Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
44 verses
1د یصهار زوی قورح چې د لاوي د زوی قهات اولاده وه د حضرت موسیٰ د مشرۍ په ضد سرکشي وکړه. هغه د روبین د قبیلې د دریو غړو یعنې د الیاب د زامنو داتان او ابیرام او اون د فالت زوی او د نورو دوه سوه پنځوسو مشهورو اسراییلي مشرانو سره چې د قوم له خوا ټاکل شوي وو یوځای شو.
3هغوی حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته ورغلل او ویې ویل:
4کله چې حضرت موسیٰ دا خبرې واورېدلې، په ځمکه باندې پړمخې پرېوت.
5بیا هغه قورح او د هغه پیروانو ته داسې وفرمایل:
6-
7قورح، اوس باید ته او ستا پیروان داسې کار وکړئ: یو څو د اور لوښي راپیدا کړئ، د سکرو او خوشبویۍ څخه یې ډک کړئ او مقدسې خېمې ته یې نژدې راوړئ. بیا به وګورو چې څښتن زمونږ څخه څوک انتخاب کړی دی. قورح، دا ځل تاسو لاویانو له خپل حد څخه تېری کړی دی!>
8حضرت موسیٰ د قورح سره خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
9تاسو فکر کوئ چې دا وړه خبره ده چې د اسراییلو خدای تاسو د خپل قوم څخه انتخاب کړي یئ د دې دپاره چې هغه ته ورنژدې شئ، په مقدسه خېمه کې خپل کار وکړئ او د قوم خدمت وکړئ؟
10څښتن تاسو ته یو ځانګړی مسئولیت در په غاړه کړی دی او اوس فکر کوئ چې تاسو به هم کاهنان شئ.
11تا او ستا پیروانو د څښتن په مقابل کې سرکشي کړې ده، د حضرت هارون په مقابل کې مو نه ده کړې.>
12بیا حضرت موسیٰ داتان او ابیرام راوغوښتل، مګر هغوی بېرته دا پیغام ورولېږه:
13آیا دا کافي نه ده چې مونږ دې د مصر د حاصلخېزې ځمکې څخه راوستلو چې دلته په دښته کې مو ووژنې؟ اوس ته غواړې چې په مونږ باندې خپل ځان بادار کړې؟
14بله دا چې تا مونږ حاصلخېزې ځمکې ته رانه وستلو او نه دې مونږ ته هغه ځمکه د خپل ملکیت په توګه راکړه چې پټي او د انګورو باغونه په کې دي او اوس هڅه کوې چې مونږ وغولوې. مونږ به رانه شو.>
15حضرت موسیٰ ډېر په قهر شو او څښتن ته یې وفرمایل:
16بیا حضرت موسیٰ قورح ته وفرمایل:
17تاسو هر یو د ځان سره خپل د اور لوښی چې خوشبویي په کې وي یوسئ او څښتن ته خوشبویي وړاندې کړئ.>
18نو بله ورځ هغوی هر یو خپل د اور لوښی واخیست او بل شوي سکاره او خوشبویي یې په کې واچول او د حضرت موسیٰ او حضرت هارون سره د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې ودرېدل.
19بیا قورح ټول قوم راغونډ کړ او هغوی حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته مخامخ د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې ودرېدل. یوناڅاپه د څښتن جلال ټول قوم ته ښکاره شو
20او څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
22مګر حضرت موسیٰ او حضرت هارون په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل او داسې دعا یې وکړه:
23څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
25حضرت موسیٰ داتان او ابیرام ته ورغی او د اسراییلو نور مشران ورپسې شول.
26بیا حضرت موسیٰ قوم ته داسې خبرداری ورکړ:
27نو هغوی د قورح، داتان او ابیرام له خېمو څخه لېرې شول. داتان او ابیرام راوتلي وو او د خپلو ښځو او ماشومانو سره د خپلو خېمو په دروازو کې ولاړ وو.
28حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل:
29که چېرې دا خلک د خدای پاک له سزا څخه پرته په خپل مرګ مړه شي، د دې معنیٰ به دا وي چې څښتن زه نه یم رالېږلی.
30مګر فرض کړئ څښتن داسې کار وکړي چې پخوا هیڅکله نه وي شوی. که چېرې ځمکه پرانیستل شي او هغوی د خپلو ټولو شیانو سره ژوندي تېر کړي ترڅو هغوی ژوندي په ځمکه کې ښخ شي، بیا به تاسو پوه شئ چې هغوی د څښتن څخه مخ اړولی دی!>
31څنګه چې د حضرت موسیٰ خبرې خلاصې شوې، د داتان او ابیرام د پښو لاندې ځمکه سره جدا شوه
32او هغوی او د هغوی کورنۍ یې د قورح د ټولو پیروانو او د هغوی د مالونو سره ژوندي تېر کړل.
33نو هغوی د خپلو مالونو سره ژوندي په ځمکه ننوتل. ځمکه بېرته په هغوی باندې بنده شوه او هغوی له سترګو څخه پناه شول.
34کله چې د اسراییلو ټولو خلکو چې په هغه ځای کې وو د هغوی فریادونه واورېدل، نو وتښتېدل. هغوی چیغې ووهلې:
35بیا څښتن اور نازل کړ او هغه دوه سوه پنځوس نفره یې چې څښتن ته یې خوشبویي وړاندې کړې وه، وسوزول.
36بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
38ځکه چې ماته د خوشبویۍ د وړاندې کولو دپاره ورڅخه کار اخیستل شوی ؤ. هغه په چا باندې په څټک وټکوه چې د قربانګاه دپاره نری پوښ ورڅخه جوړ شي. هغه خلک د خپلې ګناه له کبله مړه شول او اوس به د هغوی د اور لوښي د پاتې خلکو دپاره یو خبرداری وي.>
39-
40لکه څنګه چې څښتن العازار کاهن ته د حضرت موسیٰ په وسیله فرمایلي وو هغه لوښي راټول کړل او په یو چا باندې یې په څټک وټکول او د قربانګاه دپاره یې ورڅخه نری پوښ جوړ کړ. دا لوښي د اسراییلیانو دپاره یو خبرداری ؤ چې یوازې کاهنان یعنې د هارون اولاده به اجازه لري چې څښتن ته خوشبویي وړاندې کړي. که چېرې بل څوک دا هڅه وکړي، د قورح او د هغه د پیروانو په شان به ورته سزا ورکړل شي.
41په راتلونکې ورځ د اسراییلو قوم د حضرت موسیٰ او حضرت هارون په ضد شکایت وکړ او ویې ویل:
42کله چې هغوی ټول راغونډ شول چې د حضرت موسیٰ او حضرت هارون په ضد احتجاج وکړي، حضرت موسیٰ او حضرت هارون د مقدسې خېمې په لور مخ واړاوه او ویې لیدل چې خېمه ناڅاپه په ورېځ کې پټه شوه او د څښتن جلال ښکاره شو.
43نو حضرت موسیٰ او حضرت هارون د خېمې مخې ته ورغلل ۴۴او هلته څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
45هغوی دواړه په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل.
46بیا حضرت موسیٰ هارون ته وفرمایل: ۴۷نو څنګه چې حضرت موسیٰ فرمایلي وو حضرت هارون هماغسې وکړل او د خلکو منځ ته یې ورمنډه کړه. وبا لا مخکې په خلکو کې شروع شوې وه، خو حضرت هارون خوشبویي وړاندې کړه او د هغوی دپاره یې کفاره ادا کړه.
48هغه د مړو او ژوندیو ترمنځ ودرېد او وبا بنده شوه.
49مګر ۱۴۷۰۰ تنه اسراییلیان مړه شوي وو، پرته له هغو خلکو څخه چې د قورح او د هغه د پیروانو سره مړه شوي وو.
50کله چې وبا ودرېدله، حضرت هارون بېرته د مقدسې خېمې دروازې ته حضرت موسیٰ ته ورستون شو..