Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3حضرت هارون دا خبره ومنله او لکه څنګه چې ورته ویل شوي وو، څراغونه یې هماغسې کېښودل.
4څراغدان د سر څخه نیولې تر پایې پورې د ټکول شویو سرو زرو څخه جوړ شوی ؤ او کټ مټ د هغې نقشې په مطابق ؤ لکه څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته ښودلې وه.
5څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
7د دې دپاره چې هغوی پاک کړې نو داسې وکړه: په هغوی باندې پاکوونکې اوبه وشینده او ورته ووایه چې د خپل بدن ټول ویښتان وخرایي او خپل کالي ومینځي. نو هغوی به پاک شي.
8هغوی دې یو ځوان غویی او د غلې دانې هغه نذرانه راوړي چې د ښو اوړو څخه جوړه شوې وي او د زیتونو تېل ورسره ګډ وي. بل غویی دې د ګناه د نذرانې په توګه راولي.
9بیا به د اسراییلو ټول قوم راوغواړې او لاویانو ته به ووایې چې د مقدسې خېمې مخې ته لاړ شي.
10هلته به زما په حضور کې قوم خپل لاسونه د لاویانو په سرونو باندې کېږدي.
11هارون به لاویان د قوم له خوا د یو خاص سوغات په توګه ماته وړاندې کړي، ترڅو هغوی زما خدمت وکړي.
12له هغې وروسته دې لاویان خپل لاسونه د غوایانو په سرونو باندې کېږدي. بیا به یو غویی د ګناه د نذرانې په توګه قرباني شي او بل د سوزېدونکې نذرانې په توګه، ترڅو د لاویانو دپاره کفاره ادا شي.
13لاویان د یو خاص سوغات په توګه ماته وقف کړه او هارون او د هغه زامن د هغوی مشران کړه.
14په دې ډول به لاویان د نورو اسراییلیانو څخه جدا کړې او هغوی به زما شي.
15وروسته له هغې چې تا لاویان پاک او وقف کړل، بیا به هغوی ته اجازه ورکړل شي چې په مقدسه خېمه کې کار وکړي.
16لاویان یوازې زما دي او هغوی مې د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای قبول کړي دي.
17کله چې ما د مصریانو مشران زامن او اولني زېږېدلي حیوانات ووژل، دا پرېکړه مې وکړه چې په هرې اسراییلي کورنۍ کې مشران زامن او د هغوی د رمو او پادو څخه هر اولنی زېږېدلی نر حیوان به زما وي.
18مګر اوس ما د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای لاویان انتخاب کړي دي.
19د ټولو اسراییلیانو څخه مې لاویان هارون او د هغه زامنو ته د سوغاتونو په توګه ورکړي دي چې په مقدسه خېمه کې د قوم په خاطر کار وکړي او د هغوی دپاره کفاره ادا کړي، ترڅو کله چې اسراییلیان مقدس ځای ته ورنژدې کیږي، په هغوی باندې کوم آفت رانه شي.>
20لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، نو حضرت موسیٰ، حضرت هارون او د اسراییلو ټول قوم لاویان وقف کړل.
21لاویانو خپل ځانونه پاک کړل او خپل کالي یې ومینځل او حضرت هارون هغوی د یو خاص سوغات په توګه څښتن ته وقف کړل او د هغوی د پاکوالي دپاره یې کفاره ادا کړه.
22له دې وروسته لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، لاویانو د حضرت هارون او د هغه د زامنو د مرستیالانو په توګه په مقدسه خېمه کې کار کاوه.
23څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
24-
26هغوی کولی شي چې د مقدسې خېمې په وظیفو کې د نورو لاویانو سره مرسته وکړي مګر په خپله باید د کوم کار مسئولیت په غاړه ونلري. په دې ډول لاویانو ته وظیفې وسپاره.>