Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1د اسراییلو قوم د خپلو تکلیفونو په هکله شکایت کول پیل کړل. کله چې څښتن د هغوی شکایت واورېد، هغه په قهر شو او په قوم باندې یې اور نازل کړ. د هغوی په منځ کې اور بلېده او د کمپ یوه څنډه یې له منځه یوړله.
2کله چې قوم حضرت موسیٰ ته د مرستې دپاره زاري وکړه، هغه څښتن ته دعا وکړه او اور مړ شو.
3نو هغه ځای د تبعیره په نوم یاد شو، ځکه چې هلته د هغوی په منځ کې د څښتن له خوا اور بل شوی ؤ.
4ځینې بېګانه خلک وو چې د اسراییلیانو سره راغلي وو. د هغوی غوښې ته ډېر سخت زړه کېده او حتیٰ په خپله اسراییلیانو هم په شکایت کولو پیل وکړ او ویې ویل:
5څومره ماهیان چې مونږ غوښتل په مصر کې مو وړیا خوړلی شول او هلته بادرنګ، هندوانې، ګندنه، پیاز او هوږه هم وه.
6مګر دلته زمونږ اشتها له منځه لاړه، بغیر له دې من څخه مونږ بل هیڅ شی ونه لید.>
7من د دڼیا د تخم په شان ؤ، خو رنګ یې سپین بخن ؤ.
8-
9هغه د شپې له خوا د پرخې سره یوځای په کمپ باندې اورېده. په سهار کې به خلک ګرځېدل او هغه به یې راټولاوه، په مېچن کې به یې میده کاوه او یا به یې په اونګ کې ټکاوه او بیا به یې په لوښو کې ایشاوه او ډوډۍ به یې ورڅخه تیارولې. خوند یې د هغې ډوډۍ په شان ؤ چې د زیتونو په تېلو کې پخیږي.
10حضرت موسیٰ د هرې کورنۍ د خلکو ژړا چې هر یو د خپلې خېمې د دروازې په خوله کې ولاړ ؤ او ژړل یې، واورېدله. څښتن ډېر زیات په قهر شو او په دې باندې حضرت موسیٰ خفه شو.
11هغه څښتن ته وفرمایل:
12هغوی ما نه دي پیدا کړي او نه مې هغوی زېږولي دي! ولې زما څخه غواړې چې د یوې دایي په شان کار وکړم او هغوی لکه د ماشومانو په شان په ټوله لار کې په غېږ کې واخلم او هغه وطن ته یې بوځم چې د هغوی د نیکونو سره دې وعده کړې وه؟
13هغوی ماته ژاړي چې مونږ ته غوښه راکړه چې ویې خورو. د دې ټول قوم دپاره غوښه له کوم ځای څخه راپیدا کړم؟
14دا کار زما دپاره ډېر سخت دی. زه یوازې څنګه کولی شم چې د دغو ټولو خلکو مسئولیت په غاړه واخلم؟
15که چېرې ته زما سره دا ډول رویه کوې، نو په ما باندې رحم وکړه او همدا اوس مې مړ کړه او دا بدبخته ژوند مې پای ته ورسوه!>
16څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
17زه به درکوز شم او هلته به ستا سره خبرې وکړم او د هغه روح څخه به چې تاته مې درکړی دی لږ واخلم او هغوی ته به یې ورکړم. بیا هغوی کولی شي چې ستا سره د دغو خلکو دپاره د مسئولیت په درلودلو کې مرسته وکړي او ته به مجبور نه یې چې یوازې ته دا مسئولیت په غاړه واخلې.
18اوس قوم ته ووایه: د سبا دپاره خپل ځانونه پاک کړئ، تاسو به غوښه وخورئ. څښتن اورېدلي دي چې تاسو فریاد کوئ او وایئ چې کاشکې زمونږ سره لږه غوښه وای او مونږ په مصر کې ډېر ښه وو. اوس به څښتن تاسو ته غوښه درکړي او تاسو به یې وخورئ.
19تاسو به هغه یوازې یوه، دوه، پنځه، لس یا حتیٰ شل ورځې نه،
20بلکه پوره یوه میاشت به یې وخورئ ترڅو ستاسو د سپېږمو څخه راووزي او زړه مو ورڅخه تور شي. داسې به وشي، ځکه چې تاسو د څښتن څخه چې ستاسو په منځ کې حاضر دی منکر شوي یئ او دا شکایت مو کړی دی چې باید هیڅکله له مصر څخه وتلي نه وای.>
21حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل:
22حتیٰ که چېرې ټولې رمې او پادې هم حلالې شي یا د دریاب ټول ماهیان هم ونیول شي، د هغوی دپاره به کفایت ونه کړي.>
23څښتن په ځواب کې وفرمایل:
24نو حضرت موسیٰ له مقدسې خېمې څخه راووت او څه چې څښتن فرمایلي وو هغه یې قوم ته بیان کړل. هغه اویا تنه مشران راغونډ کړل او د خېمې شاوخوا یې ودرول.
25بیا څښتن په ورېځ کې راکوز شو او د حضرت موسیٰ سره یې خبرې وکړې. څښتن د هغه روح څخه چې حضرت موسیٰ ته یې ورکړی ؤ، لږ واخیست او اویا مشرانو ته یې ورکړ. کله چې د څښتن روح په هغوی باندې نازل شو نو هغوی د نبیانو په شان په نبوت پیل وکړ، مګر دا کار یې یوازې د یو ځل دپاره وکړ.
26الداد او میداد دوه مشران وو چې په کمپ کې پاتې وو او خېمې ته تللي نه وو. مګر کله چې په هغوی باندې هم روح نازل شو، نو په کمپ کې یې نبوت پیل کړ.
27یو ځوان حضرت موسیٰ ته ورمنډه کړه او د الداد او میداد په هکله یې ورته خبر ورکړ.
28د نون زوی یوشع چې د خپلې ځوانۍ له وخت څخه د حضرت موسیٰ مرستیال ؤ، وویل:
29مګر حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل:
30بیا حضرت موسیٰ او د اسراییلو اویا مشران بېرته کمپ ته لاړل.
31له هغې وروسته څښتن یو قوي باد رانازل کړ چې مړزان یې د دریاب څخه راوړل. هغه د ځمکې څخه د یو متر څخه په کمه فاصله کې پورته الوتل ترڅو د اسراییلیانو په کمپ او د هغه په شاوخوا باندې د څو څو کیلومترو په فاصله له هرې خوا څخه راښکته شول.
32نو خلکو ټوله ورځ او ټوله شپه او ټوله راتلونکې ورځ مړزان ونیول. هیچا د زرو کیلوګرامو څخه کم نه وو راټول کړي. هغه یې د وچېدلو دپاره د کمپ شاوخوا ته وغوړول.
33مګر د غوښې د خوراک د شروع سره سم څښتن په قوم باندې په قهر شو او په کمپ باندې یې سخته وبا نازله کړه.
34هغه ځای د قبروت هتاوه (د حریصانو د قبرونو) په نوم یاد شو، ځکه چې په هغه ځای کې هغه خلک ښخ شول چې غوښې ته به یې سخت زړه کېده.
35له هغه ځای څخه قوم حضیروت ته سفر وکړ او هلته یې خېمې ودرولې.