Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3دا ټول ناپاکه خلک که هغه ښځې وي یا نارینه بیرون وباسئ، ترڅو هغه کمپ چې زه په کې د خپل قوم په منځ کې اوسېږم ناپاکه نه کړي.>
4اسراییلیانو همداسې وکړل. هغوی یې ټول له کمپ څخه وشړل. لکه څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته لارښودنه کړې وه، هغوی هماغسې وکړل.
5څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل
6چې د اسراییلو قوم ته داسې ووایي:
7هغه باید د خپلې ګناه اقرار وکړي او هغه نفر ته چې د هغه په مقابل کې یې جرم کړی دی پوره تاوان ورکړي او شل فیصده دې زیات هم ورکړي.
8مګر که چېرې هغه نفر مړ شوی وي او نژدې خپلوان چې تاوان ورته ورکول کېدای شي ونلري، هغه به د کاهن په خاطر څښتن ته ورکړل شي. د دې بیې له ورکولو څخه علاوه باید یو پسه هم ورکړل شي چې د هغه نفر د کفارې په ادا کولو کې ورڅخه کار واخیستل شي.
9ټولې مقدسې اعانې چې اسراییلیان یې کاهن ته راوړي د هغه دي.
10هر کاهن دې هغه نذرانې وساتي چې ورته ورکول کیږي.>
11څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل
12-
14چې اسراییلیانو ته دا لاندینۍ لارښودنې وکړي: کېدای شي داسې وشي چې یو سړی شکمن شي چې ښځې یې ورسره بې وفایي کړې ده او د بل سړي سره یې زنا کړې ده او په دې کار یې خپل ځان ناپاکه کړی دی. مګر ښایي چې د مېړه سره یې کوم ثبوت نه وي، ځکه کېدای شي چې د هغه ښځې دا خبره پټه ساتلې وي، هلته هیڅ شاهد نه ؤ او هغه په دې عمل باندې نه وي نیول شوې. یا کېدای شي چې یو مېړه په خپلې ښځې باندې شکمن شي، که څه هم هغې به بې وفایي نه وي کړې.
15په دواړو حالاتو کې به سړی خپله ښځه کاهن ته ورولي. هغه سړی دې د هغې په خاطر یو کیلوګرام د اوربشو د اوړو نذرانه هم یوسي، مګر په هغې باندې دې د زیتونو تېل یا خوشبویي نه اچوي، ځکه چې دا نذرانه د یو شکمن مېړه له خوا د دې دپاره تیاریږي چې حقیقت معلوم شي.
16کاهن به هغه ښځه راولي او د څښتن د قربانګاه مخې ته به یې ودروي.
17هغه به لږې مقدسې اوبه د خټو په یوې کاسې کې واچوي او د مقدسې خېمې د غولي څخه به لږه خاوره واخلي او په اوبو کې به یې واچوي چې اوبه ترخې شي.
18بیا به هغه د ښځې ویښتان خپاره کړي او د اوړو نذرانه به د هغې په لاسونو کې کېږدي. کاهن به په خپلو لاسونو کې هغه کاسه ونیسي چې هغه ترخې اوبه په کې دي چې په ګناهکارانو باندې د څښتن لعنت راولي.
19بیا به کاهن په هغې ښځې باندې هغه قسم ومني چې هغه یې ورکوي او داسې به ووایي:
20مګر که زنا دې کړې وي،
21څښتن دې تا شنډه کړي او ستا ګېډه دې وپړسوي او په دې ډول دې ستا نوم په خپل قوم کې لعنتي کړي.
22دغه اوبه دې ستا په ګېډه کې ننوزي او هغه دې وپړسوي او تا دې شن��ه کړي.>ښځه باید په ځواب کې داسې ووایي:
23بیا به کاهن دغه لعنت په یو کاغذ باندې ولیکي او هغه دې په ترخو اوبو کې ومینځي.
24مخکې له دې چې په ښځې باندې هغه اوبه وڅښي چې په هغې باندې سخت درد راوستلی شي،
25کاهن به د اوړو نذرانه د ښځې د لاسونو څخه واخلي او هغه دې څښتن ته د وقف کولو په خاطر پورته ونیسي او د قربانۍ ځای ته دې راوړي.
26بیا به له هغې څخه یو موټی د نذرانې د یوې برخې په توګه واخلي او په قربانګاه باندې به یې وسوزوي. په آخر کې به په ښځې باندې هغه اوبه وڅښي.
27که چېرې هغې زنا کړې وي نو اوبه به سخت درد ورباندې راولي. د هغې ګېډه به وپړسیږي او هغه به شنډه شي او نوم به یې په خپل قوم کې لعنتي شي.
28مګر که چېرې هغه ښځه بې ګناه وي، نو زیان به ورته ونه رسیږي او اولادونه به وزېږولی شي.
29-
30دا قانون د هغو حالاتو دپاره دی چې یو سړی غیرتي وي او په خپلې ښځې باندې داسې شکمن شي چې هغې زنا کړې ده. ښځه به د څښتن د قربانګاه مخې ته ودرول شي او کاهن به دغه مراسم سرته ورسوي.
31که چېرې مېړه په حقه نه وي نو سزا به ورته نه ورکول کیږي، مګر که چېرې ښځه قصورواره وي نو سزا به ورته ورکړل شي.