Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1حضرت موسیٰ د یوې ایتوپیایۍ ښځې سره واده کړی ؤ او مریم او حضرت هارون په هغه باندې د دې کار په خاطر انتقاد وکړ.
2هغوی وویل: څه چې هغوی وویل څښتن هغه واورېدل.
3(حضرت موسیٰ د ځمکې پر مخ ترټولو عاجز سړی ؤ.)
4څښتن سمدستي حضرت موسیٰ، حضرت هارون او مریم ته وفرمایل: نو هغوی ورغلل.
5څښتن په ورېځ کې راکوز شو، د خېمې د دروازې په خوله کې ودرېد او غږ یې وکړ: هغوی دواړه رامخکې شول
6او څښتن وفرمایل:
7خو کله چې د خپل خدمتګار موسیٰ سره خبرې کوم هغه د نورو سره فرق لري. هغه مې د خپل ټول قوم مشر ټاکلی دی.
8نو زه د هغه سره مخامخ او صفا خبرې کوم، نه په رموز سره، حتیٰ هغه زما څېره هم ویني! تاسو څنګه جرأت کوئ چې زما د خدمتګار موسیٰ په ضد خبرې وکړئ؟>
9څښتن په حضرت هارون او مریم باندې په قهر شو. د څښتن د تګ
10او د مقدسې خېمې د سر څخه د ورېځې د لېرې کېدو څخه وروسته مریم په جذام باندې اخته شوه او پوستکی یې لکه د واورې په شان سپین واوښت. کله چې حضرت هارون هغې ته وکتل نو ویې لیدل چې هغه په جذام باندې اخته شوه،
11نو حضرت موسیٰ ته یې وفرمایل:
12مه پرېږده چې د مریم غوښه د یو مړه زېږېدلي ماشوم په شان خوسا شي!>
13نو حضرت موسیٰ څښتن ته فریاد وکړ:
14مګر څښتن په ځواب کې وفرمایل:
15مریم اووه ورځې د کمپ څخه دباندې ایساره پاتې شوه او قوم تر هغه وخته پورې حرکت ونه کړ ترڅو هغه بېرته کمپ ته راوستل شوه.
16بیا هغوی د حضیروت څخه لاړل او د فاران په دښته کې یې خېمې ودرولې.