Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1کله چې حضرت موسیٰ د مقدسې خېمې د ودرولو څخه وزګار شو، نو خېمه او د هغې ټول سامان او د قربانۍ ځای او د هغه ټول سامان یې مسح کړ او هغه یې څښتن ته وقف کړ.
2بیا د اسراییلو دولس قبیلوي مشران یعنې هماغه نفر چې د خلکو د سرشمېرنې مشري یې په غاړه وه مقدسې خېمې ته
3د هغو سوغاتونو سره راغلل چې د څښتن دپاره وو. هغوی شپږ ګاډۍ ګانې او دولس غوایان راوړل، هر مشر یو یو غویی او دوو مشرانو یوه یوه ګاډۍ راوستله.
4څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
6نو حضرت موسیٰ ګاډۍ ګانې او غوایان واخیستل او هغه یې لاویانو ته
7-
8چې د حضرت هارون د زوی ایتامار تر مشرۍ لاندې وو ورکړل. حضرت موسیٰ جرشونیانو ته د هغوی د کار دپاره دوه ګاډۍ ګانې او څلور غوایان ورکړل او څلور ګاډۍ ګانې او اته غوایان یې مراریانو ته د هغوی د کار دپاره ورکړل.
9مګر قهاتیانو ته یې هیڅ ورنه کړل، ځکه چې هغوی د هغو مقدسو شیانو مسوولان وو چې باید په خپلو اوږو باندې یې یوسي.
10کله چې د قربانۍ ځای مسح کړای شو، مشرانو خپلې نذرانې د هغه د وقف کولو دپاره راوړلې او هغه یې د قربانۍ د ځای په مخ کې وړاندې کړې.
11څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: نو هر مشر دا لاندیني سوغاتونه راوړل:
84- -
88په دې ډول کله چې د قربانۍ ځای مسح او څښتن ته وقف کړای شو، دغو دولسو مشرانو دا لاندیني سوغاتونه راوړل:- دولس د سپینو زرو قابونه او دولس د سپینو زرو کاسې چې د وینې د شیندلو دپاره وې او د ټولو وزن د مقدس ځای د اندازې په مطابق اته ویشت کیلوګرامه ؤ.- دولس د سرو زرو پشقابونه چې وزن یې یونیم کیلوګرامه ؤ او د خوشبویۍ څخه ډک وو.- دولس غوایان، دولس پسونه او دولس یو کلن وري د غلو دانو د نذرانو سره د سوزېدونکو نذرانو په توګه.- دولس وزان د ګناه د نذرانو په توګه.- څلورویشت غوایان، شپېته پسونه، شپېته وزان او شپېته یو کلن وري د سلامتۍ د نذرانو په توګه.
89کله به چې حضرت موسیٰ غوښتل چې د څښتن سره خبرې وکړي نو مقدسې خېمې ته به ورننوت. هلته به هغه د دوو کروبیانو له منځ څخه د کفارې د پوښ دپاسه چې د لوظ په صندوق باندې پروت ؤ، د څښتن غږ اورېده چې د هغه سره یې خبرې کولې.