Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3نو حضرت موسیٰ د څښتن د حکم سره سم د فاران له دښتې څخه دولس قبیلوي مشران ولېږل
4-
16او حکم یې ورکړ چې د کنعان ځمکه وګوري. د هغوی نومونه دا دي:د روبین له قبیلې څخه د زکور زوی شموعد شمعون له قبیلې څخه د حوري زوی شافاطد یهودا له قبیلې څخه د یفنه زوی کالیبد یساکار له قبیلې څخه د یوسف زوی یجالد افرایم له قبیلې څخه د نون زوی هوشع (حضرت موسیٰ په هغه باندې یوشع نوم کېښود.)د بنیامین له قبیلې څخه د رافو زوی فلتيد زبولون له قبیلې څخه د سودي زوی جدیئیلد منسي له قبیلې څخه د سوسي زوی جديد دان له قبیلې څخه د جملي زوی عمیئیلد اشیر له قبیلې څخه د میکائیل زوی ستورد نفتالي له قبیلې څخه د وفسي زوی نحبياو د جاد له قبیلې څخه د ماکي زوی جاوئیل.
17مخکې له دې چې حضرت موسیٰ هغوی کنعان ته ولېږي، داسې یې ورته وفرمایل:
18دا معلومه کړئ چې هغه هېواد څه ډول دی، په هغه ځای کې څومره خلک اوسیږي او هغوی څومره قوي دي.
19هغه ځمکه ښه ده یا خرابه او آیا خلک په بې دېواله ښارونو کې اوسیږي یا په دېوال لرونکو ښارونو کې؟
20خاوره یې حاصلخېزه ده او یا ځمکه یې ځنګلي ده؟ د هغو مېوو څخه چې هلته پیدا کیږي لږه خامخا د ځان سره راوړئ.> (دا د اولنیو پخو شویو انګورو موسم ؤ.)
21نو نفر د شمال خواته لاړل او هغه ځمکه یې د صین د دښتې څخه چې په جنوب کې وه تر رحوب پورې چې په شمال کې د حمات غاښي ته نژدې وه، وکتله.
22هغوی اول د هغه وطن جنوبي برخې ته لاړل او حبرون ته ورغلل. هلته د اخیمان، شیشای او تلمای طایفې اوسېدلې، دا د عناقیانو د قوم اولاده وه، چې ډېر لوړ قدونه یې درلودل. (حبرون اووه کاله مخکې د صوعن څخه چې په مصر کې ؤ جوړ شوی ؤ.)
23هغوی د اشکول درې ته ورغلل او هلته یې یوه څانګه پرې کړه چې د انګورو یو وږی په کې ؤ او دومره درنده وه چې دوه تنو هغه د یوې میلې په وسیله انتقال کړه. هغوی لږ انار او اینځر هم راوړل.
24(د انګورو د وږي له کبله چې اسراییلیانو هلته پرې کړ، هغه ځای د اشکول د درې په نوم یاد شو.)
25د کنعان د خاورې د کتلو څخه وروسته چې څلوېښت ورځې یې دوام وموند،
26هغه دولس نفره قادش ته چې د فاران په دښته کې ؤ راستانه شول او څه یې چې لیدلي وو، حضرت موسیٰ، حضرت هارون او د اسراییلو ټول قوم ته وویل او هغه مېوه چې هغوی راوړې وه هغوی ته یې وروښودله.
27هغوی حضرت موسیٰ ته وویل:
28مګر د هغه ځای خلک قوي او ښارونه یې ډېر لوی او دېوال لرونکي دي. برسېره پردې، مونږ هلته د عناقیانو اولاده هم ولیدله.
29عمالیقیان په جنوبي دښته کې اوسیږي، حیتیان، یبوسیان او اموریان په غرنۍ سیمه کې دي او کنعانیان د مدیترانې د بحیرې او د اردن د سیند په غاړه اوسیږي.>
30کا��یب هغه خلک غلي کړل چې د حضرت موسیٰ په ضد یې شکایتونه کول او ویې ویل:
31مګر هغو نفرو چې د کالیب سره تللي وو وویل:
32نو هغوی د هغې ځمکې په باره کې چې هغوی کتلې وه د اسراییلیانو په منځ کې غلط خبر خپور کړ. هغوی وویل:
33حتیٰ مونږ په هغه ځای کې د عناقیانو اولاده ولیدله. هغوی دومره قوي وو او لوړ قدونه یې درلودل چې مونږ ته خپل ځانونه داسې کوچني ښکاره شول لکه د ملخانو په شان او هغوی ته هم همداسې ښکاره کېدو.>