Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل
2چې د اسراییلو قوم ته داسې ووایي:
3نور باید شراب یا بیر ونه څښي او نه دې کوم ډول سرکه استعمال کړي. د انګورو شربت دې نه څښي، انګور یا ممیز دې نه خوري.
4ترڅو پورې چې هغه وقف شوی وي باید کوم شی چې د انګورو څخه جوړیږي ونه خوري، حتیٰ تخمونه او پوستکي یې هم ونه خوري.
5ترڅو پورې چې هغه وقف شوی وي، باید خپل ویښتان کم نه کړي او خپله ږیره ونه خرایي. په هغه ټوله موده کې چې هغه څښتن ته وقف شوی وي، باید نذر ورکړي او خپل ویښتان پرېږدي چې لوی شي.
6-
7د هغه ویښتان خدای ته د هغه د وقف کېدلو نښه ده، نو هغه باید خپل ځان مړي ته په ورنژدې کېدلو سره ناپاک نه کړي، که څه هم هغه د هغه د پلار، د هغه د مور، د هغه د ورور یا د خور مړی وي.
8ترڅو پورې چې هغه نذر ورکوي، هغه به څښتن ته وقف وي.
9که چېرې د هغه وقف شوي ویښتان یو چاته په ورنژدې کېدلو سره چې یوناڅاپه مړ شي ناپاک شي، هغه باید اووه ورځې صبر وکړي او بیا خپل سر وخرایي نو هغه به په مذهبي لحاظ پاک شي.
10په اتمه ورځ به هغه نفر دوه کوترې یا دوه قمري ګانې د مقدسې خېمې دروازې ته کاهن ته راوړي.
11کاهن به یو مارغه د ګناه د نذرانې په توګه او بل به د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کړي چې د هغه دپاره کفاره ادا کړي ځکه چې هغه مړي ته په ورنژدې کېدلو سره ګناه کړې ده. هغه دې په هماغه ورځ د خپلو ویښتانو د پاکولو مراسم ترسره کړي.
12نو څښتن ته دې هغه نفر خپل وخت بیا وقف کړي. تېرې شوې ورځې نه حسابیږي، ځکه چې د هغه مقدس ویښتان ناپاکه شول. هغه باید د تاوان د نذرانې په توګه یو یو کلن وری راوړي.
13کله چې هغه نفر خپله هغه موده پوره کړي چې هغه په کې دا وعده کړې ده چې نذر به ورکوي، باید دا مراسم سرته ورسوي. د مقدسې خېمې دروازې ته به ورشي
14او څښتن ته دې درې داسې حیوانات وړاندې کړي چې کوم عیب په کې نه وي، یعنې یو یو کلن وری د سوزېدونکې نذرانې دپاره، یوه یو کلنه مېږه د ګناه د نذرانې دپاره او یو پسه د سلامتۍ د نذرانې دپاره.
15هغه دې یوه ټوکرۍ فطیره ډوډۍ هم وړاندې کړي یعنې پنډې ډوډۍ چې د داسې ښو اوړو څخه تیارې شوې وي چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي او داسې نرۍ ډوډۍ چې تېل ورباندې موښل شوي وي او د غلې دانې او د څښلو نذرانې هم باید ورسره وي.
16کاهن به دا ټول څښتن ته حاضر کړي او د ګناه نذرانه او سوزېدونکې نذرانه دې وړاندې کړي.
17هغه به پسه د سلامتۍ د نذرانې په توګه څښتن ته قرباني کړي او هغه به د ډوډۍ د ټوکرۍ سره وړاندې کړي، همدارنګه هغه به د غلې دانې او څښلو نذرانې هم وړاندې کړي.
18له هغې وروسته به هغه نفر د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې ودریږي، خپل سر به وخرایي او ویښتان به په هغه اور کې واچوي په کوم باندې چې د سلامتۍ نذرانه سوزول کیږي.
19کله چې د پسه د اوږې غوښه وایشول شوه، کاهن به هغه واخلي او د ټوکرۍ د یوې پنډې ډوډۍ او یوې نرۍ ډوډۍ سره به یې د هغه نفر په لاسونو کې کېږدي.
20هغه به یې بېرته کاهن ته ورکړي او کاهن به یې ما څښتن ته د وقف کولو دپاره پورته ونیسي. بیا کاهن کولی شي چې د پسه د اوږې غوښه، سینه او د هغه شاتنۍ پښه وخوري ځکه چې دا د نذرانې څخه د هغه برخه ده. له دې وروسته به هغه نفر نور نذر نه ورکوي او ازادانه شراب څښلی شي.
21دا قانون د هغو خلکو دپاره دی چې نذر ورکوي. که چېرې کوم نفر وعده کړې وي چې څښتن ته برسېره په هغو شیانو چې هغه یې په عادي حالت کې ورکوي کوم بل شی د نذر په توګه ورکړي، نو هغه دې د خپلې وعدې سره سم خپل خاص نذر ورکړي.>
22څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
24څښتن دې برکت درکړياو تاسو دې وساتي
25هغه دې په تاسو باندې رحماو مهرباني وکړي
26څښتن دې درسره ښه وکړياو تاسو ته دې سلامتیا درکړي>
27بیا څښتن وفرمایل: