Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
37 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3تاسو کولی شئ چې د رمې یا پادې څخه یو حیوان د سوزېدونکې نذرانې یا د نذر د قربانۍ یا د رضاکارانه نذرانې یا ستاسو د مذهبي اخترونو د نذرانو په توګه څښتن ته وړاندې کړئ. د دغو نذرانو بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
4-
5هرڅوک چې یو وری یا سېرلی د سوزېدونکې نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کوي، هغه دې د هر حیوان سره یو کیلوګرام داسې ښه اوړه چې یو لیتر د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه او یو لیتر د انګورو شربت دې هم د څښلو د نذرانې په توګه راوړي.
6کله چې یو پسه وړاندې کیږي، دوه کیلوګرامه داسې اوړه چې یونیم لیتر د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه دې وړاندې شي.
7یونیم لیتر د انګورو شربت دې هم د څښلو د نذرانې په توګه ورسره وي. د دغو قربانیو بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
8کله چې یو غویی څښتن ته د سوزېدونکې نذرانې یا د نذر د قربانۍ یا د سلامتۍ د نذرانې په توګه وړاندې کیږي،
9د غلې دانې نذرانه دې د درې کیلوګرامو داسې اوړو سره وړاندې شي چې دوه لیتره د زیتونو تېل ورسره ګډ وي.
10دوه لیتره د انګورو شربت دې هم د څښلو د نذرانې په توګه ورسره وي. د دې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
11-
13که چېرې څوک اصلي اسراییلی وي نو هر وخت چې غویی، پسه، مېږه یا وزه په اور باندې د تیارې شوې نذرانې په توګه چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي وړاندې کوي نو په دې اصولو باندې باید عمل وکړي.
14همدارنګه هغه بېګانه خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي، که هغوی د موقت وخت دپاره وي یا دایمي وي هم باید د دغو مقرراتو څخه پیروي وکړي.
15-
16همدغه اصول د تل دپاره په تاسو او هغو بېګانه خلکو باندې چې ستاسو په منځ کې اوسیږي عملي کیږي. د څښتن په نظر کې تاسو او هغوی یوشان یئ.
17-
19کله چې تاسو په هغه ځمکه کې چې زه یې درکوم خواړه خورئ، دا خبره په یاد ساتئ چې د هغو څه لږ څښتن ته د خاصې نذرانې په توګه بېل کړئ.
20کله چې تاسو ډوډۍ پخوئ نو اولنۍ ډوډۍ چې د نوې غلې دانې څخه پخیږي هغه دې څښتن ته د خاصې نذرانې په توګه وړاندې شي. دا دې په هماغه ډول وړاندې شي لکه څنګه چې د غوبل شویو غلو دانو څخه تیاره شوې خاصه نذرانه وړاندې کیږي.
21دا خاص سوغات دې د تل دپاره د هغې ډوډۍ څخه څښتن ته ورکول کیږي چې تاسو یې پخوئ.
22مګر فرض کوو که چېرې یو څوک په غیر ارادي توګه د دغو مقرراتو څخه د ځینو په عملي کولو کې چې څښتن موسیٰ ته ورکړي دي غفلت وکړي.
23او فرض کوو چې په راتلونکي کې د هغو ټولو شیانو په سرته رسولو کې چې څښتن د موسیٰ په وسیله د هغو حکم کړی دی قوم غفلت وکړي.
24که چېرې دا کار په غیر ارادي توګه په ناخبرۍ سره د قوم له خوا وشي، نو باید ټول قوم یو غویی د سوزېدونکې نذرانې دپاره چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي وړاندې کړي. دا نذرانه دې د پورته یادې شوې غلې دانې د نذرانې او څښلو د نذرانې سره یوځای او د یو وز سره چې د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کیږي وړاندې شي.
25کاهن به د اسراییلو د ټول قوم دپاره کفاره ادا کړي او هغوی به وبخښل شي، ځکه چې دا کار په قصدي توګه نه ؤ شوی او هغوی څښتن ته د خپلې غلطۍ دپاره یوه داسې نذرانه چې په اور باندې تیاریږي او د ګناه یوه نذرانه راوړله.
26د اسراییلو ټول قوم او هغه بېګانه خلک به چې د هغوی په منځ کې اوسیږي وبخښل شي، ځکه چې ټول په دې غلطۍ کې شامل وو.
27مګر که چېرې ستاسو څخه یو تن په غیر ارادي توګه ګناه وکړي، باید یوه یو کلنه وزه د ګناه د نذرانې په توګه قرباني کړي.
28کاهن دې د څښتن په حضور کې د هغه چا دپاره چې په غیر ارادي توګه یې ګناه کړې ده کفاره ادا کړي، نو هغه به وبخښل شي.
29همدا قانون به په هغو ټولو خلکو باندې عملي کیږي چې په غیر ارادي توګه یې ګناه کړې وي، که هغوی اصلي اسراییلیان وي یا بېګانه اوسېدونکي وي.
30مګر که چېرې ستاسو څخه څوک په قصدي توګه ګناه وکړي، که هغه اصلي اوسېدونکی وي یا بېګانه وي، هغه څښتن ته په سپکاوي کولو سره ګناهکار دی او باید ووژل شي.
31ځکه څه چې څښتن فرمایلي دي هغه نه دي منلي او په قصدي توګه یې د هغه یو حکم مات کړی دی. نو خون به یې په خپله غاړه وي.>
32یو ځل کله چې اسراییلیانو په دښته کې سفر کاوه، د سبت په ورځ یو سړی د لرګیو په راټولولو ونیول شو.
33هغه حضرت موسیٰ، حضرت هارون او ټول قوم ته وروستل شو
34او هغه یې تر څارنې لاندې وساته، ځکه دا معلومه نه وه چې د هغه سره به څه کیږي.
35بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
36نو لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، ټول قوم هغه د کمپ څخه بیرون وویست او سنګسار یې کړ.
37څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
39-
40دا زونډي به تاسو ته دا خبره در په یاده کړي چې تاسو باید زما د قوانینو او زده کړو څخه پیروي وکړئ. کله چې تاسو داسې وکړئ، نو ماته به وقف کړای شئ او د خپلو له ګناه څخه ډکو خواهشاتو پسې به نه ګرځئ.
41زه ستاسو څښتن خدای یم چې تاسو مې له مصر څخه راوویستلئ چې ستاسو خدای اوسم.>