Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3کله چې دواړه سرني په اوږد اواز سره ووهل شي، ټول قوم دې د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې تاته راغونډ شي.
4که چېرې یو سرنی ووهل شي، یوازې د قبیلو مشران دې درته راغونډ شي.
5کله چې هغه په لنډ اواز سره ووهل شي، کومې قبیلې چې په ختیځ کې کمپ لري، هغه به حرکت کوي.
6کله چې هغه د دوهم ځل دپاره په لنډ اواز سره ووهل شي، کومې قبیلې چې په جنوب کې دي، هغه به حرکت کوي. نو هغه دې په لنډ اواز سره ووهل شي د دې دپاره چې کمپ ته حرکت ورکړای شي.
7مګر د دې دپاره چې ټول خلک راغونډ شي، هغه دې په اوږده اواز سره ووهل شي.
8د هارون زامن چې کاهنان دي، سرني دې ووهي. دا قانون باید د همېش دپاره ستاسو او ستاسو د راتلونکو نسلونو له خوا مراعت شي.
9کله چې تاسو په خپله خاوره کې جنګېږئ او د هغو دښمنانو په مقابل کې چې په تاسو باندې یې حمله کړې ده د خپلو ځانونو څخه دفاع کوئ، نو په دې سرنیو باندې د جګړې دپاره اشاره ورکړئ. زه یعنې ستاسو څښتن خدای به ستاسو سره مرسته وکړم او د خپلو دښمنانو څخه به مو وژغورم.
10همدارنګه د خپلې خوشالۍ په وختونو کې، ستاسو د نوې میاشتې په اخترونو او په نورو اخترونو کې کله چې تاسو سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کوئ باید سرني ووهئ. بیا به زه درسره مرسته وکړم. زه ستاسو څښتن خدای یم.>
11د دوهم کال د دوهمې میاشتې په شلمه ورځ یعنې وروسته له دې چې اسراییلیان د مصر څخه راووتل، هغه ورېځ چې په مقدسې خېمې باندې ولاړه وه پورته شوه.
12نو اسراییلیان د سینا له دښتې څخه روان شول او د یو ځای څخه یې بل ځای ته سفر کاوه ترڅو چې ورېځ د فاران په دښته کې ودرېدله.
13دا اول ځل ؤ چې څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل چې د اسراییلو په قوم باندې امر وکړي چې حرکت وکړي.
14هغه کمپ چې د یهودا قبیلې یې مشري کوله، د خپل بیرغ لاندې د عمیناداب د زوی نحشون په مشرۍ اول حرکت وکړ.
15نتنائیل د صوغر زوی د یساکار د قبیلې مشر ؤ
16او الیاب د حیلون زوی د زبولون د قبیلې مشر ؤ.
17بیا مقدسه خېمه راټوله کړای شوه او جرشونیانو او مراریانو چې هغه یې وړله، حرکت وکړ.
18ورپسې هغه کمپ چې د روبین قبیلې یې مشري کوله، د خپل بیرغ لاندې د شدیئور د زوی الیصور په مشرۍ حرکت وکړ.
19شلومیئیل د صوریشدای زوی د شمعون د قبیلې مشر ؤ
20او الیاساف د دعوئیل زوی د جاد د قبیلې مشر ؤ.
21د هغوی پسې قهاتیانو چې د لاویانو د طایفو څخه وو حرکت وکړ او مقدس شیان یې وړل. کله چې هغوی بل کمپ ته ورسېدل، خېمه ودرول شوې وه.
22ورپسې هغه کمپ چې د افرایم قبیلې یې مشري کوله، د خپل بیرغ لاندې د عمیهود د زوی الیشمع په مشرۍ حرکت وکړ.
23جملیئیل د فدهصور زوی د منسي د قبیلې مشر ؤ
24او ابیدان د جدعوني زوی د بنیامین د قبیلې مشر ؤ.
25په آخره کې هغه کمپ چې د دان قبیلې یې مشري کوله او د شا له خوا حملې په مقابل کې به یې د اسراییلیانو ساتنه کوله د خپل بیرغ لاندې د عمیشدای د زوی اخیعزر په مشرۍ حرکت وکړ.
26فجعیئیل د عکران زوی د اشیر د قبیلې مشر ؤ
27او اخیرع د عینان زوی د نفتالي د قبیلې مشر ؤ.
28په دې توګه هرځل چې هغوی خپل کمپ د یو ځای څخه بل ځای ته وړه نو د اسراییلو خلکو به حرکت کاوه.
29حضرت موسیٰ خپل د ښځې ورور حوڅپرکی ته چې د مدیاني یترون زوی ؤ، وفرمایل:
30حوڅپرکی په ځواب کې وویل:
31حضرت موسیٰ ورته وفرمایل:
32که چېرې ته زمونږ سره لاړ شې، مونږ به درته د هغو ښو شیانو برخه درکړو چې څښتن یې مونږ ته راکوي.>
33نو د اسراییلو قوم د سینا یعنې د مقدس غره څخه روان شو او هغوی درې ورځې سفر وکړ. د څښتن د لوظ صندوق همېشه د هغوی په مخ کې روان ؤ ترڅو د هغوی دپاره ځای پیدا کړي چې خېمې په کې ودروي.
34څنګه به چې هغوی د هر کمپ څخه حرکت کاوه، د څښتن ورېځ به د ورځې له خوا د هغوی په سر باندې ولاړه وه.
35هرکله به چې د لوظ صندوق روان شو، حضرت موسیٰ به ویل:
36او چې کله به د لوظ صندوق ودرېد، حضرت موسیٰ به داسې دعا کوله: