Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1د دوهم کال په اوله میاشت وروسته له دې چې د اسراییلو قوم د مصر څخه راووت، څښتن د سینا په دښته کې د حضرت موسیٰ سره خبرې وکړې. هغه وفرمایل:
2-
4نو حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل چې د فسحې اختر ولمانځي
5او هغوی دا کار د اولې میاشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام د سینا په دښته کې وکړ. قوم هرڅه هماغه شان وکړل لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ.
6مګر ځینې خلک په مذهبي لحاظ ناپاک وو ځکه چې د هغوی لاسونه په مړي باندې لګېدلي وو او هغوی ونه شو کولی چې په هغه ورځ د فسحې اختر ولمانځي. نو حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته ورغلل
7او ویې ویل:
8حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل:
9بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل چې
10د اسراییلو خلکو ته ووایي:
11نو هغه دې د دوهمې میاشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام یعنې یوه میاشت وروسته ولمانځي. هغه دې د فسحې وری د فطیرې ډوډۍ او ترخو بوټو سره وخوري.
12له هغه څخه دې هیڅ شی تر سهاره پورې نه پرېږدي او د حیوان هیڅ یو هډوکی دې نه ماتوي. کله چې هغه د فسحې اختر لمانځي، باید د دغو ټولو مقرراتو څخه پیروي وکړي.
13مګر که چېرې ستاسو څخه څوک په مذهبي لحاظ پاک وي او په سفر کې نه وي او د فسحې اختر نه لمانځي، هغه باید زما د قوم څخه وشړل شي. هغه ته به سزا ورکړل شي ځکه چې ماته یې په ټاکلي وخت نذرانې نه دي وړاندې کړې.
14که چېرې هغه بېګانه خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي وغواړي چې د فسحې اختر ولمانځي، باید د ټولو قوانینو او مقرراتو په مطابق یې ولمانځي. همدغه قانون په هرچا باندې که هغه اصلي اوسېدونکی وي یا بېګانه وي عملي کیږي.>
15-
16په هغه ورځ چې مقدسه خېمه ودرول شوه، یوه ورېځ راغله او خېمه یې پټه کړه. ورېځ به هره ورځ هلته وه او د شپې له خوا به د اور په شان ښکاره کېدله.
17هرکله چې به ورېځ د خېمې څخه پورته شوه نو اسراییلیان به روان شول. کله به چې ورېځ راکوزه شوه، هغوی به خېمې ودرولې.
18قوم د څښتن په امر حرکت کاوه او د هغه په امر به یې خېمې ودرولې. تر هغه وخته پورې چې په خېمه باندې به ورېځ وه، هغوی به په هماغه کمپ کې پاتې کېدل.
19کله چې به ورېځ په خېمې باندې تر ډېره وخته پورې پاتې کېدله، هغوی د څښتن اطاعت کاوه او کډه یې نه کوله.
20کله کله به ورېځ په خېمې باندې یوازې د یو څو ورځو دپاره پاتې کېدله، په هر حال کې به هغوی د څښتن د امر په مطابق په کمپ کې پاتې کېدل یا به یې کډه ��وله.
21کله کله ورېځ یوازې د ماښام څخه تر سهاره پورې پاتې کېدله، څنګه به چې ورېځ پورته شوه هغوی به کډه کوله. هرکله چې ورېځ پورته کېدله، هغوی کډه کوله.
22که دا به دوه ورځې، یوه میاشت یا به ډېره موده وه ترڅو چې په خېمې باندې به ورېځ وه هغوی کډه نه کوله. مګر کله چې ورېځ پورته کېدله، هغوی به کډه کوله.
23هغوی به د څښتن په امر خېمې ودرولې او د هغه په امر به یې حرکت کاوه. هغوی د څښتن د حکمونو څخه چې د حضرت موسیٰ په وسیله یې کول، اطاعت کاوه.