرنه یې وکړه. هغوی دا کار طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ وکړ او هغه ټول خلک یې وشمېرل چې عمرونه یې د دېرشو او پنځوسو کالو ترمنځ وو او په مقدسه خېمه کې یې کار کولی شو. د هغو شمېر په لاندې ډول ؤ: قهاتیان ۲۷۵۰، جرشونیان ۲۶۳۰ او مراریان ۳۲۰۰ چې د ټولو شمېر ۸۵۸۰ ؤ.
49څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړې ؤ، هر سړی وشمېرل شو او هر یو ته د خدمت کولو یا د وړلو د وظیفې مسئولیت وسپارل شو.