Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
44 verses
1کله چې اسراییلیانو د هغو دولسو نفرو راپور چې د کنعان خاوره یې کتلې وه واورېد، نو خلکو ټوله شپه وژړل
2او حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته یې داسې ګیله وکړه:
3څښتن ولې مونږ کنعان ته ورولي؟ مونږ به په جنګ کې مړه شو او زمونږ ښځې او ماشومان به اسیران شي. آیا دا به ښه نه وي چې بېرته مصر ته لاړ شو؟>
4بیا هغوی یو بل ته وویل:
5حضرت موسیٰ او حضرت هارون د ټول قوم په مخکې پړمخې پرېوتل.
6د نون زوی یوشع او د یفنه زوی کالیب چې د هغو نفرو څخه وو چې هغه خاوره یې کتلې وه، له خفګانه خپل کالي وشلول
7او خلکو ته یې وویل:
8که چېرې خدای پاک زمونږ څخه راضي وي، هغه به مو هلته یوسي او هغه غني او حاصلخېزه ځمکه به راته راکړي.
9نو د څښتن په مقابل کې سرکشي مه کوئ او د هغه ځای د خلکو څخه مه وېرېږئ. مونږ به په اسانۍ سره په هغوی باندې بریالي شو. څښتن زمونږ سره مل دی او هغو خدایانو ته یې ماتې ورکړې ده کومو چې د هغوی ساتنه کوله. نو مه وېرېږئ.>
10ټول قوم ګواښ وکړ چې حضرت موسیٰ او حضرت هارون سنګسار کړي چې مړه شي. مګر ناڅاپه د څښتن جلال په مقدسې خېمې باندې ټولو اسراییلیانو ته راښکاره شو.
11څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
12زه به په هغوی باندې وبا نازله کړم او له منځه به یې یوسم، مګر ستا څخه به د یو داسې قوم نیکه جوړ کړم چې د هغوی د قوم څخه لوی او قوي وي.>
13مګر حضرت موسیٰ څښتن ته وفرمایل:
14نو هغوی به دا د کنعان خلکو ته ووایي. دغه خلک له مخکې څخه خبر دي چې ته، ای څښتنه زمونږ سره مل یې او کله چې ستا ورېځ زمونږ دپاسه ودریږي نو مونږ ته مخامخ ښکارې. د ورځې له خوا په ورېځ کې زمونږ په مخکې ځې او د شپې له خوا په اور کې.
15اوس که چېرې ته خپل ټول قوم ووژنې نو هغه قومونه چې ستا د شهرت په هکله یې اورېدلي دي داسې به وایي
16چې خپل خلک دې ځکه په دښته کې ووژل چې تا نه شو کولی هغوی هغې ځمکې ته ورولې چې د هغې وعده دې ورسره کړې ده.
17ای څښتنه، مونږ ته دې خپل لوی قدرت وښایه او هغه وعده دې پوره کړه چې کړې دې وه. تا فرمایلي وو:
18زه څښتن په اسانۍ سره نه په قهرېږم او ډېره مینه او وفاداري کوم او ګناه او سرغړونه بخښم. خو بیاهم اولادونو او لمسیو ته تر دریم او څلورم نسله پورې د هغوی د پلرونو د ګناه په خاطر سزا ورکوم.
19ته رحیم یې او ته د خلکو سره ډېره ښه رویه کوې که څه هم د ښې رویې وړ نه دي. نو مهرباني وکړه دا قوم داسې وبخښه لکه څنګه چې دې له هغه وخته راهیسې بخښلی دی چې هغوی له مصر څخه راووتل.>
20څښتن په ځواب کې وفرمایل:
21مګر زه په خپل ژوند او خپل جلال باندې چې ټوله ځمکه ډکوي قسم خورم،
22د دې خلکو څخه به هیڅوک ژوندی پاتې نه شي چې هغې خاورې ته ورداخل شي. هغوی زما جلال او معجزې چې په مصر او دښته کې مې ښودلې وې لیدلې دي، مګر هغوی زه څو څو ځلې ازمایلی یم او زما د امر څخه یې سرغړونه کړې ده.
23هغوی به هیڅکله هغې خاورې ته ورداخل نه شي چې د هغوی د نیکونو سره مې وعده کړې ده. هغه چا چې زه یې نه یم منلی هغه به هیڅکله هم ورداخل نه شي.
24مګر په دې خاطر چې زما خدمتګار کالیب د نورو په شان نه دی او هغه ماته وفادار پاتې دی، زه به هغه هغې ځمکې ته ورولم چې هغه کتلې وه او هغه ځمکه به د هغه د اولادې ملکیت شي.
25څرنګه چې عمالیقیان او کنعانیان په درو کې اوسیږي، نو سهار بېرته راوګرځئ او د سرې بحیرې له لارې د دښتې خواته لاړ شئ.>
26څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
28اوس هغوی ته دغه ځواب ورکړئ: زه په خپل ژوند قسم خورم، څه چې تاسو غوښتي دي هماغسې به درباندې وکړم. ما څښتن دا خبرې وکړې.
29تاسو به مړه شئ او ستاسو مړي به په دې دښته کې خپاره شي. ستاسو څخه به هیڅوک چې عمر یې له شلو کالو څخه زیات وي هغې خاورې ته داخل نه شي ځکه چې تاسو زما په ضد شکایت کړی دی.
30ما قسم خوړلی ؤ چې تاسو به هلته واوسېږئ، مګر پرته له کالیب او یوشع څخه به نور هیڅوک هلته ژوند ونه کړي.
31تاسو ویل چې اولادونه به مو اسیران شي، خو زه به هغوی هغې ځمکې ته راولم کومه چې تاسو رد کړې وه او هغه به یې وطن وي.
32خو تاسو به په دې دښته کې مړه شئ!
33ستاسو اولادونه به په دښته کې څلوېښت کاله سرګردانه ګرځي او ستاسو د بې وفایۍ له کبله به ځوریږي ترڅو پورې چې تاسو ټول مړه شئ.
34تاسو به څلوېښت کاله یعنې هغه څلوېښت ورځې چې تاسو هغه ځمکه کتلې وه د هرې ورځې په ځای به یو کال د خپلې ګناه په خاطر ځورېږئ. تاسو به زما د مخالفت په معنیٰ باندې پوه شئ.
35زه قسم خورم چې تاسو بدکاره خلکو سره به چې زما په مقابل کې راغونډ شوي یئ دا کار وکړم. تاسو هر یو به په دښته کې مړه شئ. دا زما یعنې څښتن خبره ده.>
36هغو نفرو چې د ځمکې د کتلو دپاره لېږل شوي وو، غلط خبر راوړی ؤ او قوم یې دې ته اړ کړی ؤ چې د څښتن په ضد شکایت وکړي.
37نو هغه ورباندې یوه وژونکې ناروغي نازله کړه او هغوی یې ووژل،
38مګر یوشع او کالیب یې ژوندي پرېښودل.
39کله چې حضرت موسیٰ د اسراییلو قوم ته د څښتن پیغام ورساوه، هغوی ډېر غمجن شول.
40نو هغوی سهار وختي پاڅېدل او ځانونه یې تیار کړل چې د کنعان د غرنۍ سیمې په لور روان شي. هغوی وویل:
41مګر حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل:
42مه ځئ. څښتن ستاسو سره مل نه دی او ستاسو دښمنان به تاسو ته ماتې درکړي.
43کله چې تاسو د عمالیقیانو او کنعانیانو سره مخامخ شئ، تاسو به په جګړه کې مړه شئ. څښتن به ستاسو سره مل نه وي، ځکه چې تاسو د هغه د پیروۍ څخه انکار کړی دی.>
44مګر بیاهم هغوی جرأت وکړ چې غرنۍ سیمې ته لاړ شي، که څه هم نه حضرت موسیٰ او نه د څښتن د لوظ صندوق ورسره لاړ.
45عمالیقیان او کنعانیان د غرنۍ سیمې څخه راښکته شول، اسراییلیانو ته یې ماتې ورکړه او د حرمه تر ښاره پورې ورپسې شول.